دتاریخ له پاڼو: ارواښاد موسی شفیق

 
"کله به مې په خاورو او خټو څملاوه او کله به مې له یوې خواه بلې خوا ته کشاوه. ما نه غوښتل چې ژر مړشي، په پښو یې د تومانچې له ډز سره وینې راغلې او لکه یو زخمي مار زما تر پښو لاندې بې حاله پروت و. په هر څو دقیقو کې به مې یوځل کلاشنکوف له برچې سره د هغه سترګو ته ور ووړ او هغه ته مې کنځلې او فحش ویل. بل ملګري مې په تمسخر سره و وېل چې باید له صدراعظم صاحب سره له انسانیت نه کار واخستل شي، که وژل کېږي هم باید په ادب او عزت سره و وژل شي او بیا مو دی په ټپی حالت سره تر لغتو او سوکانو لاندې ونیو. ده موږ ته ډېر عذر وکړ چې ما مه وژنۍ خو تر څو ساعتو ورسته مو د کابل هوایي ډګر ته منتقل کړ او پر سر مو په تومانچه و ویشت، مرمې یې له سره هاخوا وه وته او یو عظیم انسان را ونړېد."
دا د عزیز اکبري چې د ترکي او حفیظ الله امین په وخت د اګسا معاون و او خلیل الله چې روسانو د جنرالۍ په رتبه ونازو او د کارمل په وخت کې بیا د دفاع وزارت مرستیال و ټاکل شو د خولې بیان و چې په فخر او خوند به یې د دې شکنجې او وژنې کېسه کړه. دا مظلوم شهید و څوک؟
هغه سړی چې د امریکا د کولمبیا، مصر د الازهر او هاروارډ پوهنتون نه یې ډګریانې راوړې. اوس یې مورخین د افغانستان په تاریخ کې د خوځنده او با تدبیره شخص په نوم یادوي. په کم وخت کې یې وکولای شول چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مسیر له انحراف، سقوط او نېستۍ نه وژغوري. ولسي جرګې سره یې د حکومت خرابې اړیکې جوړې او تقنیني چارې یې ګړندۍ کړې. په نه ستړکېدونکې ډول یې د هلمند اوبو پر سر د ایران او افغانستان اوږدې لانجې ته د پای ټکی کېښود. د دغه موافقه لیک پر سر د د کمونیستي ډلو له سخت سلیقوي او سیاسي فشار سره مخ شو. عبدالغفار فراهي کېسه کړي چې "ما ورته و وېل: دلته ډېر صدراعظمان تېر شول یو هم دومره بېړه او منډه ونکړه ته ولې داسې ګړندی خوشې یې؟ ده خپل وچولی په ګوتو کش کړ او له سترګو یې اوښکې راغلې او ځواب کې یې وېل... همدا علت دی چې افغانستان وروسته پاته دی. ما فېصله کړې چې د افغانستان ټولې ستونزې به حلوم. د پښتونستان ستونزه هم د افغانستان د ګټو په چوکاټ کې حلوم...." هو! دا مظلوم او په وطن مېن شخص د وخت شهید صدراعظم موسی شفیق و.