
چا له دېره اسماعيلخانه ، چا له اکوړې نه او چا له سرگودې نه خپل اذان وکړ. د دير والا لکه چې دانه نه ده خوړلې او که ټوغي وهلی اذان ترې نه راوځي
ترڅو به وژل کيږو؟ افغانستان بايد دا مساله له ملګرو ملتونو سره راپورته کړي. تاسو گورئ چې د دوی الفاظ مترادف خو مفهوم او معنی يې يوه ده
تر څو چې پاکستان يې مربي او ټوغي وهليو سياسي چرگانو ته د ښې درملنې وقايوي واکسين ورنه کړي زموږ سوله ناشونې ده. افغانان له مولانا نه هيله لري چې د ديني ارزښتونو درناوی وکړي، د چا استازی ولاسپوڅی او طرف واقع نه شي. زموږ له وينو تويولو لاس واخلئ!
که سړی کلام پاک ته يو ځغلنده نظر وکړي، نو شروع يې په حمد، ربوبيت، رحمان ورحيم شوې، خو ختم يې له دوو مکارو او مخيّلو جني وانسي شيطانانو شوې چې جني شيطان يې لومړی او انسي يې ورپسې ذکر شوی. دا ځکه چې له جني وابليسي شيطانه به ځان پر ايات کرسي ومعوذتينو او نورو ماثوره دوعاگانو او پر لمانځه وعبادت خلاص کړې، خو له انسي شيطانه ځان په هېڅ ځای او هېڅ حالت کې نه شې خلاصولی. په جومات کې به هم درسره څنگ پر څنگ ولاړ او څنگ پر څنگ ناست وي. په کوروکلي به هم درسره خوا پر خوا اوسي. په غم وپه ښادۍ کې به هم درسره وي او پر مړي به دې هم ولاړ وي.
هم به دې وژني، هم به درپورې خاندي او ملنډې وهي او هم به دې په ارامه نه پرېږدي. که يې وسله نه اخلې، نو هم په غم ککړ يې؛ که يې اخلې، نو هم په غم ککړ يې. تر هغه به يې يار يې تر څو چې د ساده توب درباندې ختمه وي او د دوی د شېدو غوا لنگه وي. کله چې شېدې پرې وچيږي او يا ودريږي او يا لږ په خود کېږې، نو بيا به دې مرگ همداسې يوه مبهمه معما او افسانه وي. څوک به وايی چې په خپل طبعي مرگ مړ شوی، څوک به وايی چې نري رنځ وهلی وو، څوک به وايی چی نه وژل شوی وو او څوک به يې قبر راڅپړي چې وگوري په رښتيا وژل شوی او يا نه؟ څوک به يې پر يو چا وراړوي او څوک به يې پر بل چا؟ څوک به يې په ژوند کې تر ټولو عاطفي ورځ وه او مرگ يې افغانانو ته يو الهام بولي، خو خپله به بيا له دغه الهامه گټه او تبرک نه اخلي.
د دېره اسماعيل خان ټوغي وهلی وايی چی موږ پر دې خبر يو چې طالبانو ځانته خپل نوی اميرالمؤمنين ټاکلی او له مخالفته يې خبر نه يو. د مشر ملا صاحب له مرگه خبر، خو د زوی او نورو له مخالفته بيا خبر نه دی.
د اکوړې ټوغي وهلی يا د ((دفاع کونسل پاکستان)) والا بيا له دواړو ډلو غوښتي چې خپل اختلافات پرېږدي او د مخالفينو دسيسي له مينځه يوسي او هم يې له ټولو ډلو غوښتي چې د ملا منصور ملاتړ وکړي.
د سرگودې نظامي تيوريسن مفتي اعظم بيا وايی چی دا يې په ژوند کې تر ټولو عاطفي ورځ وه. دا به ډېره سخته وي چې د ملا محمد عمر په څېر د ازادۍ جنگيالی بيا وموندل شي. دا به د راتلونکي افغان ځوان نسل لپاره د الهام سرچينه وي.
زموږ د افغان مهاجرينو کمېشنر او بيا ورپسې په کابل کې د پاکستان سفير تبليغي مهمند له يو لوري وايی چی پاکستان بايد له تېروتنو عبرت واخلي او خپل حکومت ته مشوره ورکوي چې نور بايد له لاسوهنې لاس واخلي، خو له بل لورې يې بيا زړه خوږيږي او تشويش ورسره دی چی د طالبانو ((موجوديت او هويت)) له گواښ سره مخ دی او طالبانو ته مشوره ورکوي چې سره متحد شي او په گډه ځانته يو مشر وټاکي.
اگر چې ښاغلي مهمند په خپله ليکنه کې پوښتنه طالبانو ته پوښتنه متوجه کړې ده چې ځواب يې ووايی او په دې هم باوري نه دی چی ملا منصور به طالبانو ته وفادار وي يا نه؟
خبره دا ده چې داسې برېښي چې ښاغلی مهمند لکه چې تقاعد اخېستی وي او د بيا تقرر تمه يې ختمه شوي وي. کنه داسې يو لوړپوړی چارواکی دومره سپينه پوښتنه چا ته متوجه کولی نه شي. خو په پښتو کې موږ يو متل لرو چې ((گيدړ چې زوړ شي، نو بيا د چرگانو له خوړلو توبه گار شي)).
طالب عبدالحی مطمئن وايی چې د ملا عمر د مړي خبر ځکه پټ ساتل شوی وو چې د دوی مرگ به يې ستونزې راوزېږوي چې په پټ ساتلو کې له کورنۍ او بانفوذه علماوو ترمينځ سلا شوې وه. دا هسې اپلتې دي. يو څوک چې دومره کولی شي چې د دفاع وزير يې په تاڼه کې وژني او دوه کاله وروسته يې قبر په کراچۍ کې راڅرگنديږي، نو د ملا عمر وژنه هم ورته کومه ستونزه نه ده. که طالب د هغې پوښتنه کړې وي، يا يې د ملا برادر پوښتنه ترېنه کړې وي، نو دا پوښتنه به ترې هم وکړي. له دې ټولو دا زباتيږي چې پاکستان په ټوله مانا په پوره واک واختيار سره د طالبانو واک واختيار په خپل لاس کې لري.
مطمئن زياتوي چې علماو فتوی ورکړې وه او مشوره يې کړې وه چې تر هغې به نه خپريږي چې تر څو دغه جهادي حرکت يو قوي حالت ته ورسيږي او د دښمن روحيه ضعيفه وي. داسې نه چې د ((امارت)) پر صفونو باندې ناوړه اغېزه ونه کړي. د هغو مشرنو د مصلحت له مخې دغه موضوع تر يوه وخته پټه ساتلې وه او په يوه مناسب وخت کې به يې اعلان کړي. پوښتنه دا ده چې دا څنگه علماء دي چې د ملا عمر د مړينې د پټ ساتلو فتوی ورکوي، خو د ملا عبيدالله اخوند او د ملا برادر په تړاو بيا چوپه خوله دي. ولې فتوی نه ورکوي؟
پوښتنه دا ده چې فتوی چا ورکړې وه؟ افغاني علماو او که پاکستاني علماو؟ که افغاني علماو ورکړې وي، نو بيا ولې پاکستاني سياسي، پوځي واستخباراتي مقاماتو يې اعلان وکړ؟
که پاکستاني سياسي ملايانو کړی وي، نو هغوی خو له مرگه خبر نه وو چې له مرگه يې خبر نه وو، نو بيا څنگه اعلان کوي؟ که خبر ول، نو بيا به يې حتمي د هغه جنازه هم کړې وي، نو بيا ورپسې غيابي جنازې ته څه ضرورت دی؟ هغه خو د کراچۍ په يو روغتون کې مړ شوی، نو ختمي به يې وارډ و ډاکټر هم روښانه او ټول ريکارډ به يې هم هلته ثبت وي.
که هر څوک خبر ول برابره خبره ده چې کورنۍ يې وي، که منصور او که پاکستاني ملکي ونظامي واستخباراتي مقامات او دا خبره يې پټه ساتلې وي، نو که کوم جُرم تر سره شوی وي، نو بيا خو به پکې ټول شريک وي چې ولې يې د دې جُرم خبر پټ ساتلی وو؟
نتېجه :
دا جنگ د فتوی پورې اړه نه لري او نه هېوادونه د ملا پر فتوی له چا سره جنگ کوي. که يې کولای، نو دې ملايانو خو په کشمير کې هم د جهاد فتوی ورکړې، نو بيا ولې پاکستان هلته هند ته مخامخ نه ورځي؟ البته موږ غريب او بېوسې يو کنه دې ټوغي وهليو به خوله نه وای خلاصه کړی.
په درنښت
سيدحسين پاچا
حميدګل : دملا محمد عمر په اړه څه وايي ؟
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39749
مولانا فضل الرحمن وايي ملامنصور سولې ته لېواله دی
http://www.pashtovoa.com/content/taliban-leadership-mullan-fazul-rahman-/2900601.html
طالبانو له ملا سميع الحق دمنځګړتوب غوښتنه کړې ده
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39748
مومند: پاکستان بايد افغانستان کې له تېروتنو عبرت واخلي
http://www.pashtovoa.com/content/pakistan-afghanistan-taliban-leader-/2900661.html
د پاکستان پخوانی سفير: د افغان طالبانو «موجوديت او هويت» له ګواښ سره مخ دي
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39727
طالبان: په تفاهم باور شته او لارې نه دي بندې
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/08/150807_ps-taliban-mutmain-interview-peace