
د هېواد د تېرې دورې د ولسمشريزو ټولټاكنو له خوا ټاكل شوي ولسمشر چې اوس د راتلونكې دورې د ولسشمرۍ لپاره هم خوبونه ويني، د خپل كمپاين په بهير كې يې د باميانو ولايت د كيهان په دره كې ګڼو خلكو ته وفرمايل، چې که بيا ولسمشر شوم د سولې هڅې به دوه برابره ډېرې کړم. د خلكو د آرامۍ او سوكالۍ لپاره به كار كوم، ګرانه په تېره اته كلنه دوره كې خو هم ته ولسمشر وې په هغې دوره كې دې څه وكړل چې په راتلونكې دورې كې به يې وكړې. په تېره دوره كې دې كومه سوله راوسته چې په راتلونكې دوره كې به يې راولې، خو افسوس چې زموږ ملت اوس هم خپل دوست او دښمن نه پېژني.
کرزي په کيان دره کې زرګونو خلکو ته د خپل ټاكنيز کمپاين په سلسله كې وينا وكړه، ولسمشر حامد کرزي له طالبانو سره پر خبرو په داسې حال کې ټينګار وكړ چې له يو کال راهيسې د حکومت او طالبانو تر منځ د پخلاينې هڅې پيل شوې دي، خو دا هڅې وروسته له هغه يوه نوي پړاو ته ورسېدې چې د امريكا د پخوانۍ ولسمشر بوش دوره پاى ته ورسېده.
ښاغلي کرزي په خپله وينا کې وويل، وروسته له دې چې دي د خلکو په رايه د بلې دورې لپاره د ولسمشر په توګه انتخاب شي، نو دري کارونه به د ده د اجرااتو په اجندا کې وي چې په سر کې يې په ټول هېواد کې د سولې راوستل دي، نوموړى زياتوي، (هغه مهال چې ستاسو په رايه، او ستاسو په ځواکمنو مټو بيا د افغانستان ولسمشر شم، د هېواد د ښه پرمختګ او باثباته راتلونکې لپاره درې لوى پروګرامونه لرم. لومړى يې په ټول هېواد کې سوله ده، په هر ډول چې کېږي، په دې برخه کې د نړيوالو په مرسته هر اړخيزې هڅې کوو. دويم پروګرام مو، له نړيوالو، له امريکا، اسلامي نړۍ، ګاونډيانو او نورو هېوادونو سره د دوستۍ او اړيکو دوام دى. او درېيم يې د دې هېواد د پرمختګ لپاره د هڅو دوام دى.)
خو نوموړى هېروي چې تېر ځل هم نوموړى د همدې ملت په رايو او هلو ځلو بريالى شو خو نن ورځ ډېر كسان د همده د ناسمې تګلارې له امله له خپلو كارتونو سره يو ځاى تر خاورو لاندې دي، هغه د نوموړي د دوستانو د هوايي بمباريو له امله نو ملت به په كومه ښېګڼه كې د بيا لپاره تاسې وټاكي آيا ملت ته د يوه ويده ملت فكر كوئ، او كه د ناپوه او بې عقل ملت په سترګه ورته ګورئ. ولسمشر حامدکرزي چې د بغلان ولايت په کيان دره کې د ګڼو کسانو په ګډون غونډې ته وينا کوله زياته کړه چې د سولې د راوستو لپاره يوه لاره له طالبانو سره مستقيمې خبرې دي.
که څه هم د وسله والو طالبانو مشرانو په وار وار له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې او ويلي يې دي چې سوله، يوازې له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په صورت کې د امكان وړ ده، خو افغان چارواکو څو مياشتې مخکې اعلان وکړ، چې له وسله والو مخالفينو سره يې اړيكې ټينګې کړې دي.
اوس په دې هر څوك پوهېږي چې دا چيغې او نارې يوازې او يوازې د ټاكنو د ګټلو لپاره دي، نه هم د ملت د سوكالۍ لپاره ځكه كه چېرې تاسې ښاغلي د ملت د سوكالۍ په غم كې واى نو همدا تاسې د تېرو اتو كلونو واكمن وى او تر اوسه هم د دې هېواد واكمني ستاسې په غاړه ده. نو ولې مو په دې تېرو اتو كلونو كې د خبرو اترو لپاره كومه لاره برابره نه كړه.
تېره اونۍ د افغانستان حکومت اعلان وکړ، چې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو سره د اوربند تړون لاسليک کړى. د چارواکو په وينا د دې اوربند له مخې طالبانو ژمنه کړې ده، چې د ټاكنو بهير به نه ګډوډوي، او په دې سيمه کې د حلقوي سړک جوړېدو ته به اجازه ورکوي. د بادغيس تړون، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند لومړنى تړون دى. خو وسله والو طالبانو له دې اعلان وروسته، اعلان وکړ، چې د افغانستان په هېڅ سيمه کې يې له حکومت سره اوربند نه دى شوى، او وروسته يې په يوه خبرپاڼه کې ژمنه وکړه چې د انتخاباتو په بهير به حملې وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په جنوب کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عمليات روان دي، ولسمشر حامد کرزي په خپله وينا کې وويل، چې دى د سولې د هڅو د بريالي کولو لپاره د نړيوالې ټولنې مرستې ته اړتيا لري.
د حامد كرزي په تېره اته كلنه دوره كې نړيوالو ټولنې بې درېغه مرستې وكړې خو د هېواد د ناسمې او په فساد ككړې ادارې له امله بې اغېزې ثابتې شوې او هېڅ كومه پايله يې ورنكړه. ملت د اتو كلونو پخوا په پرتله څو چنده وږى دى، څو چنده كړېدلى او دردېدلى دى. خو دا يوه خبره بايد هېره نه شي چې نور به افغان ملت د كمپاين كوونكو په شعارونو نه غولېږي او نه به هم د پخوا په څېر د شعارونو قرباني كېږي، بلكې اوس افغان ملت خپلو تېرو تجربو ته په كتو سره خپل دوستان او دښمنان ښه پېژني.