څيړنه: په کوروالي کې افراط دبدمرغۍ لامل ګرځي

 
دجنسي اړیکو یا کوروالي په اړه په دې وروستیو کې علمي څیړنه خپره شوې ده، په دې څیړنه کې مهمه خبره ددې اړیکو څرنګوالې ښودل شوې دی نه څومره والې. پردې سربېره څیړنه دا هم وايي : کوم کسان،چې په جنسي اړیکو/ کوروالي کې له افراطه کار نه اخلي دوی دنیکمرغۍ او خوښۍ احساس کوي.
دا څېړنه په امریکا کې ترسره شوې ده او دا یې ثابته کړې ده کوم میړه او مېرمن، چې وخت ناوخت جنسي اړیکې نیسي یا کوروالی کوي دوی دهغو په پرتله د نیکمرغۍ احساس کوي، چې په دې چاره کې له افراطه کار اخلي.
دهمدې پایلې د اثبات لپاره پوهانو له ۶۴ جوړې ( میړه او مېرمن) راوغوښتل، له نیمو څخه یې وغوښتل،چې جنسي اړیکې څو ځله زیاتې کړي او پاتو جوړو ته یې سپارښتنه وکړه،چې تاسې دخپل روټین له مخې جنسي اړیکې نیسي.وروسته مالومه شوه، چې لومړۍ ډله  د دوهمې هغې په پرتله دومره نیکمرغه او خوښه نه وه، ځکه دوی دپخوا په څېر له دې اړیکو خوند نه و اخستی.
دګارینګی میلون پوهنتون استاد جورج لیوینتچټن وايي : دخلکو مزاج هغه مهال ښه کیږي،چې نیکمرغه وي نه دا، چې دجنسي اړیکو په برخه کې کمیت ته پاملرنه وکړي ځکه که کله یو انسان جنسي اړیکو ته لېوالتیا نه لري غوره داده، چې ترې تیر شي او هغه مهال یې ونیسي،چې زړه وي ځکه دا دجنسي اړیکو پر څرنګوالي او کیفیت اغیز پریباسي.