د پښتو د ژورنالېزم په وده کې د ورځپاڼو رول

 
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) نن ورځ پښتو ژورنالېزم د پرمختگ په نوي پړاو کې دى. د افغانستان، پاکستان او د نړۍ په گوټ گوټ کې پښتو ورځپاڼې وخت په وخت خپريږي او خپل ارزښت يې له لاسه نه دى ورکړى په افغانستان کې لومړى ورځپاڼه د شمس النهار په نامه خپره شوه دغې ورځپاڼې پښتو برخه هم درلوده په ١٣١٠ لمريز هجري کال کې د وزير محمد خان مومند په ځانگړې غوښتنه په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼه په پښتو خپره شوه، چې وروسته هېواد ورځپاڼه، چې دولتي بڼه يې درلوده په پښتو او دري خپره شوه، انيس ورځپاڼه هم په پښتو اودري خپره شوه، چې د وخت په تېريدو د پښتو ورځپاڼو ته ځانگړى پام واوخت خو په افغانستان کې تردا مهاله داسې پښتو ورځپاڼه نه ليدل کيږي، چې يواځې پښتو وي دري ورسره خامخا وي د ننگرهار ورځپاڼه چې يو وخت اتحاد مشرقي په نامه خپرېده په ١٣٢٦ کې د ننگرهار د ورځپاڼې په نوم ونومول شول، چې د وخت د سياسي شرايطو په پام کې نيولو سره يواځې په پښتو خپره شوه، چې اوس هم خپريږي خو د ورځپاڼې نوم نه شي ورکول کيداى خو کوزې پښتونخوا کې پېښور کې وحدت ورځپاڼه، چې د جهاد پرمهال يې خپرونې پېل شوي ترننه د يوې سوچه ورځپاڼې په بڼه هره ورځ خپريږي، په کوئټه کې قدرت او ځلاند په نوم ورځپاڼې هم په پښتو خپرونې کوي په پېښور کې د وحدت ترڅنگ خبرونه او څه ناڅه هېواد ورځپاڼې هم د پښتو ژورنالېزم په ډگر کې راڅرگندې شوي دي، چې په دې وروستيو ٢٠٠٨ کال د نومبر په لومړنۍ نېټه د پښتون پوسټ په نامه نوې ورځپاڼې په خپرونو يې پېل کړې مونږ، چې د پښتو د ژورنالېزم په ډگر کې د پښتو ورځپاڼو بهير ته وگورو نو دې پايلې ته رسو، چې د پښتو ژورنالېزم په وده کې پښتو ورځپاڼو خپل رغنده رول لوبولى په کابل کې د کرزي د حکومت سره سم د رسنيو د قانون په چوکاټ کې د ويسا او نورو بېلابېلو ورځپاڼو په خپرونو پېل وکړو، چې تر دې مهاله هم په کابل کې داسې ورځپاڼه نه ليدل کيږي،چې يواځې په پښتو وي خو هغه ورځپاڼې، چې تر دري ترڅنگ پښتو برخه هم لري څه ناڅه قضاوت پرې کيداى شي او د پښتو د ژورنالېزم په وده کې ترې سترگې نه شي پټيداى که د پښتو ورځپاڼو خپرولو بهير گړندى وي نو هيله کيداى شي، چې په راتلونکې کې هم د پښتون ولس په پرمختگ کې پښتو ورځپاڼې ځانگړى ارزښت ولري په ورځپاڼو يوه عمومي نيوکه کيږي هغه دا، چې ورځپاڼې چلوونکي تل له اقتصادي ستونزو شکايت کوي، چې ټوله تکيه په سوداگريزو اعلانونو کوي ، خبرونو،تبصرو او ليکنو ته چندان ارزښت نه ورکوي. qadirandewal@yahoo.com