اسماعيلي فدایان(ځانمرګي) او د خلکو وېره:

 
اسماعيلي (ترهګرو) د خلکو په مينځ کې دومره لوی وحشت رامنځ ته کړى ؤ چې ډېرو مشرانو او حاکمانو له خپل ژوند څخه لاسونه مينځلي وو او د هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ارامۍ او اسودګۍ احساس نه شو کولى، که چا به په خوب کې وليدل چې سپى بريد ورباندې کوي، نو د خوب ليدونکى به خپلو خپلوانو له کور څخه بيديا ته نه پريښوده او د ده د وتلو مخه به يې نيوله، ترڅو غونډو او نورو ځایونو ته ولاړ نه شي، خو کله به چې د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره مسجد ته ولاړ نو هلته به ترور شو.
دا شان که د حکومت کوم چارواکي به خوب وليد چې پيغمبر(ص) یا امام حسين(رض) د کربلا شهيد يې ځان ته ورغواړي، نو چارواکی به له ويرې څخه له خپل کور څخه بهر ته نه وتلو خو بيا هم د غوښتنلیک او يا د څه بلې پلمې په ويلو به (ترهګر) کور ته ور د ننه شو او هغه به يې ترور کړ.(فرقه اسماعيليه ص ١٦٣-١٦٤)
که چا به د اسماعیلي باطني ملحدانو نوم واوريده او يا به يې په سترګو وليد، لکه ليوه او يا اژدها يې چې ليدلى وي. کله به چې کاروانونه او مسافر د اسماعيليانو له سيمو څخه تيريدل نو اسماعيليانو به سخت مزاحمت ورته کولو اوله سخت ډار او ويرې سره به مخامخ وو، خو له هغو سيمو څخه به چې په خير سره تير شول نو مسافرو او کاروانیانو به خپلو خپلوانو ته په ليکونو کې ليکل، د ملحدانو له غره او د کافرانو له خاورې څخه په خير سره تير شوو. (فرمان رواى الموت ص ٩٦)
 اسماعيلي باطنيانو لوى لوى خلک په ډېرو عجيبو کړنو(تکتيکونو) باندې ويرول د بېلګې په ډول: يو ځوان چې د محصل په توګه يې د نورو محصلينو سره يو ځاى د امام فخررازي څخه زده کړې کولې، وروسته له درس څخه يې په خپل استاد باندې بريد وکړ او تحديد يې کړ چې بيا د دوى(اسماعيليانو) په باب تيزې او تُندې خبرې ونه کړي او اخطار يې ورکړ چې بل ځل به ووژل شي.
دا ډول يو بل کس چې ظاهراً د سلطان سنجر خدمتګار ؤ د ده د خوب پر ځاى کې يې خنجر وهلى ؤ او پيغام يې ورکړى ؤ چې دغه خنجر موږ ستا په سينه کې هم وهلى شو... . وروسته له هغې سلطان له خپلې ويرې څخه د دوى سره سولې ته راضي شو.(اسماعيليه ص ١٥)
د ملک سنجر ويرول وروسته له هغې وو چې دوه لښکر يې د اسماعيليانو د کوهستان او طبس کلاګانو د له مينځه وړلو لپاره ليږلي وو، لُمړي لښکر په کال(٤٩٤،ق) کې د طبس د کلا ديوالونه وران کړل او ډېر اسماعيليان يې ونيول او وروسته له درو کالو يې دوهم ځل بيا حکومتي لښکر چې د خراسان ډېر عام خلک هم ورسره يو ځاى شوي وو ورليږلي ؤ، ډېر شمير اسماعيليان يې ووژل او ډېر یې ژوندي ونيول، دا شان يې د الموت پر کلا هم حمله وکړه او ډېر باطنيان يې ووژل. (سلجوقيان ص ١٣٤)
د مصر د اسماعيلي فاطميانو څخه لکه د نورو باطنيانو په شان خلک په ويره کې وو، تر دې چې د دوى خپل پيروان به هم له دوى څخه ويريدل، سيد رضىَ چې د مصر فاطمي خليفه په ستاينه(مدح) کې يو شعر ويلى ؤ وروسته له هغې چې عباسي خليفه عباس القادر بالله ورباندې خبر شو او د نوموړي شاعر پلار ابو محمد موسوي چې د عباسي خليفه سره يې لوړه دنده درلودله او سيد رضىَ ته يې هم لوړ منصب ورکړى ؤ، خليفه د شاعر له پلار څخه پوښتنه وکړه: ولې ستا زوى زموږ دښمنان په خپلو شعرونو کې ستايي؟ ابو محمد موسوي خپله بې خبري وښودله، نوموړي خپل زوى راوغوښت او پوښتنه يې ترې وکړه خو سيد رضى انکار وکړ، بیا سيد رضىَ ته خپل پلار وويل: چې داسې ده نو خليفه ته ليک وليکه او وروسته له بخښنې څخه د مصر فاطمي خلافت نسب دروغ او هغوى دروغجن وبوله او شاهدي ورکړه. سيد رضىَ خپل پلار ته وويل زه دا کار نه شم کولى ځکه چې د مصر له خليفه او د هغه له داعيانو له (ترور)  څخه ډاريږم. پلار يې وويل: ته له هغه چا ډاريږې چې ستا او د هغه په مينځ کې شپږسوه فرسنګه[1] واټن دى او عباسي خليفه چې ستا او د ده تر مينځ يوازې سل (ذراع[2]) واټن دى نه ډاريږي. (اسماعيليه ص ٦٤)

١- يو فرسنګ تقريباً د شپږو کيلو مترو سره سمون خوري.
٢- ذراع د لاس د څنګلې د نيولي ګوتو تر سر پورې.