
زمری ۱۷ ۱۳۹۴
د تیرې جمعې پیښې په کابل قیامت جوړ کړ. دې قیامت په سلګونو انسانان شهیدان و ټپیان کړل، په وینو او باروتو یې ولړل، کورونه یې ور وران کړل او… دغه جنایت میندې، پلرونه، خویندې، ورونه، بچیان او ریښتینې انسانان وژړول. دا جنایت، چې نه لومړی جنایت دی او ښایي وروستی جنایت هم نه وي، ډیرو کسانو وغندلو. خو یوه عجیبه او دردوونکې خبره دا ده چې زموږ حال دومره بد شوی، دومره بدمرغه شوې یو چې د افغانانو یو مشهور قاتل او غله عبدالرسول سیاف هم جرات وکړ او راپورته شو اود دې پیښې په غندنه یې خوله خلاصه کړه او د تمساح اوښکې یې توی کړې. دغه کس، داسې یو عمل وغندلو چې یووخت ده پخپله، کټ مټ همداسې کړنې ترسره کولې او هغه ته یې (جهاد) ویل. په افغان وژنه کې یې توره ږیره سپینه کړه. پرې میلیاردر شو. بیا یې د قومی و مذهبي کرکې اور بل کړ. کابل یې د ارواو په کور بدل کړ او…
کیسه ده، وایي چې، یوه ورځ یو لاروی په سړک روان و چې یوه واړه سپي پرې ناڅاپه ټوپ کړل او په دا پنډۍ یې وداړلو. لاروي خیز کړ او د سړک له غاړې یې یوه غټه تیږه راپورته کړه. خو سړي د دې پرځای چې دغه وړوکی سپی وولي، تیږه یې راواخیسته او یو څو ګامه اخوا یو زوړ کوټه سپی یې پرې وویشت چې په یوه غټ هډوکي په چوپه خوله اخته و. یوه بل سړي چې دا حالت لیده په لاروي یې غږ کړ چې سړیه دا څه کوې؟ ته خو دې واړه سپي وداړلې بیا هغه زوړ سپی دې ولې وویشت، هغه څه در کړي وو؟ لاروي ورغبرګه کړه: دا کار یې له زاړه سپي زده کړی، که دې زاړه سپي خلک نه داړلی، واړه سپي به کله هم دا کار نه وای کړی.
نن عجیبه ده چې داسې یو څوک داسې خبرې کوي، چې د پردیو په پیسو و فتواوو په افغان وژنه اووطن ورانولو کې زوړ شو. د عربو کوڅه ډبي انسانوژونکي یې افغانستان ته راوبلل او وپالل چې اخر یې افغانستان په نني حالت اخته کړ. د افغانستان غمیزه، د مرګ او ورانکارۍ یو سریال دی. سیناریست و ډایرکټر یې یو دی. یوازې کرکټرونه او کله یې هم رولونه بدلیږي. د همدې مرګ و ورانکارۍ سریال یو مشهور لوبغاړی همدا کس و. نن د ده شاګردانو د هغه رول په غاړه اخیستی دی. خو، دی اوس هم د مرګ و ورانکارۍ سریال لوبغاړی دی مګر یوازې یې رول بدل شوی. پرون یې وینې بهولې، وطن یې نړولو، خو نن، دغه د مرګ او غلا ډایناسور، د خلکو وینه تویه کولای نه شي بلکې هغه زبیښي. انسان وژنه، بیا هم انسان وژنه ده. که هر وخت ترسه شي. که هر څوک یې ترسره کړي او که په هره وسیله او طریقه یې ترسره کړي.
د دغه پیښې او په افغانستان کې د ټولو ننۍ او پرونۍ انسانوژنو او ورانیو مسوولینو د محاکمې او سزا په هیله.