
نوښت او خلاقیت تر بل هر څه د انسانانو له بریا سره ډېره مرسته کولی شي. نوښت ان په ډېرو داسې برخو کې چې ښايي ډېری کسانو ته مهم ښکاره نه شي، هم د بریالیتوب سبب کېږي.
امریکایی « کېون پلنک» د فوټبالرانو لپاره د کمېس«شرت» په جوړولو کې نوښت وکړ چې نن یې له برکت میلیاردر دی.
نوموړی د ۱۹۷۲ زېږدیز کال د اګېسټ په ۱۳ نېټه د متحده ایالاتو د مریلنډ ایالت په « کېنسینګټون» سیمه کې زېږدلی دی. پلار یې د ځمکو کاروبار کاوه او مور یې د کېنسینګټون ښارواله وه چې وروسته د رونالډ رېګن د واکمنۍ پر مهال یې د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده واخیسته.
نوموړی د ټنبلۍ له کبله د جورجټون پراپرټي له ښوونځي څخه وایستل شو. د نوموړي د ټنبلۍ دلیل ښايي د فوټبال لوبه وه، ځکه له دې لوبې سره یې ډېره مینه درلوده او خپل ډېر وخت به یې پر همدې لوبې تېراوه. له دې پېښې وروسته یې هم له خپلې مینې سره سم فوټبال ته د یوې پوځي اکاډمۍ په ټیم کې دوام ورکړ.
د کالج تر بشپړولو وروسته د مریلنډ پوهنتون ته ولاړ. په دغه پوهنتون کې د زده کړو ترڅنګ یې سوداګرۍ ته هم مخه کړه. ده د سوداګرۍ ځینې کلنۍ پروګرامونه جوړول، د بېلګې په ډول به یې د والنټاین په ورځو کې ګلان پلورل. نوموړي له همدې لارې یوه اندازه پیسې پیدا کړې.
کېون چې خپله لوبغاړی و، د لوبو پر مهال د خولو له کبله د لمدو شویو کمېسونو له بدلونو خسته شوی و. نوموړي پر همدې موضوع تمرکز وکړ او د حللارې په لټه کې شو. دغه غوښتل د فوټبالرانو لپاره داسې کمېسونه جوړ کړي چې د خولې کېدو مخنیوی وکړي. په دې اړه فکر دی اړویست چې د خپلې سیمې له خیاطیو نیولې بیا د نیویارک د نساجۍ تر ښارګوټي پورې د خپلې فرضیې د عملي کولو لپاره پوښتنې او مشورې وکړي.
ده بلاخره د فوټبالرانو په کمېسونو کې د ښځو د زېرپراهنیو له موادو کار اخیستل غوره وبلل. د خپلې نیا د کور په تلخونه کې یې کار پیل کړ. د هغه اړیکو پر اساس چې له فوټبالرانو سره یې لرلې، هغوی ته به یې ویل چې د خپلو ټیمونو له مسئولینو د ده په لاس تولید شوي کمېسونه وغواړي، ځکه چې په میدان کې یې له لوبې سره مرسته کولی شي.
په همدې ډول یې کاروبار پرمختګ وکړ چې نن یې له برکته میلیاردر دی. د «Under Armour» په نوم کمپنۍ یې اوس په امریکا کې د سپورټ د وسایلو له مشهورو کمپنیو شمېرل کېږي.
فوربس مجله وايي سره له دې چې د پلنک پانګه نن تر بل هر وخت زیاته ده، خو ځان لا هم له خپلو سیالانو وروسته پاتې بولي. نوموړی خپل سیالان هم په بد نامه یادوي، مثلا اډیډاس احمق رقیب بولي او د نېک خو ان د نوم له اخیستو ډډه کوي.
د دې مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۱۰ نېټې د شمېرو له مخې د کېون پلنک پانګه څلور میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په امریکا کې ۲۰۱ ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د مریلنډ ایالت په لوترویل سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.