
ګڼشمېر خلک له ناارامه خوب څخه سرټکوي، دا خپل لاملونه لري، چې باید مالوم شي او ځان ترې وساتل شي دښه خوب لپاره دخوب متخصصینو لس سپارښتنې کړې دي که چیرې یې په پام کې ونیسو کېدای شي دشپې له اړخه ښه خوب وکړو.
۱- هڅه وکړئ، چې هره شپه په ټاکلي وخت او ځای کې خوب وکړئ.
۲- هڅه وکړئ، چې هر سهار په منظمه توګه ورزش وکړئ، ورزش درسره په ارام خوب کې مرسته کوي.
۳- کولای شئ، هر سهار خپله قهوه وڅښئ، خو دورځې په اوږدو کې دوېمه او درېیمه پیاله مه څښئ، ځکه دا دشپې له اړخه ستاسې پر خوب اغیز پریباسي.
۴- که غواړئ، چې دورځې له اړخه یوه سترګه پټه کړئ دا باید د لږ وخت لپاره وي ،چې دشپې خوب مو اغیزمن نه شي.
۵- له خوب وړاندې غوړ او درانده خواړه مه خورئ، هڅه وکړئ،چې له خوب وړاندې ځینې ارام بښونکي فعالیتونه ترسره کړئ لکه دکتاب ، مجلې لوست .
۶- له خوب دوه ساعته وړاندې باید له څښلو ډډه وکړئ، ځکه دا مو بیا اړ باسي،چې شپې راپورته شي او تشناب ته ولاړ شئ ، خوب مو خرابیږي.
۷- له خوب وړاندې هغو ځایونو ته مه ورځئ،چې هلته رڼا ډېره تیزه وي ، دا مهال مو بدن متوجه کیږي، چې دمیلاټونین په نوم ماده تولید او افراز کړي دا ماده دخوب لپاره بدن چمتو کوي.
۸- کټ یا دخوب ځای کې مو پسته او نرمه کمپل هواره کړي، چې له خوب وړاندې او دخوب پرمهال د ارامتیا او دمې احساس وکړئ.
۹- هڅه وکړئ،چې دخوب په کوټه کې مو تلویزون نه وي ، دا ډېره مهمه ده، چې له خوب وړاندې بدن بایدارام شي.
۱۰- دورځې له مخه هڅه وکړئ،چې صحي خواړه وخورئ ، هغو خوړو ته پاملرنه ډېره کړئ،چې ویټامین B6 لري.
همدا راز هغه خواړه باید وخوړل شي، چې میلاټونین ماده لري ځکه دا دبدن په ارامتیا او دمه کې مهم رول لري ، میوه او سبزي هم په خوب کې مهمه ونډه لري.