ایساد رېبراب؛  تر ټولو شتمن الجزایری

 
د نړۍ ډېری خلک یوازې له دې کبله له ښه ژوند او شتمنۍ بې برخې شوي چې رېسک نه شي منلی. د دغه ډول رېسک تر ټولو عام ډول د دندې له لاسه ورکول دي. د ژوند تر وروستیو پورې د ډېری کسانو د کارګر پاتې کېدو لامل د هغوی د کمې وړتیا پایله نه وي، بلکې د ګواښ له منلو وېره وي. هنري فورډ وايي که مې کولی شوی یو شی له دې نړۍ ورک کړم هغه به وېره وه.
الجزایري « ایساد رېبراب» د دندې د پرېښودو ګواښ ومانه او نن یې له برکته میلیاردر دی.
نوموړی په ۱۹۴۴ زېږدیز کال زېږېدلی دی. د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته یې د محاسبې او سوداګریزو قوانینو د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. تر لږ مودې وروسته یې دنده پرېښوده او په خپله یې د محاسبې یو بنسټ رامنځته کړ.
په همدې بنسټ کې د کار پر مهال یوه مشتري د اوسپنې په یوه فابریکې کې د پانګونې مشوره ورکړه. ده هم د هغه له مشورې سره سم په ۱۹۷۲ کال کې د سټاکوم په نوم د یوې کمپنۍ ۲۰ سلنه ونډې وپېرلې.
دا د سوداګرۍ په برخه کې د ایساد د بریا لومړی ګام ګڼل کېږي.
له همدې لارو په ترلاسه کړو پیسو وروسته د اوسپنې او فلزاتو نورې کمپنۍ هم رامنځته کړلې. د فراپیلور په نوم کمپنۍ یې په ۱۹۷۵ ام او د مټریل سایډر په نوم کمپنۍ یې په ۱۹۸۸ ام کال کې جوړه کړه.
په ۱۹۹۵ زېږدیز کال کې یې د کاروبار اصلي تاسیسات په ترهګریزو بریدونو کې له منځه ولاړل او نوموړي هم له ډاره الجزایر پرېښود.
په ۱۹۹۸ کال کې یو ځل بیا خپل هېواد ته د سیویټل په نوم د کرنیزو محصولاتو له یوې کمپنۍ سره راستون شو. کمپنۍ یې په لږ وخت کې ډېر پرمختګ وکړ او په الجزایر کې تر ټولو ستره خصوصي کمپنۍ شوه.
سیویټل اوس د کمپنیو پر یوه ګروپ بدل شوی چې تر چتر لاندې یې د نړۍ په کچه د بورې د تولید یوه تر ټولو ستره فابریکه فعالیت کوي چې په کال کې یو نیم میلیونه ټنه بوره تولیدوي.
نوموړي همدا تېر کال د فوګور په نوم د یوې هسپانوي کمپنۍ د فرانسې څانګه چې د ماتې له وېرې سره مخ وه وپېرله.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۰ مې نېټې د شمېرو له مخې د ایساد پانګه دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړی د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په خپل هېواد الجزایر کې لومړی ځای لري.
نوموړي واده کړئ، پنځه اولادونه لري او پنځه واړه یې له ده سره د کمپنیو په ګروپ کې پر کار بوخت دي.  
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.