غــــــــزل

زړه دركوم جانانه زړه مې راكړه
د محبت خواږه ترخه مې راكړه
چې مو شي مينه په نفرت بدله
چې مې دركړي هغه څه مې راكړه
***
كه دې زما مينه  په زړه كې نشته
زما په ليدو دې زړه ډوبيږي ولې؟
كلـــه چـــې تا ســـــره خـــــبرې كــوم
له مانه سترګې دې شرميږي و لې؟
***
جا نانه پرېږده ستا ګيلې نه منم
مــــنم ســـــتا دا بها نـــې نــــه منم
راځه چې جوړه كړو د نيا د مينې
ســــتا ددروغـــوافسا نې نه منم
***
جانانه څه وايــــــــې چــــــې څــــــــه غواړمه ؟
ستا سوركې شونډې سپينه خوله غواړمه؟
نـــــــه نــــــــــه جانانه اشـــــــتباه دې كــــړې
كه ته داوايــــــــــې نــــــــو خطا دې كړې
***
زه خومئين يم په ښكلا مئين يم
ته ډېره ښكلې يې په تا مئين يم
زه لـــــــــه خوښيو نه لــــمن ټولوم
بس زه مئين ستا په خندا مئين يم
***
جانا نـــــــه نه ده زما د وس خبره
چې كله سترګې كله زړه غواړمه
يا مې بايللي چې ستا مينه كې دي
لــــــــه تا نـــــــه بېرته هغه څه غواړمه
***
ما زړه دركـــــــړى درنه زړه غواړمه
ستا په زړكي كې اوسېده غواړمه
چې يې احساس د مينې بولې ګرا نې
بس درنه غواړم هغه څه غواړمــــه
 
زيارمل وردګ