ډېوېډ اېچ مرداک؛  په پور کړو پیسو له پیل کړي کاره میلیاردر شوی

 
لا هم له خلکو سره غالب فکر دا دی چې زده کړې او مهارتونه د شتمنېدو لامل کېږي. ډېری خلک په دې فکر دي چې د لوړو زده کړو او ځانګړو مهارتونو په وسیله د شتمنۍ دروازه پرانیستل کېدای شي؛ خو تجربو بیا بل څه ثابت کړي دي. د ډېری هغو کسانو چې شتمن شوي د ژوند له تجربو وروسته سړی دې پایلې ته رسيږي چې په ننۍ نړۍ کې د شتمنېدو اصلي راز زده کړې او مهارتونه نه بلکې نوښت او د ګواښ منل دي. هغه کسان چې له دې دوو بې برخې دي د شتمنېدو فرصت یې کم دی.
امریکایی « ډېوېډ اېچ مرداک» ښوونځی لا نه دی بشپړ کړی، خو نن میلیاردر دی. ډېوېد د ۱۹۲۳ زېږدیز کال د اپرېل په ۱۱ مه نېټه زېږېدلی. پلار یې بقال و او مور به یې د خلکو کالي مینځل.
نوموړي ښوونځی پیل کړ، خو د « dyslexic» یا نارسا لوست د ستونزې له کبله په ۹ ټولګي کې ناکام او له ښوونځي اخراج شو.
له ښوونځي تر اختراج وروسته د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا له پوځ سره یو ځای شو. د جګرې تر پای ته رسېدو وروسته کله چې ډیټریوټ ته راوګرځېد بې کوره او مفلس و. له یوه فرصت څخه په ګټې اخیستو یې د یوه تړلي رسټورانټ د اخیستلو لپاره ۱۲ سوه ډالره پور کړل. همدا رسټورانټ یې ۱۰ میاشتې وروسته په ۷۰۰ ډالره ګټه وپلوره.
وروسته اریزونا ایالت ته ولاړ او هلته یې لومړی د کور جوړولو او بیا د املاکو او جایدادونو کاروبار پیل کړ. په ۱۹۶۰ کال کې کله چې په دغه ایالت کې د املاکو مارکېټ له ماتې سره مخ شو، ډېوېډ لاس انجلس ته ولاړ او هلته یې خپل فعالیت ته دوام ورکړ.
نوموړي په ۱۹۸۵ کال کې د «Castle & Cooke» په نوم له ماتې سره یوه مخ کمپنۍ واخیستله. د دې کمپنۍ یوه فرعي څانګه چې اناناس او کېلې یې تولیدولې د د «ډولې فوډ» په نوم وه.
د کسټل او کوک برخه یې د املاکو، سوداګریزو او استوګنیزو جایدادونو پر یوه ستره کمپنۍ بدله کړه او ډولې فوډ یې په نړیواله کچه د مېوې او سبزیو تر ټولو ستره کمپنۍ کړه.
ډولې فوډ اوسمهال په ۹۰ هېوادونو کې ۳۰۰ ډوله مېوې او سبزۍ بازار ته وړاندې کوي او ۷۴۳۰۰ کسان ورسره کار کوي.
نوموړي په ۲۰۰۹ کال کې دا کمپنۍ عامه کړه، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې بېرته شخصي کړه.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د اتمې نېټې د شمېرو له مخې د ډېوېد اېچ مرداک پانګه دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه نوموړي د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ځای لري.
ده واده کړی، خو مېرمن او مور یې دواړه د سرطان په ناروغۍ مړې شوې دي.
نوموړی دری اولادونه لري او په لاس انجلس کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.