
سره د دې چې د روانې مياشتې نهه ويشتمه په هېواد كې د ولسمشريزو ټاكنو ورځ ټاكل شوې، خو كه د هېواد امنيتي حالت ته وكتل شي، نو فكر كېږي چې د ټاكنو لپاره ټول لګښتونه او ټولې تيارۍ هسې يوه سمبوليكه مانا لري، ځكه چې موږ وينو چې په هېواد كې امنيتي حالت تر بل هر وخت ډېر ناانډوله برېښي. په دې وروستيو كې د هلمند بې ساري جګړه چې د جګړې په پايله كې د جګړې له امله د هلمندوالو بې كوري، په سرو لمرونو او د دوبي په ګرمو هواوو كې د دوى د بې كورۍ ستونزې او د بهرنيو ځواكونو بې ساري مړينې وينو. آيا له دې څخه دا پايله نه شو تر لاسه كولاى چې د ټاكنو لپاره د هېوادوالو په خوښه نه بلكې په زور سره تيارى نيول كېږي.
د ټاكنو د دې وړ ستونزو په اړه اسوشيتيد پريس خبري اژانس هم خپله خواشيني څرګنده كړې، نوموړي آژانس ليكلي، چې د افغانستان په ناکرارو سيمو کې به د رايې ورکولو په سلګونو مرکزونه د ناامنۍ له امله بند شي او ډېره برخه پښتانه به د خپل هېواد د راتلونکي برخليک په ټاکلو کې بې برخې شي.
اسوشيتيد پرېس خبري اژانس وايي، دا مسله به د دې لامل شي، چې د افغانستان د ټولټاكنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راشي، ناکرارۍ به لا ډېرې شي. طالبان به لا ځواكمن شي او ورځ تر بلې به په هېواد كې د بې امنيتۍ كچه لوړه شي.
په هېواد كې د را روانو ټولټاكنو د دې ډول ستونزو په اړه د افغانستان د ټولټاكنو د خپلواک کميسيون وياند نوراحمد نور وويل، افغان چارواکي په پام کې لري چې د زمري د نهه ويشتمې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لپاره شاوخوا اووه زره انتخاباتي مرکزونه پرانيزي خو امنيتي چارواكي ډاډه نه دي، چې لږ تر لږه په اوو سوو مرکزونو کې دې ټاكنې ترسره شي.
د افغانستان د ټولټاكنو په خپلواک کميسيون کې بهرنيو چارواكو وويل، چې لږ تر لږه پنځه سوه مرکزونه به ښايي اصلاً د امنيتي اندېښنو له امله پرانيستل نه شي.
دوى څرګندوي چې دا ډول مركزونه ډېرى په هغو سيمو كې دي چې د طالبانو ځواك په كې ډېر دى. هلته چې طالبان ډاډه ګرځي، او د سيمې د خلكو ډېرې قضيې او اړو دوړ د دوى له خوا فيصله كېږي. همدا اوس د هېواد په مركزي ولايتونو كې ډېرې داسې سيمې دي چې ټول حكومت يې د طالبانو په لاس كې دى. هلته دولت يوازې د ولسواليو وداني ساتي او بس نور ټولې قضيې طالبان مخته وړي.
دا ډول مركزونه چې كېداى شي مركزونه په كې د امنيتي حالاتو له امله بند پاتې شي، اسوشېټېد آژانس ليكي چې ټول دا ډول مركزونه په پښتني سيمو کې دي. چې وسله وال طالبان پکې ډېر فعال دي .دا مرکزونه په هلمند،کندهار، ارزګان، فراه، د هرات ځينې سيمې، وردک او غزني کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال له دې خبر نه دي چې د نسبتاً ارامو پښتني سيمو خلک د طالبانو د خبرداريو له وېرې په انتخاباتو کې برخه نه شي اخيستلاي. د دوى له لوري يوازې اووه سوه مرکزونه په کندهار، غزني ،هلمند او وردک کې ياد شوي، حال دا چې په پکتيا، پکتيکا، کونړ، زابل، بادغيس، فراه، لوګر، خوست، نيمروز او حتى کندز کې چې اکثره اوسېدونکي يې پښتانه دي، ډېر خلک په انتخاباتو کې ګډون نه شي کولاى.
نو كه چېرې افغان دولت او بهرني ځواكونه غواړي چې په هېواد كې ټولټاكنې سمې ترسره شي نو لومړى دې خپلې هوايي بمبارۍ بندې كړي، له مخالفينو سره دې په ريښتيني توګه خبرې اترې وكړي نه په شرطونو سره، د ملكي خلكو پر بې كورۍ دې زړه سوى وكړي. نن ورځ موږ وينو چې د هلمند د وروستيو جګړو له امله په سوونو ملكي كسان بې كوره شوي دي او له سرو لمرونو كې خپل واړه ماشومان له لوږې او تندې څخه له لاسه وركوي. په پاى كې ويلاى شم چې د افغانانو په بې كورۍ سره به د ټولټاكنو زمينه برابره نه شي.