جان کپور؛  هندۍ کډوال چې په امریکا کې میلیاردر شو

 
د امریکا د میلیاردرانو ترمنځ ګڼ یې د امریکا بومي اوسېدونکي نه دي. دوی امریکا ته کډوال شوي او په دغه هېواد کې د کاروبار له لارې یې میلیاردونه ډالره شتمنې پیدا کړې دي. د ګوګل بنسټګر سیرګي برین په روسیه کې زېږېدلی، د وټس اپ بنسټګر جان کوم بیا له خپلې مور سره له اوکراینه امریکا ته کډوال شوی او شاهد خان هم په اصل کې پاکستانی دی، خو اوس د امریکايي میلیاردرانو په لېست کې دي.
د دغه ډول میلیاردرانو ترمنځ یو یې هندي الاصله امریکایی « جان کپور» دی. نوموړی په امریکا کې د درملو له کاروباره میلیاردر شوی.
کپور د هند په د امرتسر ایالت د منځني پوړ په یوه کورنۍ کې زېږېدلی دی. په خپله سیمه کې د لومړنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته ممبی ته تللی او د دغه ایالت په پوهنتون کې یې فرامسي لوستې.
د ممبی په پوهنتون کې تر زده کړو وروسته د یوه سکالرشیف له لارې په ۱۹۶۴ کال کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ.
کپور په ۱۹۷۲ کال کې له « بوفالو» پوهنتون څخه د درمل جوړولو په برخه کې دکټورا ترلاسه کړه.
د زده کړو تر بشپړولو وروسته یې د «LyphoMed» په نوم د درملو له یوې کمپنۍ سره کار پیل کړ. تر ۱۰ کاله کار وروسته یې د دې کمپنۍ ونډې وپېرلې.
په ۱۹۹۰ کلونو کې یې په کمپنۍ کې خپلې ونډې بېرته په ۱۰۰ میلیونه ډالره وپلورلې.
له دې معاملې په ترلاسه کړو پیسو یې د «Insys Therapeutics» په نوم د درملو کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ په امریکا کې د سرطاني نارغیو د درملو په برخه کې مشهوره ده.
کپور پر دې سربېره د متحده ایالاتو په اریزونا ایالت کې د « اکورن» په نوم یوه بله کمپنۍ هم لري.
نوموړی د دې ترڅنګ په یاد ایالت کې د هندي خوړو یو حلقوي رسټورانټ او په پونیکس کې هم د هندي قبیلوي خوړو یو رسټورانټ لري.
د سوداګرۍ پر کاروبار سربېره کپور د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې یو بنسټ هم لري چې د ده او ښځې په نوم یې دی.
نوموړي دغه بنسټ وروسته له دې جوړ کړ چې ښځه یې د سینې د سرطان له کبله مړه شوه.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د څلورمې نېټې د شمېرو له مخې د جان کپور پانګه دری اعشاریه ۹ میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ځای لري.
نوموړي تېر کال د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۹۳۱ ام ځای درلود.
دی څلور اولادونه لري او د اریزونا ایالت په پونیکس سیمه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.