
Helen Johnson-Leipold
جانسون د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت شتمنه کورنۍ ده چې پنځه غړي یې میلیاردران دي.
تر دې وړاندې یې تاسو د دریو غړو ژوند لیکونه ولوستل او په دې ګڼه کې به یې د دوو نورو ژوند لیکونه ولولی او په کورنۍ سوداګرۍ کې د دوی له ونډې به خبر شی.
«Helen Johnson-Leipold» او «Winnie Johnson-Marquart» د فیسک او کورټس جانسون خویندې او د اېموجن لورانې دي.
مشره یې هېلن جانسون لیپولډ ده. نوموړې د جانسون بانک رییسه او د اوټ ډور په نوم د یوې کمپنۍ اجرایوي مشره ده. اوټ ډور کمپنۍ د تفریح، کبانو نیولو او لامبو وهلو په ځانګړي ډول غواصي توکي تولیدوي.
نوموړې پر دې سربېره د جانسون فوندېشن هم رهبري کوي.
هېلن جانسون لیپولډ د کورنۍ د ډېری غړو په څېر په کارنل پوهنتون کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
نوموړې چې ۵۸ کاله عمر لري، واده یې کړی، پنځه اولادونه لري او د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت په راسین سیمه کې ژوند کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د دریمې نېټې د شمېرو له مخې دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ام ځای لري.
فوربس مجلې په کورنۍ سوداګرۍ کې د فعالیت پر اساس نوموړې ته د سېلف مېډ یا پر خپلو هڅو د شتمنېدو دری نومرې ورکړې دي.
ویني جانسون مارکوارټ د هېلن میلیاردره خور ده.
نوموړې تر دې دوه کاله کشره ده.
ویني مارکوارټ د جانسون کورنۍ د یوه فونډېشن مشره ده. دې هم د کارنل په پوهنتون کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.
۵۶ کلنې ویني واده کړی او څلور اولادونه لري.
دا د جانسون کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې له خپلې اصلي سیمې یعنې د وسکانسین ایالت له راسین د باندې اوسي.
نوموړې له خپل خاوند او څلورو اولادونو سره د ویرجنیا ایالت په ویرجنیا ساحل کې ژوند کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د درېیمې نېټې د شمېرو له مخې ویني جانسون مارکوارټ دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په خپل هېواد متحده ایالاتو کې ۲۰۱ ځای لري.
په کمپنۍ کې د فعالیت له مخې فوربس مجلې نوموړې ته د سېلف مېډ یا پر خپلو هڅو د شتمنېدو دوې نومرې وکړې دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.