پنځه گامونه چې له ھیرجن توب او الزھیمرز ناروغۍ څخه مو ژغوري:

 
روغتیائی پاملرنه
______________
  
۱) وزن منظم وساته ؛ 
( له خپل عمر قد او قامت سرہ سم ).
۲) د نرۍ ملاکرشه ( نرۍ ملا منځ ) د باید سورور نشی.
یعنی مزې اوغوټ باید ونه اوسی.
۳) په پام سرہ خوراک کوہ، او له دسترخوان څخه یوڅه ھم لا وږ‎ې پاڅیږ‎ہ. 
راز رازسابه او تازہ میوہ تل خورہ چې له ویټامین او معدنی توکوډک دي. وچه میوہ تل خورہ.
سبوس دارہ غنمینه ډوډۍ، لوبیا، دالنخود، ماھې، ھگۍ، شیدې او پوڅه گټوردي. 
له خوږ‎وتوکو، سپکوښیانو (Snacks،Chips) او تیزپختن خوراکونو(Fast Food) څخه ترخپله وسه ډډه وکړئ. د خوراک په پیمانه نظرلرہ.
۴) ھمیشه ورزش کوہ، لکه تیز تگ، منډه، لامبو، لوبې ...
۵) مهمې شمیری په یاد لرہ او تل ېی ترکنټرول لاندی نیسه.
د مثال په توگه: 
۱- وزن ، ۲- دنرۍ ملا اندازہ ، ۳- کولیسټرول ، ۴- ټرایگلیسراید ، ۵- د وینی فشار او ۶- شکرہ په وینه کشي.
 
ډاکټر نجیب خټې