
سريزه
که دنړۍ په تاريخ کې دجبراو اختيار دفلسفې په پرتم ، څېړنه کيږي ،نو په بشپړوالي کې يې دافغان علامه سيدجمال الدين له دريځ سترګې نشي پټيداى، هغه سړى ،چې په نولسمه پېړۍ کې يې په اسيا اونيمه اروپا کې فکري بغاوتونه داور ترليکې سره کړل ، يواځې دکونړي سيد صفدر زوى علامه جمال الدين و،خوکه ددې ستر افغاني واقېعت پاس دايران دکلتوري زبېښاک سرلاري چنګېزپهلوان اوخسروخورشيد دابې پايه هستي خپله ګڼي نو دمنطقي غبرګون اړه پېښيږي، داليکنه دځواب په همداسې يوه مدللۀ ترټنه راټوله ده.
١
،هغه اثار ،چې سيد پکې ايرانى ګنل شوى دى
دتهران پوهنتون دختيځ پېژندنې يا خاور شناسۍ استاد ډاکتر چنګېزپهلوان ددکتورالپاره دخپل تېزس (جنبش هاى فکري شرق) کې داسې ليکي ((جمال الدين اسعدابادي ،که ازقبايل بکتاش ايران بود، براى چندين دهه به جايګرداران ، تضاد طبقاتي واستبداد امپريالستي وقت مبارزه نمود وبانبوغ وزکاوت که داشت به اميران افغاني ازفوقيت خاص برخوردار بود،تا حدى که درکابينه شيرعلي خان به سمت وزير امور خارجه رسيد ودرفيصله هاى حکومت وقت افغاني تاثير فراوان داشت،اين اولين نمونه تاريخ است که موقف يک روشنفکر ايراني ارمرزهاى ايران عبورکرده وبه يک شخصيت فرامرزي مبدل ميشه١)) اودايران دارشاد اوفرهنګ وزارت مخکنى مرستيال پروفېسور خسرو خورشيد د (مشاهير اسيا ) په کتاب کې دسيد وياړونه دايراني فرهنګ دويړولۍ کم مثاله نمونې بولي((پېشينه فرهنګي ايران از پيشينه غني ووسيع برخورداراست ، وقتېکه فيلسوف بزرګ جهان اسلام ، جمال الدين اسعد ابادي دروصيت نامه خودبر نشر وطبع يک اخبار مجلل به نام شمس النهار تاکيد مې کند، اين خود بازګو کننده اين واقعت است که دامنه تاريخي فرهنګ ايران به روشنګري اراسته شده٢)) همداراز کريم رادپور په تاريخ اسيا، نوري ستايش په فلاسفه مسلمان او يونس نجفي سخنهاى ازبزرګان کې افغان علامه سيد جمال الدين ايرانى ګڼلى دى، ددوى په اند دا دايراني کلتور دويړولۍ نښه ده ،چې دسيد په څېر سټې لري، خولدې ناخبر، تاريخ دهېڅ ډول دروغو دپټولو حوصله نلري او ددوى داخبرولپاره هېځ علمي او منطقي بنسټ نشته.
٢
هغه اثار چې دايرانيانو درواغ تش خېژوي:
دايران دکلتوري زبېښاک داستازو دناسمو څرګندونو ددروغ خېژولو لپاره تر ټولو نوموال اثر پخپله دسيد (الحادي للمسائل نفايس) دى ،دکتاب دخپريدو نېټه چې کره جوته نده ، په ټنډه يې دسيد په قلم داسې ليکل شوي دي((من سکنۀ کابل، من اهالي افغان،السيد جمال الدين ، من سادات کنر٣)) يعنې په کابل کې او سيدونکى، له افغان توکمه ،دکنړ دساداتو له ټبره، سيدجمال الدين . همدارنګه دادبياتو ترکى اکاډيمېسن عثمان نجد د( Jamal u (din in turkey يا سيدجمال الدين په ترکيه کې ، نومي اثر کې دده دټبريز تړاو په اړه داسې ليکي((کله ، چې په نړۍ کې داستبداد او مطلقيت په وړاندې دمبارزې خبرې کيږي ، نو دسيد جمال الدين افغان هڅې پکې تر ټولو لوړ قيمت لري، څوګ، چې دکنړ سادات و٤)).او دامريکې دجورج واشنګټن پوهنتون دمنځنۍ او ختيځې اسيا دڅېړنو دانسټټيوټ مشر ډاکټر مايکل روبرټسن په هغه کتاب کې چې (Jamal u din and Islamic Nationalism ) نوميږي دسيد دټبر اوټاټوبي په هکله داسې ليکې))دافغانانو په باب ويل کيږي ،چې ژر ذ ده کونکي او ذکي خلک دي، خو جمال الدين تر دې قاعدې هم پورته و، ځکه خو په خوراکمکي عمر کې دنړۍ په لويوژبو غږيدونکى و، نوموړى دکنړ په يوه روحاني کورنى پيداو، چې افغانان يې دنوم اخيستو مخکې دسيد کلمه راوړي داويړ ټبر دافغاستان دنوروسيمو په څېر په کنړ کې هم خوره دى٥ )).موږ دسيد دټبر او ټاټوبي په تړاو دبهرنيو ليکوالو خبرې دثبوتو په نيت ځکه راوړې ،چې داقضيه اصلا په افغانستان کې دپوښتنې وړنده او که ايرانيان په درواغجنو ادعاوو کريډېټ ورکوي تېروتي دي.
٤
ايرانيان ولې زموږ تاريخي وياړونه خپل ګڼي
که په نړۍ کې نياو اوعدالت په ځواکمن او کم ځواکي نه واى وېشل شواى،نو نن به دايران دکلتوري زبېښاک استازو زموږ په تېر او تاريخ دخپلولۍ لپاره سترګې نه سپينولاى،کله ، چې په اوس کې خبره دژبې لپاره دکچ ده ، کله چې فرهنګي مخکې تګ په اقتصادي ټيکاو پورې تړلى او کله چې مدنيت دسولې زېږنده دى نو ايران يواځې ځان دمخکنى اريانا ميراث خور بولي،ددې سيمې دژبنۍ، ادبي تاريخي اوبلاخره سياسي ولکې دخپلولو هڅه کوي، خودلته هم په خلکو ميندې لنګې دي او تاريخ نه مري.سيدجمال الدين ، ابوعلي سينا، مولانا او طرزي افغانان،وو، دي او وي به.
٥
پايله
په ليکنه کې له راغلو خبرو ښکاري، چې که سيد جمال الدين نابغه و هم افغان و، که روښان اندى و هم افغان واو که سياستوال او نړۍ پېژندلى وهم په همدې نوم همدې نوم يې پېژندلى و.داچې ايرانيان يې خپل بولي واقعت نلري او پدې خو هرڅوګ پوهيږي ، چې موړسړى دهرچا خپل وي.
پايليک
١:پهلوان،چنګېز، جنبش هاى فکري شرق ،ددکتورا تېزس،١٣٦٨، مخ٦٠دتهران چاپ.
٢:خورشيد خسرو، مشاهير اسيا ٤٣٥،١٣٧٧،مخ دتهران چاپ.
٣: الحادي للمسائل نفايس دسيد خپل اثر.٢١٠،مخ،دمصر چاپ.
٤: ، نجد عثمان، اکاډيمسين، Jamal u din in Turkey ١٩٨٩،دانقرې چاپ، ١٢٠،مخ.
٥:روبرټس مايکل،Jamal u din and Islamic Nationalism ،،٧٣١،مخ١٩٩٢ دواشنګټن چاپ.