داسماعيل ،  يون  مه ټکنى کوئ !

                          
ماته کله نا کله پوښتنه پيدا شي چې ولې يو قوم خپل مشر ته ،  پرته له سجدې هرډول افراطي درناوي کوي ؟ ولې د يوه مشر په يوه غږ يواځې په کابل ښار کې په لسګونو زره  کسان راټوليږي  او بيا  ولې موږ   داسې يو  مشر پيدا نه کړ چې حتى څو کلي پرې راټول شي ؟
کله يې راته ځواب دا ښکاره شي  چې کېداى شي ، موږ دغه شان وړ کسان و نه لرو ، خو چې د نورو قومونو د مشرانو  په ماضي   نظر تير کړم  هغوى راته هم سپين نه ښکاري .  
اوس مې په ذهن کې دغې  پوښتنې ته يو بل ځواب سر راپورته کوي ، داچې څومره به سم وي څه نه شم ويلى ،  خو زړه ته مې ډېر رالويږي .
 هغه ځواب دادى  چى زموږ له وسه څه نه کېږي او نور چې څه کوي هغه راته د بيلابيلو دلايلو له مخې د زغم وړ نه وي .
زه اعتراف کوم چې دغه ځواب به ،  په ټولو برخو کې سم نه وي  ، خو د استاد اسماعيل يون په اړه راته سم ښکاري .
استاد ،  د تېرې جمعې په ورځ خپل ٣٣ چاپي اثار په داسې يوه ژبه  ټولنې ته  وړاندې کړل ، چې د معمولي معلوماتو د موندلو لپاره ،  د خلکو ورپسې سترګې وځي .
داسې يوې بېوزلې ژبې ته چې د څو زره  کلن تاريخ سره – سره يې ،  ټول اثار يو کوچنى کتابتون نه شي ډکولى .
 يون ، کتابونه چاپ کړل  د خپلې ژبې په بډاينه کې يې خپل رول ادا کړ خو بيا هم زړه يې صبر نه شو او دا ټول کتابونه يې يوځاى په وړيا توګه ټولنې ته وړاندې کړل .
 يون ، نه د کومې وسلوالې ډلې مشر دى ، نه کوم پهلوان دى ، نه کومې لښکرې لري خو په واړه کالبوت کې يې د زمري زړه په ټوپونو دى .
 
هغه په دغه شان يو چاپيريال کې چې د وزيرانو ، واليانو او ډېرو مهمو کسانو ژوند په کې خوندي نه دى ، د ټلويزيون په پرده د خپل مظلوم ولس په پلوۍ  د هغه چا پروړاندې مورچله نيسي چې هرڅه يې له لاسه پوره دي .
څه فکر کوي ؟ په يون خپل ژوند ګران نه دى او يا  هغه کوم د مرمۍ ضد انسان  دى چې هيڅ شى پرې تاثير نه کوي ؟
استاد يون ، په هغه وخت کې چې د کابل ښار په هره کوڅه کې د مرګ قاصد ولاړ و ،   توره لته يي کڅوړه به يې په لاس کې وه ، وچې  شونډې به پلى  ګرځيده او هغه معلومات يې راټولول چې نن يې تاسو د هغه په اثارو کې ګورئ او له مخې يې د خپل هېواد او فرهنګ لوټونکي پېژنئ .
 
يون ، په پېښور کې و ، خو غلى ناست نه و،  د هيلې مجلې له لارې يې  د خلکو دردونه ښکاره کول . 
يون ، په کابل کې و، غلى ناست نه و ، د داسې ژبې بچيان يې  روزل چې دوزخيان بلل کېدل . 
يون ، په حکومت کى دى خو غلى ناست نه دى ، د راډيو او ټلويزيون له لارې هغه حقايق راسپړي چې څوک يې د اورېدو جر ئت نه لري .
 يون ، په حکومت کې دى خو دادى خپل ٣٣ ګټور اثار يې ټولنې ته وړاندې کړل .
 خو په خواشينۍ سره چې  په همدغه (  اسماعيل )  پسې چې هميشه په ( يون )  کې دى  او يوه لحظه ارام نه دى ناست  ځينې کسان  مقدس قلم راپورته کوي او د ستاينې په ځاى ورپسې سپکې سپورې ليکي .
سپکې سپورې به  هم موږ د بيان د ازادۍ تر تعريف لاند ې په پټو سترګو تېرې کړو ، خو  د همدې ازادۍ په رڼا کې  له دغه شان جنابانو  پوښتو چې :
 ستا سپکې سپورې او نيوکې په ځاى دى ، خو ګرانه ! يون  خو درته دومره کارونه وکړل اوس ته ووايه چې تا دې ملت او ژبې ته څه کړي ؟  
که دغه شان ليکوالانو نه وپوښتو چې :
ګرانه !
 ستا په هېواد کې قاتلان ، هغه خلک چې په کانټينرونو کې انسانان خوسا کړل ، هغه خلک چې په سرونو يې پولادي ميخونه ټک وهل ، هغه خلک چې په ژوندوني يې ژبې پرېکړې ، نوکان يې وويستل ، عام وژنې وکړې او ...  سرې سترګې ګرځي ، ځانونه د دموکراسي بنسټ ايښودنکي ګڼي ،  له دولت او ولس نه امتيازونه اخلي ، ايا استاد   يون له دې ټولو بدتر دى ، چې همده پسې مو راخستې ؟
 
يون ، د يوه انسان په توګه حق لري ، ژوند وکړي ، د خپل علم له برکته حق لري په ښه څوکۍ کار وکړي ، د عزت ژوند وکړي ، دغه حق ورته قانون ورکړى ، ولې يې ترې اخلي ؟
يون ، لکه چې ټول يې پېژني وسلوالې ډلې او لښکرې نه لري ، که څوک په کې کومه ګناه ويني لاړ دې شي مخامخ دې ور ته ووايي ، يوې غونډې ته دې را وبلي .
په   سپکو سپورو    ليکنو  پرته له دې چې خپل ځانونه سپک کړئ  ، نور څه جوړېږي  ؟   دغه شان بېځايه ليکنه په بهتان او غيبت کې شمارل کېږ ي او په دواړو يې مرتکب ګناه ګاريږي او غيبت  خو د قراني حکم له مخې لکه د خپل مړه ورور د غوښو خوراک دى ، ايا تاسو دې چمتو ياست چې د خپل مړه ورور غوښې وخورئ ؟
 ګرانو !
 زما په اند هغه څوک چې رښتيا ليکوالان وي ، په داسې يوه حالت کې چې هره ورځ يې د ولس وينه زبيښل کېږي ، د تباهۍ کندې ته روان دي ،   سپکو سپورو او د شخصيتونو ترور ته وخت نه لري ، او دا کار يې وجدان يې نه مني .
 جنابانو !
زموږ ژبه ډېره بېوزلې  ده ، له هرې خوا پرې ګوزارونه کېږي ، که خپله ورته کار نه کوئ ،  نور خو پرېږدى .
 يون ، يو عادي انسان دى ، احساسات لري ، زړ ه لري  هسې نه زړه يې له خپله قوم او ژبې تور شي ، د خوشحال بابا خبره يې په زړه وګرځي : (( زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده ؟     په اور وسوځه دا تورې قلمونه . ))
نا هيلى شي او قلم له ګوتو وغورځوي .
درنو لوستونکيو !
زما عادت شايد ځينو ته معلوم وي ، تر اوسه مې د هيڅ شخص ، ډلې او نظام په تعريف کې ليکنه نه ده کړې ، ځکه دغه شان ليکنې مطلبي وي ،  وجدان مې نه مني چې دغه شان يو کار وکړم .
خو د استاد يون په اړه دا ليکنه ځکه کوم چې هغه اوس يو ملي شخص دى ، که د نورو وسلوال اتلان کېداى شي نو د موږ فرهنګي شخصيت ملي کېداى نه شي ؟
دغه ر از ، له دې ليکنې مې مطلب دادى چې خپل هغه ليکوالانو ته چې د استاد يون په اړه ، ناوړه ليکنې کوي پيغام ورسوم چې د غيبت او بهتان له ګناه ځانونه وژغوري ، قلم د حق اواز پورته کولو لپاره وچلوئ د ولس  اړتيا او د ليکوالانو خير په همدې کې دى .

په اخره کې استاد يون ته د ګران ملګري نور محمد لاهو يو شعر ډالۍ کوم :
 
           سر  او جيلخانه
د ګل ونې تنې سر دې څه شو وايه ؟
پاڼو غږ را باندې وکړ :
 هغه تاسو زنداني کړ
د مارانو جيلخانه کې 
اوف !ګناه يې څه وه پاڼو !؟
هغه ځوان و او ډېر ښکلى