د ښې تغذیې مناسبی لارې

 
مناسب خواړه نه یواځی دا چې د بدن ورځنۍ اړتیاوې پوره کوی بلکه د ډول ډول ناروغیو څخه د مخنیوی ترڅنګه روغتیایی، اقتصادی او تعلیمی ګټې هم لري ، تغذی ته توجه ځکه مهمه ده چې خوارځواګۍ د ژوند په هره برخه بدې منفي اغیزې لری چې په درې برخو کې یې خلاصه کوو :
د روغتیا له نظره: په امیندوارۍ کې خوارځواکي د ماشومانو په دماغي او بدني سالمې ودې ناوړه اغیزي لري، هغه ماشومان چی د مور په ګیډه کې په خوارځواکۍ اخته وي د زیږون په لومړیو کی د مړینې احتمال، دماغي او بدني اوږود مهالو ستونزو او په مزمنو ناروغیو د اخته کیدو احتمال ډیر وي. د دوه کالو څخه د کم عمره ماشومانو خوارځواکي ژوند تهدیدونکي ده، د نوموړو ماشومانو معافیتی سیستم کمزوری کوي او دعامو ناروغیو لکه سینه بغل، ملاریا او نس ناستې له کبله یی د مړینې کچه لوړیږي. د فزیکي او ذهني ودې او پرمختګ له نظره : هغه ماشومان چی پدې ۱۰۰۰ ورځو کې په مناسبه توګه نه تغذیه کیږي ماشومان په لنډ قد اخته کیږې، او ذهني پرمختګ او د زده کړې د قوي ظرفیت یې را ښکته کوي ، او امکان لري چی ښونځی په سمه توګه سرته ونه رسوي ، ځکه ذهني پرمختګ یې په بشپړه توګه وده کولای نشي.  د اقتصاد له نظره : څیړنو ښودلې ده هغه ماشومان چی پدې ۱۰۰۰ ورځو کی په مناسبه توګه تغذیه شوي ندي په غټوالي کې یې نسبت روغو خلکو ته اقتصادي عاید کم وې چی په عمومي توګه د اقتصادی عوایدو له نظره وروسته پاتي کیږي او هغه ټولنه چی ډیر تعداد ماشومان پکې په خوارځواکۍ اخته وي اقتصادی پرمختګ کولای نشي.  
د تغذیې ښې او مناسبې لارې :
د د تغذیې د ښه والي حل لاري موجودې دي، چي په اسانه توګه د حاصلولو وړاو ارزانه دي. چی عبارت دي له:
په امیندوارۍ کې ( داخل رحمي ژوند): امیندوارې میندې باید د حمل په لړ کې او حتی د حمل څخه مخکې لاندې ټکي مراعات کړي: د متنوعو انرژی لرونکو غذایی خوړو متکرر اخستل د ویټامینونو غني خوړو څخه استفاده کول لکه سبزیجات ، میوه جات او نور دمیندو لخوا د امیندوارۍ د لومړیو ورځوڅخه تر زیږون او د زیږون څخه وروسته تر درې میاشتو پورې د اوسپنې او فولیک اسید تابلیتونو څخه استفاده کول.   په ورځنیو خوړو کې دخوراکي مالګې په حیث د ایودین لرونکې مالګی استعمالول د کلسیم څخه غني خوړو څخه استفاده کول لکه شیده او نور لبنیات د زیږون څخه تر شپږ میاشتنۍ پورې نوي زیږیدلي ماشوم ته دزیږون څخه وروسته په لومړي ساعت کې د مور په شیدودتغذیې شروع کول نوي زیږیدلي ماشوم ته د لومړنیو شیدو ( اورګو) بشپړ ورکول په لومړیو شپږو میاشتو کی یواځی او یواځی د مور په شیدو د ماشوم تغذیه کول ماشوم ته د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کی د نورو خوړو یا مایعاتو څخه ډډه کول، په استثنا د درملو ، ویټامینونو او منرالونو چی د ډاکتر لخوا توصیه کیږی.  
د شپږمیاشتنې څخه تر دوه کلنۍ پوری : د شپږ میاشتو څخه وروسته د مورپه شیدو دتغذیې سربیره د متممه غذا شروع کول او تر دوه کلنۍ پورې  د مور په شیدو دتغذیې ادامه. د شپږ میاشتو څخه وروسته  ماشومانو ته باید قوی خواړه د حیوانی منابعو( غوښه ، شیده، هګۍ) او حبوباتو ( لوبیا، نخود، مۍ او وریجو) په شمول د ترکاریو او میوی سره یو ځای ورکړل شي. په لومړیو کی د ماشومانو خواړه باید نرم وي ( لکه فرني) او په هره ورځ کې تقریباً پنځه ځلې په کمه اندازه ورکړل شي،او په تدریجي توګه یی غلظت او اندازه زیاتولای شي. د خوړو نه مخکی ماشوم ته باید دمور شیدې ورکړل شي تر څو دمور شیدو څخه ضروري غذایي مواد واخلي، همدارنګه ماشوم وږي هم دی او د مور تی ښه رودلاي شي او همدا کار د مور د شیدو د پیدا کیدو د تحریکیدلو لامل ګرځي . د پولیو واکسیناسیون د کمپاینونو په لړ کې د ویټامین اي وقایوي ضمیموي دوزونو اخستل ددی لپاره چی د ضروري منرالونو او ویټامینونو پواسطه د ماشومانو د خوړو د غني کولو څخه ډاډمن شو : د هغه خوړوڅخه استفاده کول چی په پراخه توګه منرالونه او ویټامینونه ولری او یا  په منرالونو او ویټامینونو غني شویدي لکه غني شوي اوړه یا غوړي. د پاکوالي او حفظ الصحې مراعاتول په ځانګړې توګه د لاسونو وینځل اود ماشومانو د خوړو تیارولو او تغذیه کولو لپاره د پاکو اوبو استعمالول. د روغتیایې مرکزونو دلارې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو تشخیص او درملنه. د هرې برخی تفصیل په راتلونکو برخو کی نشریږي