په افغانستان کې ائتلافي ځواکونو په بريد کې د ملکي وگړو د وژنې ډيرښت

 
  د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) کله، چې په افغانستان کې د کرزي حکومت واک ته رسېدلى، اته کاله تيريږي په دې واټن کې په سلگونو او زرگونو ملکي وگړي د ائتلافي ځواکونو په بېلا بېلو بريدونو کې ، چې زياتره يې د استخبارتي ناسمو څرگندونو له مخې وژل کيږي او ځنې هغه مهال ووژل شي، چې مخالفين له يوځاى څخه په ائتلافي ځواکونو بريد وکړي او بيا د سيمې ووځي او ائتلافي ځواکونه د بريد ځاى په نښه کړي د کندهار په ارغنداب کې ائتلافي ځواکونو د شپې مهال پر ملکي کورونو بريدونه وکړ د ښځو او ماشومانو په گډون يې يو شمېر ملکي وگړي وژلي بله پېښه په کندهار کې ائتلافي ځواکونو په داسې ټونس بريد کړى، چې بادرنگ په کې بار و او د بازار لپاره يې لېږدول، چې ائتلافي ځواکونو پرې بريد کړى او نېږدې پنځه ملکي وگړي وژلي دي که د اته کالو راهسې د ملکي وگړو د وژنې سمه شمېره څرگنده شي نو څرگنده خبره ده، چې د زرگونو اوړي په دې سره پر ائتلافي ځواکونو د ولس باور ختميږي او طبعي ده، چې مخالفينو سره به ودريږي ځکه ، چې ملکي وگړي نه د حکومت دفاع کوي او نه د مخالفينو او په نه خبره او يا د ناسمو استخباراتي څرگندونو له مخې ووژل شي او يا د مخالفينو د سپر له مخې خپل ژوند له لاسه ورکړي که څه هم افغان ولس مشر کرزي څو ځله له ائتلافي ځواکونو غوښتي، چې د ملکي وگړو د وژنې څخه لاس واخلي خو ائتلافي ځواکونو د کرزي په خبره غوږ نه دى گرولى اوس، چې د کرزي په گډون يو شمېر کانديدان د ولس مشرۍ د ټاکنو لپاره راډگر ته شوي د يو کانديد په تگ لاره کې دغه خبره نشته، چې د ائتلافي ځواکونو د هوايي بريدونو سره، چې پر ملکي وگړو يې کوي څه چلند وکړي د دوى په تگ لاره کې د بهرنيو ځواکونو د شتون او يا د ويستلو په اړه څرگنده خبره نه ليدل کيږي که څه هم د ناټو نوي مشر څرگنده کړې، چې مونږ به افغانستان کې د طالبانو خلاف جگړه گټو خو دغه جگړه د ملکي وگړو په وژنې او تاوان سرته رسي ځکه ، چې دوى سره داسې څرگند پلان نه ليدل کيږي، چې د عملياتو پرمهال د ملکي وگړو د وژنې مخه ونيول شي د ناټو ځواکونه اوس په يو نوي پلان کارکوي، چې په افغانستان کې يو داسې مرکز جوړ کړي، چې له مخې يې د ائتلافي ځواکونو د عملياتو څارنه وکړي او ورځنۍ چارې وڅاري که څه هم په دې مرکز کې به څه کيږي لا څرگنده نه ده، خو يوه خبره څرگنده ده، چې د ملکي وگړو د وژنې په اړه ځانگړى پلان نه لري د هلمند، کندهار، زابل، پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې، چې مخالفين په کې زيات خوځښت لري د مخالفينو د وژنې په پرتله ملکي وگړي ډير وژل کيږي او ائتلافي ځواکونه هم په دغې سيمو کې ورځنيو عملياتو دوام ورکړى دى qadirandewal@yahoo.com