
ښاغلي مسلم دوست ته :
درست ده که ستاسو کړه وړه له اسلامي ارزښتونو، د افغانستان د ملي گټو او له پښتني رواياتو سره په ټکر کې نه وي، زما درسره کار نشته او بښنه غواړم. خو که په ټکر کې وي، زما سپارښتنه درته دا ده چې لږ سوچ وکړه. دا درته په روښانه ټکو وايم چې که تاسو په گوانتنامو کې وئ. يا له دې وروسته هر چېرې ياست، خو ستاسو کړه وړه بايد له اسلامي ارزښتونو، د افغانستان د ملي گټو او له پښتني رواياتو سره په مغايرت کې نه وي.
دا چې تاسو روښانه کړه چې نه مو د پيسو خبره کړې او نه د طالب جنگياليو د مېرمنو. بس سمه ده. دا راته هېښوونکې وبرېښېده چې اوس جهادي واسلامي ارزښتونه دومره سپک شول چې يو څوک دې هېڅ نه مراعاتوي. داعش اوس له خدای و له رسوله هم معتبر شو، نو ځکه مې نيوکه وکړه.
دا چې تاسو د اسلامي دولت خبره کوئ، خو که تاسو د دې فرمودې مطابق چې ((اني قد ترکت فيکم شيئين لن تضلوا بعدهما کتاب الله وسنتي ...)) يا دا چې ((ترکت فيکم امرين لن تضلوا ما تمسکتم بهما : کتاب الله وسنة نبيه - صلی الله عليه وسلم)) ((وما آتاکم الرسول فخذوه وما نهاکم عنه فانتهوا)) ای د الله تعالی نېکبخته تاسو د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو او د اوامرو او نواهيو پر وړاندې مکلفيت لرئ، نه د اسلامي دولت او د مشرتابه البغدادي پر وړاندې. البغدادي په مرتبه د نبوت کې نه دی او مه ترې نبي جوړوه. ولې بيا هم هر سړی پوه شه او کار يې. هر څوک په خپل کار ښه پوهيږي.
ای د الله تعالی سر زوره،
د موسی او د مريم عليهما الصلاة والسلام رزق يا عايد روښانه وو چې له کومه ورته راتلل او د ذکريا عليه السلام د پوښتنې په ځواب کې ورته وايې چې ((هو من عند الله))، خو داعش نن هر څه پټوي. که تېل وي او که هر څه، خو داعش پرې خپله خوله چوپه کړې ده. دا دومره لگښتونه داعش هېڅکله د عراق له تېلو پوره کولی نه شي.
مسلمان بايد صله رحمه وي. حلالول مه کوئ!
دا چې تا کوم کسان ذکر کړي دي، زه هم هغوی له اتايمې لسيزې پېژنم. خو دا درته په زغرده وايم چې کړه وړه دې بايد له اسلامي ارزښتونو سره په مغايرت کې نه وي. دا ښه خبره نه ده چې يو سړی کتاب الله وسنة رسول الله صلی الله عليه وسلم پرېږدي او د يو بيعت لپاره بغدادي راټينگ کړي او نور اوامرو ته يې ارزښت ورنه کړې، خو الله تعالې دې داسې نه کړي چې خدای مه کړه تاسو د الله تعالی او د هغه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم او د البغدادي مرتبه ونه پېژنئ. داسې نه چې سره گډوډ او لاندې باندې يې نه کړې.
په درنښت
سيد حسين پاچا