
د بریالیتوب د ارواپوهنې مخکښه څېره انتوني رابینز وايي هره ورځ زموږ په مخ کې زرګونه مڼې له ونو لوېږي، خو هغه شی چې موږ یې نه لورو« نیوټني» کتل دي. دی وايي موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې هر څوک په کې لویو بریالیتوبونو ته رسېدی شي. زموږ د هره یوه په شاوخوا کې د ښه ژوند د جوړولو او شتمنېدو لپاره ښايي ګڼ فرصتونه وي، خو ښه ژوند او بریا یوازې د هغو په برخه ده چې دغه فرصتونه تشخیص او له هغو څخه پر وخت ګټه پورته کوي.
امریکایی « جورج پيرېز» د خپل کار پر مهال د یوه فرصت تشخیص او له هغې ګټې اخیستنې میلیاردر کړ. جورج پیرېز په ارجنټاین کې په یوه تبعید شوې کیوبايي کورنۍ کې زېږېدلی. سره له دې چې په کیوبا کې یې ښه ژوند درلود، خو له تبعید وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شول. دی خپل والدین د سخت کار له کبله خپل هڅوونکي بولي.
نوموړی په ۱۹۶۸ کال کې د فلوریډا ایالت میامي ښار ته ولاړ او هلته یې د لانګ ایسلېنډ په پوهنتون کې زده کړې وکړې او وروسته یې له مشیګان پوهنتون څخه د ښاري پلان جوړولو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د ماسټرۍ له بشپړولو سره سم یې په میامي کې د ښاري پلان جوړونکي په توګه دنده پیل کړه. تر څه مودې وروسته یې په دې برخه کې د مشاورې لړۍ هم شروع کړه. په دغه وخت کې حکومت په میامي کې د کورونو د جوړولو لپاره له خلکو سره ډېره مالي مرسته کوله چې کولی شوی ارزان بیه کورونه جوړ کړي.
پیرېز وايي په همدې وخت کې یې تشخیص کړه چې دا د نوموړي لپاره یو فرصت دی چې باید ګټه ترې واخلي. له همدې فرصت په ګټې اخیستو یې کار پیل کړ. په لومړي سره کې یې د ارزان بیه کورونو جوړول پیل کړل. په همدې وخت کې د نیویارک د املاکو او جایدادونو له یوه مخکښ سوداګر سټېپن روز لېډ سره مخ شو.
دوی دواړو په ګډه د « د ريلېټېډ» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې په امریکا کې د استوګنیزو املاکو او جایدادونو له سترو کمپنیو شمېرل کېږي. د همدې بریالي کاروبار له کبله جورج پیرېز ځینې رسنۍ د میامي د اپارتمانونو پاچا بولي.
ریلېټېد کمپنۍ اوسمهال په لاس انجلس، لاس وېګاس، میامي، سنفرانسېسکو، ابوظبۍ، لندن، ساوپاولو او شانګهای ښارونو کې ودانۍ جوړې کړې دي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د ۹مې نېټې د شمېرو له مخې جورج پیرېز دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ځای لري.
ده واده کړی، څلور اولادونه لري او په میامي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.