د کابل وروستۍ چاودنې د چا لپاره؟

 
د کابل وروستۍ چاودنې چې لومړۍ کښې د شاه شهید سیمه چېرته چې څو ځله امریکایې یرغلګر په دې سیمه کښې د هېواد د اتلو او زړورو مجاهدینو له لوري له منځه وړل شوي وو، ترسره شوله او د ډېرو په اند دا له دې ولس او دې سیمې څخه د یرغلګرو د غچ او انتقام لړۍ وه چې ولسي کورونه او عام خلک یې په نیمه شپه په خوب کښې په نښه کړل خود پېښو څېړونکي د دې خاصو طرحه شویو چاودنو تر شا د نوي امیر المومنین د کمپاین شور زوږ اوري او په دې اند دي چې د کابل د شاه شهید لومړنی چاودنې او ورسره سم د کابل دوهمه او دریمه چاودنې د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور د ټاکنې کمپاین دی چې امریکایانو او د کابل لاسپوڅو یې په لار اچولی دی.
دا چې ولې امریکایان او د کابل حکومت اخترمحمد منصور ته بمیز ټاکنیز کمپاین کوي ؟
نو د دې ځواب په دې کښې موندلی شو چې د جنګي طالبانو ډېره برخه د ملااخترمحمد منصور له مشر کېدلو سره مخالفه ده اونوموړي ته د امریکا او سي ای اې د غلي او پټ مخبر په سترګه ګوري او په دې پوهیږي چې اخترمحمد منصور د ملامحمدعمر د امر خلاف د قطر دفتر پرانیستلو او د سي ای اې سره یې غلي روابط درلودل اوس ملا اخترمحمد منصور د جنګي طالب ډلګیو د باور د تر لاسه کولو لپاره لومړی سوله په کلکه رد کړله او د جګړې غځولو هیله یې وښودله ورسره سمامریکایانو او د کابل حکومت د ده لپاره تبلیغاتي بمي کمپاین په کابل کښې ترسره کړ چې تر دې دمه دری چاودنې ترسره شوي دي.
د دې چاودنو له لارې امریکایان او کابل لاسپوڅی حکومت غواړي پر ملا منصور د جنګي طالبانو اعتماد زیاد کړي او پر هغوی باندې ملا منصور ومني تر څو د ملامنصور تر امارت لاندې د امریکایانو د خوښې پروژې پر مخ یوړل شي.
د شاه شهید د سیمې درنه چاودنه چې د عام ولس کورونه یې له خاورو سره خاورې کړي دي او ټول عام ولس ېې قرباني شوي دې د همدې کمپاین یوه برخه ده.
د کابل چارواکي د امریکایانو د همدې خونړي کمپاین په اړه خاموش دي.
اشرف غني د تل په څېر د ولس تر وژلو او زخمي کېدلو وروسته یو ځل بیا د معمول سره سم د شفاخانې په چکر ووتلو او زخمیان او مړو سره یې شناخت وکړ چې د نوموړي او ټولو دولتی چارواکو مسئولیت په همدې سره اداء شو.
د شاه شهید تر چاودنې وروسته د پولیسو بر اکاډمۍ برید او ورپسې د کابل په قصبه کښې بریدونه ټول له یوه ځایه سرچینه اخلي او د ټاکلي هدف د تر لاسه کولو لپاره پر مخ وړل کیږي.
د امریکایانو دا ډول بمیز تبلیغاتي کمپاینونه یواځې تر دې پورې محدود ندي
دوی مخکې هم د ټاکلو چارود پر مخ بېولو لپاره بېلا بېل بریدونه ترسره کړي دي.
چې د دې ځنې بېلګې مونږ او تاسې لیدلې او اورېدلي دي ،د عبدالله عبدالله پر کمپاین برید د دې لپاره دوی ترسره کړ چې د شمال ټلوالې او پلویانو ته یې څرګنده کړي چې طالبان د غبرګ عبدالله په کلکه مخالف دي او نه غواړي هغه واک تر لاسه کړي نو ځکه خو په کار ده چې تاسې هغه ته رایه ورکړی ،امریکایانو غوښتل له دې لارې هغه ته خواخوږي راجلب کړي.
له دې سره جوخت د ټاکنو په پړاو کښې په لرې پرتو سیمو کښې د طالبانو له لوري د غني د کمپاین سره اړینه مرسته کول د همدې امریکایانو طرحه وه.
د اشرف غنې د حکومت په لومړیو کښې د ګڼ شمېر چاودنو هدف دا وو او امریکایانو غوښتل چې مظلوم افغانانو ته داسې څرګنده کړي او افغان ولس تېرباسي چې اشرف غني په پاکستان فشار راوړی دی او له پاکستان سره ژور سیاسي مخالفت لري نو ځکه پاکستان چاودنو ته لاس بډوهلي دي او امریکایانو له دې لارې د امنیتي قرارداد او تړون موضوع پر دی چاودنو پټوله او د ولس پام یې بل لور ته ګرځولو په داسې حال کښې چې نه اشرف غني کومه قهرماني کړې وه او نه کوم داسې څه وجود درلودل.
د دفاع وزیر د ټاکنې او له پارلمان څخه د رایې او تائید د ترلاسه کولو لپاره په کندوز کښې طرحه شوی او پروژه یی جګړه د دې لپاره وه چې وکیلان زر تر زره د دفاع نومول شوی وزیر تائید کړي او بیا د همدې موخې لپاره پر پارلمان برید ترسره شو تر څو جناب وزیر صاحب عاجلا تقرر تر لاسه کړي ،امریکایان او لاسپوڅي یې د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره د هیچا په وینه تویولو صرفه نه کوي او د خپلو اهدافو لپاره هر جنایت کولو ته ژمن دي.
د کابل وروستي بریدونه هغه چې په نیمه شپه کښې په خوب ویده مظلوم انسانان هدف ګرځوي او وژنې یې یواځې امریکایي جنایت کېدلی شی
یواځې د پردیو سره د تړلو ډلو کار کېدلی شی
دا مفکوره چې عام ولس په خوب کښې په ظلم او وحشت سره ووژنه او په سلګونو مظلومان زخمي کړه د همدې اشغالګرو له لوري او د هغوی د برحاله لاسپوڅیو له لوري ترسره کیږي.
ښاغلی ولسمشره د چاودنې په ځای کښې له خپلې ګوډې پښې سره چکر وهل او یا د شفاخانې تر کټونو تاوېدل او لاس په سینه نیول له کومه وخته د ولسمشر یواځنی دنده شوله
ایا هغه ورځ د چې د چرګ په اذان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکولو همدا حالت باندې د فکر کړی وو؟
ایا هغه ورځ د همدې زخمیانو تصور کړی وو؟
هغه ورځ د همدا کنډواله شاه شهید ترسترګو شوی وو؟
نن ورباندې د تمساح اوښکې تویول او پر جسدونو ،زخمیانو او کنډوالو ګرځېدل کومه معنی لری؟
دا چې ما تاسې په خپل لاس امریکایی وحشت ته سپارلي یاست وګورم چې څه ډول یې وژلي او څه ډول یې له منځه وړي یی؟
هغه چې تا ورسره تړون لاسلیک کړ هغه نن د یو چا د ټاکنو لپاره لسګونه کابل ښاریان په خوب کښې وژنې او په سلګونو نور زخمیان دي او ته شکر کاږې چې د کنډواله کورونو په ړنګو او ویجاړو وګرځېدلې.
هغوی چې د امریکايي کمپاینونو له لارې ټاکل کیږي نور ولس پیژندلي دي د دی مظلوم ولس اهونه او سلګۍ به ان شاء الله د دوی د ذلت او رسوایی لپاره بس وي.