د موټر د تېلو لګښت مو څنګه کمولی شئ؟!

 
لومړۍ برخه
 
ډېری هغه کسان چې اقتصادي وضعیت یې مناسب نه دی، د موټر د تېلو له لګښت څخه شکایت کوي. دوی غواړي چې د موټر د تېلو لګښت یې کم شي، خو ډېری د دغه کار پر لارو چارو نه پوهېږي یا یې لږ تر لږه فکر نه دی ورباندې کړی. په دې لنډه لیکنه کې به هغه تجربه شوې لارې چارې در وښیو چې تر ۲۰ سلنې پورې ستاسې د موټر د تېلو لګښت کمولی شي.
۱. څېړنې ښيي چې پر وخت د موټر د ماشین چک کول نه یوازې دا چې ستاسې د موټر د جوړوالي ضمانت کوي، د تېلو د لګښت له کموالي سره هم مرسته کوي.
۲. د تېلو د زیات لګښت تر ټولو عمده عامل د هوا د فلتر چټلوالی دی. کله مو چې د موټر فلتر چټل وي، ماشین ته هوا په سختۍ ورځي او پر ماشین د فشار له کبله د تېلو د زیات لګښت لامل کېږي. له همدې کبله سره له دې چې موټر د حرکت په حالت کې مصرف کوي، خو حرکت یې ورو دی او اړ یی چې د ګړندي کولو لپاره یې ډېر رېز ورکړی او پر ماشین فشار راوړی. په هغو سیمو کې چې سړکونه خامه او ګردجن وي، د موټر فلترونه باید ژر بدل کړی. دا یادونه باید وکړو چې د فلتر د بدلون لپاره مشخصه زماني فاصله د ماشین په کړنلارې او د موټر د تولیدوونکي شرکت په ډول پورې اړه لري.
۳. یو شمېر چلوونکي په خپل موټر کې داسې وسایل له ځان سره ساتي چې ګټه نه ترې پورته کوي. دغه کار نه یوازې د موټر د تېلو لګښت زیاتوي، بلکې پر ګېربکس د زیات فشار لامل کېږي. تر خپله وسه هڅه وکړئ چې په موټر پسې مو ټېله« ټالۍ» ونه تړی. که اړتیا وي، نو هڅّه دې وشي چې له نوي ماډل ټېلو ګټه پورته شي. دغه ډول ټېلې په ایروډینماکي ډول طراحي شوې دي. دا ټېلې داسې ډیزاین شوې چې لومړۍ برخه یې نازکه او وروستۍ یې لویه ده چې د حرکت پر مهال د ډېر احتکاک لامل نه ګرځي.
۴. پر هغو لارو چې موټر ګړندی ځي د ښیښو خلاص پرېښوودل د موټر د تېلو لګښت زیاتوي. تر دې غوره ده چې د موټر د سړولو لپاره مو له ایرکنډېشن څخه کار واخلی. تجربو ښوودلې چې د دویمې لارې لګښت کم دی؛ خو دې ته مو پام وي چې په مخ پورته کې د موټر ایرکنډېشن خاموش کړئ.
۵. د ټایرونو د هوا کموالی نه یوازې دا چې د موټر د سرعت د کموالي لامل کېږي، د موټر د تېلو لګښت هم زیاتوي. چلوونکو ته په کار ده چې نسبتا ژر ژر د خپلو موټرو د ټایرونو هوا چک کړي. پر دې سربېره زاړه او ښوی شوي ټایرونه هم د تېلو د زیات لګښت سبب کېږي.
۶. د غیرې معیاري تېلو کارونه پر دې سربېره چې د موټر ماشین ته مو زیان رسوي، لګښت یې هم زیاتوي. په موټر کې د معیاري تېلو کارول مو د موټر عمر اوږدوي او په دې ډول د تېلو د لګښت له کموالي سره مرسته کوي. د دغه کار بله ګټه د چاپیریال له ککړتیا مخنیوی هم دی.
نور بیا...
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.