غــــــزل

ښـــه وه خــو رسوا وه ګــــډه وډه شوه
دا دزړه ســــودا وه ګــــډه وډه شـــوه
 
نور راته په سترګوكې حال نه وايـي
دا يې ښه ادا وه ګـــــډه وډه شـــــوه
 
زړه مې د حسرت په اوښكو ولمبل
ژوند راته ښكلا وه ګډه وډه شوه
 
زه به دې په زړه كې لارې وكړمــه
د ا مــې مدعــا وه ګـــډه وډه شــوه
 
خد ايزه چې دعا كه يې ښېرا وكړه
زه وايــم دعـــا وه ګــــډه وډه شــوه
 
زيارمل وردګ