
د روان کال د سیپټمبر په پای کې به په ملګروملتونوټولنه کې د « تیتانو د خولې جګړه » وشي:
د ملګروملتونوټولنې د عمومي اسامبلې د غونډو په راروانه دوره کې، چې د ملګروملتونوټولنې د پیدایښت ۷۰-یمې کالیزې ته بېله شوې، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر برک اوباما، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسي جمهوریت مشر سي ځینپین، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند او د ایران ولسمشر حسن روحاني پر یوه ورځ ویناوې وکړي. ګارډیان ورځپاڼه د همدغه خبر د ورکولو په ترڅ کې زیاتوي: انتظار کیږي، چې دغه مشران به د ډېر نه اټکل کېدونکي پېر په پیل کې د جیوپولیتیکي انځور خپل لید وړاندې کړي. د برتانوي ورځپاڼې خبریال د همدغې خبرې د کولو په ترڅ کې وایي، چې دغه واقعیت هم د پېښې په وړاندې لېوالتیا لا زیاتوي، چې ولادیمیر پوتین په وروستۍ لسیزه کې لومړی ځل د عمومي اسامبلې په غونډه کې ګډون کوي. د مقالې لیکونکی زیاتوي: پخوا به تر روحاني دمخه د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد په ملګروملتونوټولنه کې په خپلو ویناوو نارامي راپیدا کوله، خو اوس په زیات احتمال دا خبره کولای شو، چې سر د سیپټمبر له میاشتې به د روسیې ولسمشر په خپلو ویناوو « وینایي اورلوبې » بلوي. دئ به دېته اړ شي چې له روسیې سره د کریمیا د یوځای کولو، د اوکرایین په ختیځ کې په شخړه کې د روسیې د پوځ د رول او د مالیزیاي بویینګ الوتکې د راغورځولو په تړاو د ملګروملتونوټولنې د ډېرو غړو هېوادونو د نېوکو او د خولې بریدونو په وړاندې د ځان دفاع وکړي.
د « بین المللي اړیکو اروپایي شورا » په نامه د شننو د مرکز یو کارپوه ریچارد ګاوېن له کارډیان سره په مرکه کې وویل، چې د روسیې ولسمشر به په راروانه عمومي اسامبله کې د ناڅاپي زیاتې پاملرنې په مرکز کې راشي. د ریچارډ ګاوېن په اند د ډېرې پاملرنې وړ ټکی به دا وي، چې ایا ولادیمیر پوتین به د داسې ستر دیپلومات رول ولوبوي، چې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د تړون ملاتړ یې کړي، او که بشپړ کلک امریکا ضد دریځ به غوره کړي.
ګاوېن په خپله مقاله کې زیاتوي: خو اوباما ته به د خپلو دوو اساسي جیوپولیتیکي سیالانو په وړاندې غږېدل اسان نه وي. که چېرې دئ د ایران په مسأله کې د دوی د همکارۍ په تړاو له دوی مننه وکړي، نو په امریکا متحدو ایالتونو کې دننه د ده ښي دریځه انتقادوونکي به سملاسي دغه خبره وکړي، چې اوباما د چین او روسیې په وړاندې کمزورتیا وښودله. خو که چېرې د معمول په څیر د اوکرایین او یا د جنوبي چین د سمندرګي په تړاو په تېزه لهجه وغږیږي، نو سي او پوتین به، چې د خبرو وار واخلي، پر ده د تضادونو اور ته د ببوزي د وهلو تور ولګوي.
د ګارډیان خبریال زیاتوي: وروستی ځل د ملګروملتونوټولنې په دننه کې په نړیواله سویه ډېرې مهمې برخلیک ټاکونکې سیاسي څېرې په دومره ډېرښت په ۲۰۰۵ کال کې، د ملګروملتونوټولنې د پیدایښت د ۶۰-مې کالیزې د لمانځلو پر مهال سره راټولې شوې وې. هغه مهال د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جارج بوش او د برتانیا صدراعظم پر عراق باندې د دوه کاله پخوا پیل کړي یرغل په تړاو تر سختو نېوکو لاندې راغلل. هغه مهال د چین مشر د سي ځینپن پر ځای هو ځینتاو او د فرانسې استازیتوب د دغه هېواد صدراعظم دومینیک دې ویلپن کاوه. ولادیمیر پوتین هم په همغه غونډه کې ګډون کړی و. د یادولو وړ ده، چې اوس پوتین اسامبلې ته په تللو نړیوالو مشرانو کې یوازېنی مشر دی، چې د لسو کالونو په تېرېدا یې خپله واکمني ساتلې ده.