طیب اغا د خپل ناکام سیاست قرباني شو.

 
څنګه چې تمه هماغسي وشول.
د افغانستان غوندې مرموز، د نړیوالو استخباراتي او استعماري شبکو د ستراتیجیکو اهدافو په لومو کې راګېر هیواد د پېچلي سیاست کول نه ټوقې دي او نه هم د کوم دولسم پاس سړي د وس خبره .
بې تجربې، کم عمره او په سیاست کې نا وارد طیب اغا بالاخره د خپل ناکام سیاست د ناوړه پرېکړو قرباني شو.
طیب اغا استعفا ورکړه او د خپلې استعفا لاملونه یې د ملامحمدعمر د مړېني خبر پټ ساتل او د طالبانو د اسلامي تحریک د نوي مشر له هیواد بهر ټاکل په ګوته کړي دي.
طیب اغا په داسي حال کې چې خپله د امارت له سقوطه را وروسته په تېرو څوارلسو کلونو کې د خپلو مړو زیارت او د ژوندو لېدلو ته د یوې ورځې لپاره هم هیواد ته نه دي ورغلی، د طالبانو د رهبرۍ شورا په پاکستان کې اوسېدل او همالته یې لخوا د نوي مشر ټاکنه تاریخي اشتباه بللې ده .
د طیب اغا استعفاء پرځای خبره ده که بې ځایه ؟  هغه او طالبانو ته به ګټه وکړي که نقصان؟ هغه به دغه کار منزوي کړې که لا محبوب؟ دا هغه پوښتنې ته چې ځواب یې یواځي راتلونکی وخت لري او ډېر ژر به مالوم شي چې منفي کار یې کړی دي که مثبت .
خو یوه خبره باید په خلاص زړه تسلیم کړل شي  چې دا هرڅه د ده له خپله  لاسه دي ، د طیب اغا  د ناکامه سیاست پایله ده چې د طالبانو اسلامي تحریک یې پر داسي سټيج درولی چې هیڅ څوک یې له ټوټې کېدلو څخه د خلاصون ضمانت نه شي ورکولای.
که طیب اغا له پاکستاني چارواکو سره له حکمت او مصلحت څخه کار اخیستی وای نه به د ملامحمدعمر مړینه دوه کاله پټه پاتې کیده او نه به هم د طالبانو تحریک له اوسني بد او ناوړه وضعیت سره مخامخ کیدی.
په داسي حال کې چې  د امریکا او ناټو په ګډون د افغانستان په قضیه کې دخیل ټول هیوادونه او جهتونه پاکستان ته په رول ورکولو راضي دی او ورکړی یې دي د طیب اغا له پاکستان سره ټکر او ضد کاملا پر نامعقولیت او سرټمبګۍ بناء وو.
د طالبانو ۹۵ سلنه قیادي مشران په پاکستان کې، د طالبانو د ټولو لیکو او جګړو رهبري او تنظیم له پاکستانه؛ د زخمي علاج په پاکستان کې، د شهید فاتحه په پاکستان کې، ټول کمېسیونونه  او اداري جوړښت په پاکستان کې، رهبري شورا، نظامي کمیسیون او د ملاصاحب دواړه معاونین په پاکستان کې . خو بیاهم په افغانستان کې د پاکستان له رول څخه انکار او تېښته !
 ایا دا یو معقولیت کېدلای شي ؟ ایا دغه کار ته سالم سیاست ویل کیدلای شي؟
له دې هرڅه سره سره بیاهم د طیب اغا لخوا د پاکستان پرخلاف محاذ پرانستل ، ايا یوه سیاسي او تاریخي اشتباه نشي بلل کېدلای؟
له بده مرغه طیب اغا د نړیوالو جاسوسي شبکو په غوړول شوي دام کې په دواړو پښو نښتې وو ، هغوئ پاکستان ضد سیاست او کړنو ته هڅولوی و او تلقین یې کړی یې و چې په دغه کار کې یې ترشا ولاړ دي.
نړیوالې استخباراتي ادارې له مودو راهیسي په دې هڅه کې وې چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ بدبیني زیاته کړي، شکونه راپیدا کړي او یو پر بل بد اعتماده او بې باوره کړي . اوبیا له رامنځ ته شوي  وضعیت څخه د طالبانو په له منځه وړلو کې کار واخلي.
بالاخره نړیوالې طالب ضد شبکې وتوانېدی چې دغه کار د طیب اغا په مټ وکړي، د هغه له موقف او ساده توب څخه ګټه پورته کړې او خپلو شومو اهدافو ته پرې ورسيږي.
پاکستاني چارواکو نږدې څلور کاله پرله پسې کوښښ وکړ چې خبره ورسره سولییزه خلاصه کړي خو طیب اغا تلقین شوی او غولول شوی وو او داسي فکر یې کاوی چې د پاکستان مرکې او ده ته زارۍ د ده د سیاست بریالیتوب او د پاکستان شکست دي.
 
طیب اغا به له خپل دغه سیاست څخه هر وخت دفاع کوله او په ډاګه به یې ویل چې اوس دی توانېدلی دي چې د پاکستان پر ځای مستقیما هغو قوتونو ته ځان ورسوی چې هغوئ د پاکستان له لارې  پر دوئ د نفوذ په هڅه کې دي.
په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل خپله ددې خبره ګواهي ورکوي چې دغه کار د امریکا د څارګرې ادارې په مستقیمه غوښتنه او مالي ملاتړ شوی دي.
ځکه قطر په عربي نړي کې هغه هیواد دي چې د امریکا د ګټو تر ټولو ښه خوندي کونکی او همالته د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه چې زرګونه امریکایي پوځيان په کې مېشت دې شتون لري.
طیب اغا ساده و ، صادق و او د سیاست زده کړیال!
 هغه لا تر اوسه نه وو زده کړي چې په سیاست کې کله ناکله خواږه هم په زهرو لړل شوي وي.
هغه د سي آي اې په زهرو لړلي شات وخوړل او خپل سیاست یې د تل لپاره د مرګ په خوب ویده کړ.
که د طالبانو نور مشران پر وخت له پوهې څخه کار وا نه خلي نو د طیب اغا د ناکام سیاست پایله به د طالبانو منظم او یوموټی خوځښت هم ډېر ژر ټوټې ټوټې کړې .
قاري حبیب الله حلیمي