په وزيرستان کې د بيت الله محسود وژنه د امريکا دڅارگرو الوتکو لاسته راوړنه ده

 
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) د پاکستان خبري رسنيو د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک او د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي له خولې څرگنده کړې، چې د پاکستان د طالبانو د غورځنگ مشر بيت الله محسود د امريکا د څارگرو الوتکو د بريد په ترڅ کې د چارشنبې په شپه له خپلې مېرمنې سره د وزيرستان په زنگړه سيمه کې وژل شوى او د نکوسه په سيمه کې خاورو ته سپارل شوى دا خبر د امريکا لپاره په دې ارزښتمن دى، چې د نوموړي خلاف مبارزه يې جدي نيولى وه او پاکستان هم د نوموړي خلاف په وزيرستان کې عمليات پيل کړي و پاکستان له امريکا څو ځله په سفارتي کچ غوښتي وو، چې دڅارگرو الوتکو بريدونه دې نه کوي او د پاکستان پوځ ددې وړتيا لري، چې د طالبانو د غورځنگ د مشرانو خلاف عمليات ترسره کړي خو اوس، چې بيت الله محسود د امريکا د څارگرو الوتکو د بريد له امله وژل شوى دا به امريکا خپله ستره لاسته راوړنه وگڼي. تر دې دمه په دې اړه د پاکستان د کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزيرانو خپل نظر څرگند کړى د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څرگنده کړې، چې زمونږ استخباراتي سرچينې دا خبره تائيده وي، چې بيت الله محسود وژل شوى د کورنيو چارو وزير رحمان ملک څرگنده کړې، چې مونږ ته داسې شواهد ترلاسه شوي ، چې ترې څرگنديږي بيت الله محسود د امريکا د څارگرو الوتکو په بريد کې وژل شوى خو د پاکستان د طالبانو غورځنگ تردې دمه په دې اړه خپل نظر نه دى څرگند کړى، خو د غورځنگ ځنې مشران په دې بوخت دي، چې د بيت الله محسود پرځاى بل مشر وټاکي که څه هم خبري رسنيو له مخې ځنې سياسي کارپوهان په دې اند دي، چې د پاکستان د طالبانو په غورځنگ کې داسې مشر نه وي، چې د بيت لله محسود ځاى په اساسي معنا ونيسي نوموړي ددې وړتيا درلوده ، چې د پاکستان د طالبانو د غورځنگ مشري په لاس کې ولري او د امريکا د گټو خلاف اقدامات ترسره کړي د نوموړي په وژنه په امريکا که څه هم يو څه لاسته راوړنه وگڼي خو داسې اټکل کيږي، چې وس به امريکا د پاکستان په قبايلي سيمو د خپلو څارگرو الوتکو بريدونه نور زيات کړي او دا ځکه، چې امريکا به دغه بريدونه بريالي گڼي او د پاکستان حکومت او د ولس هغې غوښتنې ته به پاملرنه نه کوي، چې ورته وايي پاکستان په قبايلي سيمو دې امريکا د څارگرو الوتکو بريدونه نه کوي خو د پاکستان پوځ ددغې اړتيا لري، چې په خپله د چاخلاف عمليات ترسره کړي که څه هم په دې سره به د سياسي کارپوهان د پاکستان او امريکا ترمنځ د پوهاوي ماده له منځه لاړه شي خو که څه هم دواړه هېوادونه په دې خبره ټينگار کوي، چې د ترهگرۍ خلاف مبارزه کې امريکا او پاکستان د يو بل کلکه مرسته کوي. qadirandewal@yahoo.com