
۲۲/۵/۱۳۹۴،ه، ش
د اسماعيليانود نزاريه فرقې مشر دوهم حسن لخوا د لويې ورځې (قيام قيامت) اعلانول؛۱۷رمضان۵۵۹، ه، ق (۱)
دوهم حسن د محمد بن بزرګ اميد زوى چې د اسماعيليانو د فرقې مشر شو، وروسته له دوه نيمو کالو څخه یې په کال(٥٥٩، ه،ق) د روژې مياشتې په هغه ورځ چې د حضرت علي(رض) د شهادت د ورځې سره برابره وه، خلک راټول او د قيامت اختر يې اعلان کړ، وايي چې دوهم حسن سپين کالي اغوستي وو، د الموت کلا څخه راکوز شو او په بېړه بېړه منبر ته ورپورته شو، درې ځله يې سلام وکړ... ويې ويل: (اﻻ اى اهل العالمين) پيريانو، انسانو او ملائکو!
د وخت امام پر تاسو باندې درود او ترحم راليږلى دى... ستاسو څخه يې د شريعت ټول تکليفونه لرې کړي دي او تاسې يې قيامت ته ورسولى یاست.
بيا يې په عربې ژبه خبرې پيل کړې، يو تن (محمد سبتي فقيه) چې د منبر په څنګ کې وﻻړ ؤ او په عربې ژبه پوهيده، د ده خبرې يې له عربى څخه په فارسي ژبه ژباړلې نو حاضرو کسانو ته يې وويل: دا د امام خبرې دي، حسن بن محمد بن بزرګ اميد زموږ خليفه، دعوت کوونکې(داعي) او(حجت) دى بايد چې زموږ شعيه ګان په ديني او دنياوي چارو کې د ده تابع وي او د ده حکم زما حکم وبولي، د ده قول زما قول وبولي او په دې بايد پوه شي چې (موﻻنا) د دوى شفاعت کوونکى دى، چې تاسو يې تر خداى پورې ورسولى ... .
دوهم حسن وروسته له دې خبرو څخه له منبر څخه کوز شو، دوه رکعاته لمونځ يې وکړ، دسترخوان يې وغوړاوه او خلک يې پر د سترخوان کښېنول، روژه يې ماته کړه، ويې ويل: نن د اختر ورځ ده. !!
اسماعيلي ملحدانو به وروسته له هغې هر کال د روژې په (١٧) نيټه د قيامت د اختر په نوم يادوله او دغه ورځ به يې په ساعتېريو او نشو تماشو لمانځله.(فرقه اسماعيليه ص ٢٠٠)
همدا ډول لس ورځې وروسته د قهستان په مومن اباد کې غونډه جوړه شوه، د الموت په شان يې منبر جوړ کړ او هغه کس چې حسن ورلېږلې وو، د حسن پېغام يې په دې ډول خپلو لارویانو ته بيان کړ:
دا چې مستنصر د ځمکې پر مخ خليفه ؤ او حسن صباح دې ده خلېفه ؤ، دا دى زه چې حسن يم د ځمکې پر مخ د خداى خليفه يم او زما خليفه دغه رئيس مظفر د کلا مشر دى او بايد چې د ده امر ومنئ او د ده کلام زما کلام وبولى، هرڅه چې دى ووايي خپله دنده او حق يې وبولې. (فرقه اسما عيليه ص٢٠٠)
په دې بدلون کې دوهم حسن درې ډوله (بدعتونه[1]) رامنځ ته کړل، لمُړى دا چې شريعت يې له منځه يوړ او د شريعت دوران يې پاى ته ورسولو.
دوهم: دا چې د قيامت رسيدل او د نړۍ ورانول يې هم اعلان کړل.
دريم: دا چې ده خپل ځان يوازې داعي ونه ګنلو بلکه ځان يې د خداى له خوا خليفه او رهبر اعلان کړ. اسماعيلي نزاريانو د روحاني جنت تعليمات پېل کړل، لمونځ او نور تشريفات او شرعي احکام يې لغوه او غېر واجب وګڼل. (اسلام در ايران ص ٣١٨)
دوهم حسن دعوه وکړه چې ظاهراً د محمد زوى او د کيابزرګ اميد لمسى دى، خو په حقيقت کې د وخت امام دى او روحاً د نزار له اولادې څخه دى نه جسماً (فرقه اسماعيليه ص ٢٠٢)
دوهم حسن د دې لپاره ځان د علي او نزار له اولادې څخه وګنلو چې د امامت مقام ته ځان ورسوي ځکه چې پرته د نزار له اولادې څخه بل څوک امام نه شي جوړيدلى، دا چې حسن ځان د علي (رض) په نسب پورې تړى وبللو نو په کال(٥٦٠،ه) کې یې ځان د علي، فاطمي او محمد بن اسماعيل، المستنصر او د نزار زوى(ځاي ناستى) اعلان کړ، نو په دې بنسټ يې ځان د (معصوميت) درجې ته ورسولو، مانا دا چې د اسماعيليه نزاريه فرقې لُمړى درجه امام يې ځان وټاکلو.(اسلام در ايران ص ٣١٨)
دوهم حسن د دې لپاره چې خپل ځان د حضرت علي په نسب پورې وتړي، يو بل عجيبه احمقانه کار يې دا وکړ چې، په ځان پسې يې تشې افسانې هم جوړې کړې او هغه داسې چې د نورو خبرو تر څنګ يې خپل ځان حرام زاده هم بللى دى، په دې اړه وايي: د الموت د غونډيو په لمنو کې يو نه پيژندل شوى امام اوسيده، چې د محمد بن بزرګ اميد له ښځې سره يې روا شوي زنا (مجوزه زنا ؟) وکړه، چې له هغې رواشوي زنا څخه دوهم حسن پيدا شو، کله چې محمد خبر شو نو امام يې په پټه ووژلو، وروسته له هغې څخه خلکو له محمد څخه کرکه کوله، ځکه چې خلکو به ويل چې محمد امام وژلى دى او د محمد مړيستون چې د حسن صباح د مړيستون په څنګ کې دى څوک نه ورتلل او د هغې زيارت يې نه کولو. (فرقه اسماعيليه ص ٢١٥)
دوهم حسن نه يوازى دا چې خپل ځان يې امام وبللو بلکې د(قيامت د قيام قائيم) نوم يې هم ځان ته ورکړ.
ده خپلو پيروانو ته ويلي وو چې دى دنده لري چې په ټوله نړۍ کې(محمدي شريعت) ټول کړي نو په دې اساس سربيره د امامت او نبوت مقام او رتبې په لرلو سره د قيامت د قائيم مقام هم لري.
دوهم حسن د خپل قیامت په اړه وايي: د قائيم امام دنده دا ده چې خلکو ته د ځمکې پر مخ جنت جوړ کړي، کله چې قائيم ظهور وکړي نو ټول شرعي قوانين به منسوخ شي، خوارې او بېمارې به هېڅ نه ليدل کيږي، تولد او تناسل يوازې په پسرلي کې ترسره کيږي او همدا ډول نور کارونه.
مخکې له هغې چې قائيم ښکاره شي، بايد چې ټول خلک د امام تابع وي، کله چې قائيم ظاهر شي نو بيا د چا توبه نه قيليږي او ټول کافران او سرکښان په هلاکت رسيږي... خو هغه کسان چې د امام د اطاعت غړوندى(طوق) پر غاړه ولري ثمر ته رسيږي او په هرځاى کې به سوله او ارامي وي. (فرقه اسماعيليه ص ٢٠٥)
وايي چې د دا ډول کفري قوانينو د نه منلو له وجې ډېرو مسلمانانو اسلامي سيمو ته هجرت وکړ او هغه څوک چې له مجبورۍ پاتې شول ظاهراً يې د کفر احکام ومنل.(فرقه اسماعيليه ص ٢٠٩)
دوهم حسن د خپل پلار محمد بن کيا بزرګ اميد د قدرت په مهال د خپل پلار په مخالفت کې هم ولاړ ؤ، ده يو ځانګړى مذهب د اسماعيلي نزاريانو په مذهب کې د ننه رامينځ ته کړى ؤ، چې(له باطنيانو څخه هم ناوړه ؤ) د دوهم حسن پلار محمد د حسن (٢٥٠) تنه پيروان د دوى د عقيدې له امله د الموت په کلا کې ووژل او په (٢٥٠) تنو نورو باندې چې هغه هم د ده پيروان وو، ورپشا کړل او د الموت له کلا څخه يې وشړل. (قلاع اسماعيليه ص ٨١)
دوهم حسن د قيامت د اختر څخه يو نيم کال وروسته په کال(٥٦١، ه، ش) کې د ده د ښځې د ورور(اوښکى) حسن ناماور، چې د دولس امامي شعیه ګانو په مذهب او د آل بويه له پاتې شونو څخه ؤ، د لمبسر په کلاکې په خنجر ووهلو او ووژل شو. (قلاع اسماعيليه ص ٥٩)
او دوهم محمد چې د دوهم حسن زوى ؤ د خپل پلار د قاتل ټوله کورنۍ یې له يوه سره ووژله. (اسلام در ايران ص ١١٨)
۷- هغه نوى شى چې پخوا سابقه ونلري ، د دين خلاف عمل او ويل.