د بريتانيه له خوا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د مهالوېش ټاکنه

 
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) د بريتانيې د پوځ مشر سرډيوډرچرډپه يوې مرکه کې څرگنده کړې، چې د ناټو ځواکونه به په افغانستان کې تر دوه زره پنځوس ميلادي کاله پورې پاتې وي او په دې دېرشو څلوېښتو کلونو کې به په افغانستان کې خپله دنده ترسره کړي،نوموړي دا هم زياته کړې، چې هغه څوک، چې په دې اند دي، چې د ناټو ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي ناسم فکر يې کړى.مونږ به د افغانستان ځواکونه پر پښو ودروو، چې د خپل هېواد د امنيت د ټينگښت وړتيا پيداکړي. د ناټو مشر راسموسن په کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې د ناټو له غړيو هېوادونو غوښتنه کړې، چې افغانستان ته نور ځواکونه راولېږي په دې سره به د افغانستان د امنيت په ټينگښت کې مرسته وشي د نړېوالې ټولنې د دوه لوړپوړو، چارواکو هريو د بريتانيې د مشر او د ناټو د مشر خبرې که وارزول شي نو اوس پوښتنه دا راولاړيږي، چې په دې سره به په افغانستان کې امنيت ټينگ شي د مخالفت څپه به له منځه لاړه شي د ناټو، امريکا او د افغانستان د دولت مخالفين، چې طالبان او د گلبدين حکمتيار گوند حزب اسلامي ته گوته نيول کيږي له مخالفته لاس واخلي که څه هم حزب اسلامي د افغانستان دولت سره د خبرو لپاره يو شرط دا هم ټاکلى، چې د ناټو د ځواکونو د وتلو مهالويش دې وټاکل شي او ځنې کانديدانو هم ولس ته ژمنه ورکړې، چې که بريالى شول نو د ناټو په ځواکونو د وتلو مهالويش به وټاکو اوس، چې د بريتانيه د پوځ مشر د دوه زره پنځوسم کاله پورې مهالوېش وټاکو، چې په دومره واټن کې به د افغانستان اقتصادي، رغونيز او نور، چارې ترسره شي ملي پوليس، ملي اردو او نورې پرمختيايې چارې به سرته ورسيږي د دولت او ناټو مخالفينو لاتردې دمه ددغې مهالويش د ټاکنې په غبرگون کې څه نه دي ويلي، خو که د افغانستان اوسني سياسي شرايط او ستونزې له نېږدې وڅېړل شي نوکه څه هم په ځنو جنوب او لويديځ ولايتونو کې د ناټو خلاف مقاومت گړندى شوى او په دې نوې مهالوېش سره به مقاومت نور هم گړندى شي؛ ځکه کوم مهالويش، چې د بريتانيې مشر ټاکلى هغه ډير اوږد دى او مخالفين به په دې قانع نه شي او له وسله والې مبارزې به لاس وانه خلي او نه به د خبرو ميز ته کښيني نړيوالو بايد داسې مهالويش ټاکلى واى، چې ولس او څه ناڅه مخالفين هم پرې قانع شوى وى او د خبرو ميز ته ناست وى ددې مهالويش د ټاکنې څخه هدف او موخه داده، چې ناټو له افغانستان څخه د وتلو نيت نه لري qadirandewal@yahoo.com