
۷. ډېر کله به مو لیدلي وي چې د لارې د بندېدو یا بلې کومې موخې لپاره چلوونکي تر دریو دقیقو ډېر درېږي، خو موټر نه مړ کوي. دغه کار نه یوازې دا چې ستاسې د تېلو لګښت زیاتوي، بلکې د موټر د ماشین د استهلاک سبب هم کېږي. له همدې کبله که غواړی چې د موټر لګښت مو کم شي، په هغو ځایونو کې چې تر دریو دقیقو ډېر درېږی موټر مو خاموش کړئ.
۸. په مناسب ګېر کې چلول او حرکت ورکول د موټر د تېلو پر لګښت زیات اغېز لري. د بېلګې په ډول که په درېیم ګېر کې په ساعت کې ۶۰ کیلومتره په چټکۍ حرکت وکړئ،د موټر لګښت به مو تر هغه حالت ۲۵ سلنه زیات وي چې په پنځم ګېر کې ولاړ شی.
۹. نورمال رېز او له بې ځایه زور وهل په ډډې کولو سره نه یوازې د موټر د تېلو لګښت کمولی شی، بلکې د ټایرونو په سالم ساتلو کې هم ګټه کوی. څېړنې ښيي که په سمه بڼه موټر وچلول شي تر ۳۰ سلنې پورې یې د تېلو لګښت کمېدلی شي.
۱۰. پر وخت د موټر د موبلینو بدلول د موټر ماشین ته د ګټې تر څنګ د تېلو د لګښت له کموالي سره هم مرسته کوي.
۱۱.کمپنۍ د موټرو لپاره یو مشخص سایز سلنګسر غوره کوي. تر هغه لوی یا کوچنی سلنګسر د موټر پر ماشین د فشار او د لګښت د زیاتوالي لامل کېږي.
۱۲. هېڅ وخت د موټر تر خاموش کولو وړاندې رېز مه ورکوئ. دغه کار هم د لګښت د زیاتوالي او هم د سلنډرونو د زړېدو لامل کېږي.
۱۳. موټر مو چې کله روښانه کړ، اړتیا نه شته چې څو دقیقې یې ځای پر ځای چالان پرېږدئ، نوي موټر داسې دیزاین شوي چې ان په سړه هوا کې هم له ګرمېدو پرته حرکت کولی شي.
۱۴. د موټر د رېز کچه هم پر لګښت اغېز لري. هڅه وکړئ د موټر رېز په یوه حالت کې وساتئ. د روښانه کولو پر مهال هم باید ډېر رېز ور نه کړل شي.
۱۵. څومره ژر چې کولی شی، سپکو ګېرونو ته ولاړ شئ.
۱۶. د موټرو د تېلو د لګښت په برخه کې فلتر مهمه ونډه لري. کله چې فلتر چټل وي د موټر لګښت ډېرېږي. څېړنې ښيي که د موټر فلتر چټل وي او په ۸۰ کیلومتر په ساعت کې حرکت وکړی، د هر لېتر تېلو په بدل کې به نیم کیلومتر کمه لاره ووهئ. مثلا که ستاسې موټر په یوه لېتر تېلو ۱۵ کیلومتره حرکت کوي، خو کله چې مو فلتر چټل وي، ستاسې موټر په هماغه لګښت ۱۴،۵ کیلومتره فاصله وهلی شي.
۱۷. موټر ته مو تېل سهار وختي یا د شپې واچوئ. تېل هم د بل هر شي په څېر په ګرمۍ کې منبسط کېږي. د ۱۸ سانتیګراډ تودخې د لوړوالي په صورت کې ۵۰ لېتره تېل تقریبا یو لېتر منبسط کېږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.