
د بهرنۍ پانګونې په معنا به نږدې هر څوک پوهېږي، خو ځینې وختونه ښايي د مستقیمې بهرنۍ پانګونې له ترکیبي کلمې سره هم مخ شوي وی. دا کلمه د« Foreign Direct Investmetn» څخه اخیستل شوې چې په لیکلو کې ډېر کله په مختصر ډول«FDI» لیکل کېږي.
مستقیمه بهرنۍ پانګونه څه ډول پانګونه ده او په کومو هېوادونو کې ډېره ګټوره ثابتېدای شي؟
مستقیمه بهرنۍ پانګونه پر یوه کاروبار باندې هغې پانګونې ته ویل کیږي چې د یوه هېواد پانګه اچوونکې کمپنۍ او شرکتونه یې په بل هیواد کې وکړي او بهرني هېواد پانګوال په هغه تجارت باندې چې په بل هېواد کې یې پانګه ورباندې اچولي کنترول هم ولري.
د اقتصادي همکاریو او پرمختیا د نړیوالې اداري یا( Organization of Economic Cooperation and Development) د قوانینو پر اساس په بهرني هېواد کې پر پانګونه کنتټرول دې ته ویل کیږي چې پانګه اچونکې کمپنۍ یا شرکتونه په بهرني هیواد کې چې پانګه یې پکې اچولي د خپلې پانګې تر لسو فیصدو یا پانګې ته په کتو سره تر هغه زیاته برخې باندې کنترول ولري.
دا ډول پانګونه په لېږ پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې د اقتصادې پرمختګ یوه غوره لار بلل کیږي. په دا ډول پانګونې سره د هېوادونو تر منځ د اوږد مهالو اقتصادې اړیکو لپاره لار هواریږي. دا چې بهرنی پانګوال د پانګې په لسو او یا زیاته برخه کنترول لري دا ښيي چې پانګه اچونکی شرکت یا کمپنۍ اوږد مهاله دوه طرفه اقتصادي اړیکې جوړول او ساتل غواړي.
د FDI لپاره دوه مشهورې ستراتیژۍ کارول کیږي. لومړی هغه یې دا ده چې یوه کمپنۍ یا شرکت په بل هېواد کې د خپلې کمپنۍ تر نامه لاندې او کاري وړتیاوو سره کار ځای جوړ او پلانونه عملي کړي او هرڅه له اساسه جوړ او پانګونه وکړې. دغه ډول پانګونې ته Greenfield Investment ویل کیږي.
دویم ډول یې دا دی چې یو بهرنی شرکت یا کمپنۍ د بل هیواد ځینو له مخکې نه موجود شرکتونه او کمپنیو ونډې راونیسي او پانګونه ورباندې وکړي. په دغه ډول پانګونه کې پانګوال ضرورت نه لري چې هر څه له سره جوړ کړي بلکې د یوه تیار جوړ شوي شرکت یوه برخه یا ټولې ونډې رانیسي او پانګونه ورباندې کوي. د مستقیمې بهرنۍ پانګونې دې ستراتیژۍ ته Brownfield Investment ویل کیږي.
هغه سوداګري او تجارتونه چې د مستقیمې بهرنۍ پانګونې په نتجه کې د هېوادونو په کچه رامنځته کیږي او هغه کمپنۍ او شرکتونه چې دا ډول پانګونه کوي دmultinational corporations) ) او یا(multinational enterprises) په نوم یادیږي.
د دا ډول پانګوني ګټې د سترو نړیوالو شرکتونو لپاره دا دي چې دوی په اسانه کولای شي نړیوالو مارکېټونو ته لاره پیدا کړي او هم نړیواله سرمایه او پانګه خپل هیواد ته جذب کړي. بله مهمه ګټه یې دا ده چې نړیوال شرکتونه او کمپنۍ د مخ پرودې او لږ پرمختللو هېوادونو قیمتي او ارزښتمنو منابعو ته لاسرسی پیدا کوي.. مثلاً لکه د تېلو او قیمتي کاڼو او نورو طبیعي منابعو ته لاسرسی. درېیمه ګټه یې هم دا ده چې ستر نړیوال شرکتونه کولای شي په لږ پرمختلليو او مخ پروده هېوادونو کې د تولید په ډېر کم قیمت سره کولای شي، ستر تولیدات او پانګونې وکړي. ارزانه ځمکه، پرېمانه او ارزانه مزدور يې مثالونه کېدای شي.
دا ډول پانګونه د لږ پرمخ تللو او مخ پروده هیوادونو لپاره هم ډېرې ګټې لري چې لومړی ګټه یې داده چې نړیواله سرمایه هېواد ته لاره پیدا کوي. کارګرو او مزدورې طبقې ته کار او دندې پیدا کيږي. د دولت لپاره د مالیاتو له طریقه د پیسو راټولېدل، د تخنیکي پرسونل روزل، په هیواد کې د پرمختللو شرکتونو، کمپنیو، کارخانو او فابریکو جوړېدل یې ټول هغه ګټې دې چې کوربه هېواد ته رسیږي.
زموږ هیواد افغانستان تر بل هر وخت دغه ډول پانګوني ته چمتو دی او ضرورت هم ورته لري. د پراخو طبیعي منابعو شتون، د ازاد مارکېټ موقع، د افغانستان جغرافیایې موقیعت او په هېواد کې د رقابت نه شتون دې ته زمینه برابروي چې افغانستان دغه ډول پانګې را جذب کړي، تر څو د غریبو هېوادوالو اقتصاد او د ژوند کولو کچه ورسره وده وکړي.
امنیتي ستونزې او اداري فساد په افغانستان کې ددغه ډول پانګونې پر وړاندې ستر خنډونه دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.