
د رش پوهنتون څیړنو ثبوت کړې ده چې د سبوسو لرونکې ډوډۍ، د تکو شنو پاڼو لرونکي سبزي جات او د ترکارې سلاد، میوې لکه توت او انګور او په اوونۍ کې دوه ځلې د چرګ غوښه او لوبیا د انسان دماغ ځوان ساتي.
څیړنه په ۹۶۰ داسې کسانو شوې ده چې پورتني غذایي مواد یې خوړل. منځنی عمر یې ۸۱ کلونه و. دوی د بیلابیلو ۴۰ سیمو څخه غوره شوي و او نږدې پنځه کاله تر څیړنې لاندې و.
دې کسانو په خپلو خوړو کې سره غوښه، کوچ، غوړي، پنیر، خواږه، سره کړي خواړه ډیر محدود کړي و.
د څیړنې مشې مارتا کلییر موریس وویل چې زموږ څیړنه دا رابرسیړه کړه چې د دغسې غدایي رژیم په پآم کې نیول د دماغ د ځوانۍ سبب کیږي او پدې صورت کې زاړه کسان د بې وخته زړښت او الزهایمر په شان ناروغیو څخه بچیږي.