
د میدان وردګو والي د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې په همکارۍ د دغه توکو د کر او استعمال پر ضد کمپاین د ښوونځیو څخه پیل کړ او په همدې لړ کې یې نن ( ۵ شنبه ) د دغه ولایت په مرکز میدان ښار کې د اول بابا لیسې له زده کوونکو سره ولیدل .
د دغه کمپاین په ترڅ کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس ذبیح الله فضلي زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د نشه یې توکو د زیانونو په اړه دوی ته معلومات ورکړل .
نوموړی همدا راز زده کوونکي د دغه توکو له بېلابېلو ډولونو څخه هم خبر کړ .
د میدان وردګو والي حیات الله حیات د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزې ادارې څخه مننه وکړه چې بېلابېل معلومات یې له زده کوونکو سره شریک کړل او زده کوونکو ته یې لارښوونه وکړه،چې خپل زدکړي معلومات دې لومړی له خپلو غېر حاضرو ټولګیوالو سره شریک کړي او له هغې وروسته دې یاد معلومات پخپل کور کې شریک کړي .
ده وویل که د کوم زده کوونکي د کورنۍ غړی په نشه یې توکو روږدي وی،دوی دې په ټول توان سره هڅه وکړي،چې هغه د نشه یې توکو د استعمال څخه وژغوري .
د میدان وردګو والي همدا راز د زده کوونکو څخه په بېلابېلو برخو کې پوښتنې هم وکړې او د زده کوونکو د پیاوړتیا له امله يې خوښي ښکاره کړه او د دوی راتلوونکې یې روښانه وباله .