 
        	    
                    
                                    
                                                 
ولسمشر حامد کرزي ، پرون  ( دغويي ١٤مه )  راتلونکيو ټاکنو ته خپل او د دوه مرستيالانو نومونه ثبت کړل .
 کرزي ، د لومړي مرستيال په توګه مارشال فهيم او د دوهم مرستيال په توګه يو ځل بيا کريم خليلي غوره کړ . 
 که څه هم د کرزي خبرو له مودو راهيسې وزن بايللى دى او دا ځکه چې خبرې او عمل توپير لري ، خو دا ځل بياهم خلک ورته په تمه وو. 
 و ګورئ ! 
کله چې دلومړي ځل لپاره د خلکو په رايو ولسمشر شو نو ويل يې  چې دا ځل به يې حکومت مصلحتي نه وي او يوه مسلکي کابينه به جوړوي . 
 خو وروسته په دغه مسلکي کابينه کې يې  بيا نظامي افسر تورن اسماعيل خان د اوبو او برېښنا وزير کړ . 
ولس داسې فکر کاوه چې کرزي به له تېرو ټاکنو ډېر څه زده کړي وي  او په دې به پوه شوى وي چې دکريم خليلي معاونيت دده لپاره د هزاره ميشتو سيمو او د احمد ضيا مسعود معاونيت د پنجشير او نورو سيمو په رايو ګټلو کې کوم مثبت اغيز ونه کړ . 
بلکې په يادې شويو سيمو کې رايې د محقق او يونس قانوني صندوقونو  تويه شوې . 
 خو دادى يو ځل بيا کرزي يوه هېښنده پرېکړه وکړه . 
 موږ په هېواد کې ميشتو ټولو قومونو ته په درنه سترګه ګورو او له نورو هم ورته تمه لرو ، خو موږ سره داسې نه کېږي . 
 وګورئ ! 
په يوه ملک کې د ولسمشر مرستيال د دوهم ولسمشر په ماناوي ، يانې د ټول ملت د حقونو د خونديتوب مسووليت لري . 
 خو کله چې کريم خليلي  تېره اونۍ په کابل ښار کې په يوه غونډه کې چې شاوخوا ٣٠٠٠ شيعه او هزاره وروڼو په کې ګډون کړى و ، خپلې  لاسته راوړنې بيانولې نو غټ ټکي يې داوو  چې څو کاله مخکې شيعه او هزاره چا نه پېژندل او اوس يې ټوله نړۍ  پېژني او...
مطلب داچې هغه د خپل قوم او مذهب پلوي کوله او ځان يې همدوى پورې نښتى باله نه ټول افغان ولس پورې . 
 همدارنګه مارشال صاحب فهيم پسې هم تراوسه د يوه ولايت او ډلې نوم ټينګ نښتى دى او کله خو حتى له نورو سره حساسيت هم ښيي .
 و ګورئ ، دوه کاله وړاندې ، د وږي په ١٨مه ،  د کابل په غازي لوبغالي کې د شهيد اونۍ لمانځل کېده  
حامدکرزي لا خپلې خبرې پوره کړې نه وې چې يو شور جوړ شو ، د احمد شاه مسعود او   امان الله خان عکسونه په ډبرو وويشتل شول . 
 مارشال  فهيم پرته له دې چې ځان په خبره پوه کړي  يو خبريال ته يې وويل چې  د کونړ او جلال اباد خلکو ډبرې وويشتې او ګډوډي يې جوړه کړه .  
 خو وروسته معلومه شوه ، چې داکسان هم چې تعداد يې  شاوخوا٤٠٠ ته رسېده د کونړ او جلال آباد نه بلکې د مارشال صاحب د سيمو وو .
دغو کسانو غوښتل   په زوره غونډې ته ننوځي او چې امنيتي ځواکونه يې مانع شول نو زړه يې په  غازي امان الله خان تش کړ ،  د هغه عکس يې وويشت او بيا کومه ډبره د مسعود په عکس هم ولګېده .
 موږ دا حق نه لرو چې ولسمشر کرزي نه د مرستيالانو د غوره کولو واک واخلو ، دا واک اساسي قانون ورکړى دى .
خو دومره حق لرو چې ورته ووايو چې داسې مرستيالان يې بايد ټاکلي وى چې د ټول ولس استازيتوب يى کولاى شوى . 
 په هرصورت ، کېداى شي د رعيت  ډېر زغم  کرزى صاحب   غره او د زغم کونکيو پروړاندې بې تفاوته کړي وي . 
 که په ياد مو وي ، کله چې بهرنيو ځواکونو د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې دواده مراسم بمبار کړل او نږدې ٥٠ کسان يې شهيدان کړل نو ولسمشر کرزى يې دعا ته ولاړ . 
 هلته پر ځاى ددې چې خلک ورته ووايي چې ته زموږ واکمن يې ، زموږ د ساتنې مسووليت لرې  او بايد ددې وژل شويو کسانو ځواب ووايي نو يوه تن وويل چې زموږ ټولو شينوارو رايې ستا شوې . 
 دادى له يادو شويو ستونزو سره – سره ، کېداى شي  بيا هم  ټولې رايې دده شي .  
موږ هميشه خپلو مشرانو ته په درنه سترګه ګورو خو افسوس چې د هغوى چلند معکوس وي .
 په ولس سوداګري کوي او دغه لنډۍ سړي ته ور په زړه کوي چې : 
     عالمه مينه ، مينه نشته      سوداګري ده يو په بل يې خرڅوينه 
    
                                                                                 يادښت :                                                                              
تبصرې ازادې دي ، خو دکلام عفت شرط دى .
 
                  
 
             
            