
حسن صباح نه يوازې انفرادي ترهګر روزل، بلکې منظمې ډلې يې هم تربيه کولې چې د ده په ټولو مرکزونو(کلاګانو) کې يې د مخالفينو پر لښکرو د خرپ او ترپ (چيريکي) حملې کولې او کله کله يې مخامخ جګړې هم کولى شوې.
په کال(٤٨٥، ه) کې ملک شاه دوه لښکرې د دوو تنو هر يو ارسلان شاه او غزل سارغ په قوماندانۍ الموت ته ولیږلې او کلا یې محاصره کړه، حسن صباح د سيمې د خلکو په مرسته چې د ده دعوت يې منلى ؤ د ارسلان شاه پر لښکرو يې د شپې لخوا بريد (شبخون) ترسره کړ او د ده عسکر يې تار په تار کړل، د کوهستان د کلا محاصره هغه مهال پاى ته ورسيده، چې د ملک شاه د مرګ خبر خپور شو او د غزل سارغ عسکر خواره شول. (سلجوقيان ص ٩٣)
حسن صباح خپل مذهبي مخالفان لکه، سُني مسلمانان، دولس اماميه شعيه ګان، په سوريه کې مسيحي صليبيان او په مصر کې مستعليه اسماعيليان د خپلو روزل شوو ځوانانو په واسطه له مينځه وړل او هغه څوک چې د دوى هدف ؤ او هغوی به مسجد ته په لاره او یا به هم په مسجد کې په لمانځه باندې ولاړ ؤ، نو دا د دوى لپاره ډېر ښه مناسب وخت او مناسب ځاى ؤ او په مسجد کې به يې په لمانځه باندې ولاړ ترور کول... . (تاريخ جامع اديان ص ٧٧٨)
(دخواجه نظام الملک(۱) ترور، ۴۸۵،ه،ق)
وروسته له هغې چې سلطان آلب ارسلان په کال(٤٦٥، ه ) کې د يوسف خوارازمي لخوا په خنجر ووهل شو چې نوموړی د سلطان ارسلان لخوا په مرګ محکوم شوى ؤ او د سلطان د يوې کلا ساتونکى ؤ، په داسې حال کې چې سلطان ټپي ؤ نو سلطان خواجه نظام الملک راوغوښت او د ګډ وډۍ د مخنيوي لپاره يې دنده وروسپارله، سلطان څو ورځې ژوندى ؤ او د همدې کال د ربيع الاول په مياشت کې وفات شو. (سلجوقيان ص ٦٧ )
وروسته د سلطان ارسلان له وفات څخه د ده زوى سلطان جلال الدين ملک شاه سلجوقي د خپل پلار ځاى ناستى شو او خواجه نظام الملک يې لوى وزير وټاکلو، خواجه نظام الملک د اسماعيلي باطنيانو سخت مخالف ؤ او سلطان جلال الدين سلجوقي هم د نظام الملک په شان د حسن صباح د عقايدو او اعمالو مخالفت کولو، نو د سلطان لخوا حسن صباح ته لُمړنى ليک په دې شرحه وليکل شو«ته چې حسن صباح يې او يو نوى دين دې رامينځ ته کړى دى او خلک غولوې... د غرونو ځيني جاهل خلک دې پر ځان باندې راټول کړي دي، نرمې نرمې خبرې ورته کوې او خلک په چړو ورباندې وهې، عباسي خلفاء چې د اسلام خليفه ګان دي د قوم، ملت، دولت او د دين نظم يې ټينګ کړى دى، سپکې سپورې، کنځل او پيغورونه ور کوى، بايد چې له دې ذلالت څخه تېر شې او مسلمان شې که نه نو لښکرې مې تيارې کړي دي... تا ته او ستا پيروانو ته د سر امن دى، ته په خپل ځان رحم وکړه ځان او خپل پيروان مه هلاکوه د کلاپر محکم والي باندې غرور مه کوه او په حقيقت پوه شه، هغه کلا چې الموت يې نوم دى که تر آسمان پورې لوړه هم وي د خداى تعالَى په عنايت به يې له خاورو سره خاورې کړم. (فرمان رواى الموت ص ٤٢)
د دغه ليک په لېږلو حسن صباح هېڅ عمل ونه کړ، وروسته خواجه نظام الملک په نشاپور کې د نشاپور حاکم جلال الدوله ته امر وکړ چې د حسن صباح يو تن فعال مبلغ او دعوت کوونکى د خلکو پر وړاندې په دې جرم چې ملحد دى اعدام کړي او خواجه نظام الملک د حسن صباح د وژلو لپاره دوه سوه زره ديناره جايزه هم اعلان کړه. (فرمان رواى الوت ص٥٢)
نو حسن صباح وروسته له هغې د خواجه نظام الملک او د نشاپور حاکم جلا الدوله د ترور پريکړه وکړه او له ټولو څخه لُمړى يې خپل يو ځانمرګی(طاهر اراني) ته د نده وسپارله چې خواجه نظام الملک ترور کړي.
د (الموت) کتاب ليکوال ويلاديمير بارتون وايي چې، طاهر اراني ته يې لُمړى د امام غزالي د زده کوونکو په شان ټول کړه وړه ور زده کړل او د خپلو استاذانو لخوا داسې هدايات ورکړل شول: پوه شه چې امام غزالى په بغداد کې دی او د خواجه نظام الملک ډېرصميمي ملګرى دى، نو ته به د امام غزالى د سُني زده کوونکو تور کالي واغوندې او خپل نوم ته به دې تغير ورکړي په ټوله لاره کې به فکر کوې چې څنګه خپلې موخې ته ځان ورسوم او خواجه نظام الملک د ناستې پاستې او نورو خواصو او مشخصاتو په اړه به ځان پوه کړې، په ټوله لاره کې هغه خلک چې له تا څخه پوښتنه کوي چې چېرې روان يې او څه کار لرې؟ په ځواب کې ورته ووايه چې زه د امام غزالي شاګرد يم او د امام مُهر شوى ليک خواجه نظام الملک ته رسوم، د دغه مُهر شوي ليک په ذريعه ته کولى شې چې خپل ځان په اسانى سره نظام الملک ته ورسوې په مُهر شوي ليک کې يو ډېر کوچنى خنجر چې په زهرو لړل شوى دى، ځاى پر ځاى دى، کله چې د الموت کلا څخه ووتلې لُمړى دې خپل لباس بدل کړه او ټول هغه څه چې ستا د اصلي پېژنګلوۍ سبب کيږي له ځانه لرې کړه، کله چې د نظام الملک د هستوګنې ځاى ته ورنږدې شې نو لُمړى د حشيشو(مخدره توکي) يوه ګولۍ وخوره چې بهادري او زړه ورتوب دې لا نور زيات شي نو کله چې خواجه نظام الملک خبر شي چې ته امام غزالي رالېږلى يې نو تا له به په خوشالۍ سره ښه راغلاست ووايي، هغه وخت چې نظام الملک مُهر شوى ليک خلاصوي نو ته بايد دا زهر لرونکى خنجر د ده د غاړې په (شاهرګ) کې په زور سره ووهې او وروسته خپل ځان خداى تعالَى ته وسپاره او د جنت دروازې به ستا پر وړاندې خلاصې وي، له هغې لحظې وروسته هېڅ څوک نشي کولى تا د جنت څخه وګرځوي، هغه نرم نرم بالښتونه ستا لپاره تيار او هغه حورې او خدمت ګاران ستا په انتظار کې دي. او مخکې له هر څه بايد پوه شې چې په زهرو لړلي خنجر باندې ځان ټپي نه کړئ ځکه چې مخکې له دې چې خپله دنده تر سره کړئ مړ به شې او هغه جنت ته چې ته ور روان يې د تل لپاره به يې له لاسه ورکړې.
طاهر اراني چې د خواجه نظام الملک وژلو ته ور روان ؤ په دغه وخت کې وزير نظام الملک خپل پوځونه د ايران د نهاوند په يوه دښته کې ځاى پر ځاى کړي وو.
وايي چې هغه وخت چې نظام الملک د شپې لخوا د خپلې مېرمنې خيمې ته روان ؤ، نو هغه ديلمي ځوان (طاهر اراني) چې ظاهراً يې غوښتل د امام غزالي يو ليک ورکړي وزير يې ودرولو او په ناڅاپي ډول يې په خنجر ووهلو او خواجه نظام الملک یې د (٤٨٥، ه ،ق) کال د جمعې په شپه د روژې مياشتې په دولسمه نيټه په شهادت ورسید.
په ځینو منابعو کې راغلي دې چې د نظام الملک په وژلو کې دې ده د زوی، تاج الملک لاس ؤ، هغه ترهګر چې نظام الملک يې ترور کړ، ماشوم غلام فضل الله ديلمي ؤ او تاج الملک د هڅونې له امله يې نظام الملک ووژلو او تاج الملک د دې لپاره چې قاتل ژوندى پاتې نشي او بيا خپل محرک په ګوته نه کړي سم د لاسه يې هغه ووژلو، ځکه چې فضل الله بې له شکه محرک درولود... په دربار کې درباريان پوهيدل چې د نظام الملک په وژلو کې د تاج الملک لاس ؤ... .(خداوند الموت ص ٣١١)
تاج الملک د محمد بن ملک شاه او د ترکان خاتون زوى پر پلوى يې د برکيارق بن ملک شاه سلجوقي سره جګړې کولې نوموړى د برکيارق عسکرو لخوا ژوندى ونيول شو او برکيارق ته يې ژوندى بوتلو، برکيارق چې د تاج الملک پر هوښيارى او لياقت باندې پوه ؤ غوښتل يې چې نوموړي ته د وزارت(صدراعظمۍ) مقام ورکړي. (سلجوقيان ص ٩٩)
دا چې په تاج الملک باندې د خپل پلار نظام الملک د ترور تور لګيدلى ؤ او داسې ويل کيدل چې د اسماعيليانو سره يې د نظام الملک په وژنه کې لاس درلود او د خپل پلار رقيب يې باله، د نظاميه غلامانو(۲) لخوا په کال(٤٨٦،ه،ق) د محرم په مياشت کې ووژل شو.
خواجه نظام الملک لُمړنى شخص ؤ چې د حسن صباح لخوا په شهادت ورسيدو.(اسلام در ايران ص ٣١٧)
په ځينو نورو کتابونو کې راغلي دي چې خواجه نظام الملک د حسن صباح لخوا د (طاهر نجار) په بدل کې ووژل شو، چې د حسن صباح له نږدې پيروانو څخه ؤ او د نظام الملک لخوا وژل شوى ؤ.(سلجوقيان ص ٨٧)
خواجه نظام الملک دوه اويا کاله عمر درلود مګر عجيب کلک او تکړه سړى ؤ، هغه له دېرشو کالو را په دېخوا د هېواد چارې سمبالولې خواجه نظام الملک يو لوى عالم او فاضل شخصيت ؤ... . (افغانستان د مسير تاريخ ص ١٢٧)
وايي چې(آلب ارسلان تاش) د سلطان ملک شاه پلار، خواجه نظام الملک ته د لوى وزير(صدراعظم) دنده ورسپارلي وه او هېڅ کله له دغه انتخاب څخه پېښيمان شوى نه ؤ، تر هغې چې د مرګ په وخت يې خپل زوى ملک شاه ته توصيه وکړه چې د ده له تجربو او پوهې څخه ګټه واخلي او ملک شاه سلجوقي د خپل پلار نصيحت ومنلو تر هغې چې ده ته يې د (اتابک) لقب ورکړ چې د شهزادګانو د استاذ او مربي مانا لري، خواجه نظام الملک ته د سلطان آلب ارسلان لخوا د(قوام الدين والدوله رضى اميرالمؤمنين) لقب هم ورکړل شوى ؤ. (سلجوقيان ص ١٥٨)
او د عباسي خليفه مقتدي لخوا نظام الملک د (وزير العادل العالم الکامل نظام الملک رضى خليفه) وبلل شو، نظام الملک د هېواد په ټولو سرحدونو کې امن ساتلى ؤ، لارې سړکونه يې نښه کړي وو، ډېر ښارونه، مسجدونه يې جوړ او د نظاميه په نوم يې ډېرې مدرسې په بلخ، مرو، نشاپور، پوشېنګ، هرات، بغداد، اصفهان، بصره، امل، موصل او نورو سیمو کې جوړې کړي وې، نوموړي يو مشهور کتاب(سياست نامه) هم ليکلى دى.(افغانستان در مسير تاريخ ص ١٢٧)
خواجه نظام الملک د مالياتو قانون منظم کړى ؤ د خلکو امنيت او سوکالي يې تر هغې کچې پور رسولي وه چې په خوا يې داسې بېلګه نه وه ليدل شوي نو ځکه يې تر مرګه پورې د سلطان او د خلکو اعتماد ترلا سه کړى ؤ، خواجه نظام الملک لوی اداره کوونکى، د هېواد او دين وياړ، د سلطان آلب ارسلان او د ده زوى ملک شاه سلجوقي چې د ايران په تاريخ کې لوى لوى پاچاهان تېر شوي دي، لوى وزير ؤ، دى د ختيځ يو ستر سياستوال او با تدبيره هوښيار او پياوړى شخصيت ؤ، چې د ملک شاه د (امپراتورۍ) د ټولو اړونده هېوادونو اداره کوونکی ؤ او څو څو واره يې د خپلې هوښيارۍ او ځيرکۍ او نبوغ له امله ثابته کړي وه چې په ټولو کارونو کې بريالى راوتلى دى، چې د بېلګې په توګه لاندې مهمه پېښه ليکو: وايي چې يو ځل سلطان ملک شاه سلجوقي د ښکار کولو په وخت کې د رومیانو لخوا په داسې حال کې چې دى يې نه ؤ پيژندلى ونیول شو، نو د ملک شاه يو تن سرتیري ځان د خواجه نظام الملک قرارګاه ته ورسولو هغه يې د سلطان له نيولو څخه خبر کړ خواجه نظام الملک هغه سرتېری بندي کړ او هېڅ چا ته اجازه نه وه چې د هغه سره خبرې وکړي تر څو د سلطان د نيولو راز ښکاره نه شي، وروسته خواجه نظام الملک د روميانو پر لوري ولاړ او روميانو ته يې د روغې جوړې وړانديز وکړ چې روميان دغې وړانديز ته ډېر خوشال شول او معمولي شرايط يې په خپل مينځ کې سره لاسليک کړل، کله چې روغه وشوه نو روميانو خواجه نظام الملک ته وويل: ستاسې ځينې اسيران له موږ سره بندیان دي، چې د ښکار په وخت کې مو نيولي دي، خواجه نظام الملک ځان بې خبره وښود او کله چې اسيران د خواجه نظام الملک پر وړاندې راوستل شول نو خواجه نظام ملک دوى ته د سپکو سپورو په ويلو پيل وکړ او له هغه ځايه را روان شول، لږ وروسته چې له روميانو څخه پناه شول نو خواجه نظام الملک د خپل آس څخه را ګوز شو او د ملک شاه درناوى يې پرځاى کړ او د هغو کنځلو معذرت يې ترې وغوښت. (فرمان روا الموت ص ٤٩-٥٠)
ويلاديمربارتون وايي: وروسته له هغې چې وزير اعظم خواجه نظام الملک شهيد شو، نو جلال الدين ملک شاه سلجوقي د الموت کلا پر لوري دېرش زره عسکر وليږل تر څو دا د (شيطانانو) مرکز وران کړي، کله چې پوځونه د الموت په شا وخوا کې ځاى پر ځاى شول نو د پوځ قومندان (امير ارسلان تاش) حسن صباح ته خپل استازي وروليږل تر څو بې له جګړې څخه د خبرو له لارې تسليم شي، حسن صباح د ملک شاه د پوځ د استازيو پر وړاندې داسې حيراونونکي کړنې تر سره کړې چې د دوى د پوځ مورال يې ورټيټ کړ.
کله چې د سلطان ملک شاه پوځي استازي د الموت کلا ته ورغلل او د حسن صباح سره يې په ډېره بهاردرۍ سره خبرې کولې، ورته ويې ويل: ځان او خپل کسان دې بې له جګړې څخه تسليم کړه او خپل مرکز د الموت کلا خوشي کړه.
حسن صباح یې په ځواب کې وويل: که ستاسو د لښکر مشر او ستاسې سلطان زما د کلا د محاصرې څخه لاس په سرنه شي، نو په دې پوه شئ چې د دوى پاى به د وزير نظام الملک په شان وي، تاسو بايد وپوهيږئ چې زما فدايان ريښتيني فدايان دي زه به اوس تاسې ته داسې اتلولي در ښکاره کړم چې د بشر په تاريخ کې چا نه وي ليدلي. حسن صباح خپلو دوو تنو سرتيرو ته وويل: فدايانو! تاسې له ځانه سره خنجر لرى؟ فدايانو په ځواب کې د هو غږ وکړ ویې ویل: (سيدنا) له موږ سره خنجر شته، يو تن فدايي چې د حسن صباح د دروغو جنت يې ليدلى ؤ او له هغه جنت څخه يې له يوې جلکۍ څخه د سرو زرو يو بنګړى د نښې په توګه راوړى ؤ او هغه بنګړى حسن صباح د خپل ځان سره ساتلى ؤ، نو حسن صباح هغه فدايي ته وويل: واخله دا ښکلى بنګړى هغه چا ته در سره يوسه چې ستا په انتظار کې شیبې شميري، خپل خنجر واخله او خپل زړه پرې ووهه، بیا يو بل ځانمرګي ته د خپل مشر لخوا وويل شول: تا ته هم هغه حورې چې تا ليدلي دي منتظرې ناستې دي، ته هم له هغه لوړ ټاپو(برج) څخه ځان را وغورځوه او کله چې له ځمکې سره ولږيږې، نو په هغه شیبه کې به ته د خپلو جنتي محبوبو سره يوځاى شې.
فدايانو هغه د حشيشو مخدره توکو يوه، یوه ګُلۍ خولې ته واچوله او يو تن يې هغه لوړ ټاپو ته د ورپورته کيدلو پر لور روان شو، مخکې له هغې چې فدايي د ټاپو سرته ورسيږي لُمړي تن خپل زړه په خنجر باندې د حسن صباح د امر سره سم ووهلو او ځاى پر ځاى نسکور شو، ورپسې دوهم فدايي خپل ځان له هغه لوړ ټاپو څخه لاندې راوغورځولو او مړ شو.
د دغې زړه بوږنوونکي حالت په ليدلو سره د امير ارسلان تاش استازي ورخطا او حيران شول، حسن صباح دوى ته وويل: وګورئ د ملک شاه استازيو خپلو مشرانو ته ووايى چې په هغه دېرش زره کسيز پوځ کې، تاسې زما د فدايانو په شان دوه تنه هم نه لرى لکه زما سرتيري چې تاسو وليدل.
وروسته له هغې چې د اميرارسلان تاش استازي يې رخصت کړل نو هغه دوه (احمقان، د ځان دښمنان) يې د کلا په يوه څنډه کې ښخ کړل.(چې نه يې جنت ؤ او نه يې حورې.) داميرارسلان استازي هغه څه چې دوى په خپلو سترګو ليدلي وو په سختۍ سره يې خپلو مشرانو ته بيان کړل.
د حسن صباح لخوا د خپلو دښمنانو د غولولو او تېر ایستلو لپاره یو تکتیک دا هم ؤ، چې د پاچاهانو لخوا به کوم کسان د استازو په توګه حسن صباح ته ورليږل کيدل، نو د هغو کسانو په شان(هم قافيه؛ په څيره کې سره ورته) کسان به يې په خپلو کسانو کې پيدا کول او د ورلېږل شوي کس کړنې، خصوصیات او نور مشخصات به يې ورزده کول او يو څه جراحي عمليات به يې هم په څېره (مخ) کې ورته وکړل، بيا به يې د هغه لېږل شوي استازي پر ځای خپل فدايي چې د پاچاه د استازي په شان به ښکاره کيده ورلېږلو، که چېرې به په ځينو ځايونو کې څوک ورباندې شکمن شول چې دا څنګه نا بلدي کوي، نو فدايي به ورته وويل: دا ټول دماغي او فيزيکي تغيرات د حسن صباح د شکنجو او وهلو ټکولو له امله راته پېښ شوي دي په دې ډول به هغه تن ځان خپل مهم هدف ته وروسولو. (الموت ص ٥٨٨)
د فخر الملک ترور:
فخر الملک د خواجه نظام الملک مشر زوى ؤ او دی هم د وزارت مقام ته رسيدلى ؤ. (اسلام در ايران ص ٣١٧)
فخر الملک ويلي وو چې د پلار عمر مې د ملحدينو د نسل د له مينځه وړلو لپاره لنډ ؤ خو زه به د دوى نسل په خراسان کې ورک کړم، فخر الملک په دې لټه کې ؤ، چې په خراسان کې باطنيان له مينځه يوسي، ځکه چې د خراسان حکومت د ده په لاس کې ؤ، د الموت په حکم شېرزاد قهستاني چې د اسماعیلیانو له مشرانو څخه ؤ، يو تن فدایي د فخر الملک د ترور لپاره وليږه، هغه ځوان په فخر الملک باندې بريد وکړ، ترهګر يوازې د يوه ګوزار وخت وموند او مخکې له دوهم وارکولو څخه ونیول شو، دا چې بريدګر مخکې له مخکې د ترياکو جوهر خوړلي وو، نو ځاى پر ځاى مړ شو.
فخر الملک له هغه ټپ څخه روغ شو خو وروسته له هغې شېرزاد قهستانی په دې هڅه کې شو چې بايد وروسته له دې څخه خپل سړي وژنکي په زهرو لړلي خنجر باندې مسلح کړي، تر څو په لُمړي ځل وهلو سره، وهل شوى تن د زهرو له امله ووژل شي. څه موده وروسته بيا د الموت په حکم يو تن وژونکى د فخر الملک د وژنې لپاره د طوس ښار ته وليږل شو او هلته ترهګر خبر شو چې فخر الملک نيشاپور ته تللى دى او ترهګر هم د نيشاپور ښار ته ولاړ او په کال(٥٠٠، ه) د محرم مياشتې په لسمه نيټه په داسې حال کې چې فخر الملک د ماسپښين په وخت د لمانځه د اداء کولو لپاره د نيشاپور جامع مسجد ته روان ؤ، د فدايي لخوا په زهرو لړلي خنجر باندې ووهل شو، چې دا ځل هم فخر الملک يو ګوزار ووهل شو او دوهم ګوزار ته پرې نه ښودل شو او د فخر الملک د ساتونکو لخوا هغه ځوان ونيول شو او هغه يې ټوټې ټوټې کړ، دا ځل هم فخر الملک ونه وژل شو خو وروسته د يوولسو ورځو د تيريدو څخه د هغه زهرلړلي خنجر له امله وفات شو او فخر الملک يې په نيشاپور کې خاورو ته وسپارلو. (خداوند الموت ص ٧٢٧)
د احمد بن نظام الملک ترور:
احمد بن نظام الملک ته د سلطان محمد لخوا د وزارت مقام ورکړ شوى ؤ او د پلار په شان يې د نظام الملک په لقب نومولى ؤ، د الموت د کلا د نيولو دنده د سلطان لخوا ورسپارل شوي وه، نوموړى په بغداد کې د اسماعيليانو لخوا په کال(٥٠٣، ه) کې تربريد لاندې راغى چې په نتيجه کې ټپي شو. (فرقه اسماعيليه ص ١٢٦)
د ملکې ترکان خاتون ترور:
ترکان خاتون د ملک شاه سلجوقي ميرمن وه، حسن صباح خپل مرستيال او راتلونکي ځاى ناستي کيابزګ اميد ته ويلي وو چې ترکان خاتون دې ووژل شي، ځکه چې ترکان خاتون په دروغو د باطنيانو عقيده منلي وه او اسماعيليان يې غولولي او له دوى سره يې خيانت کړى دى، د دوى يو لوړ پوړى داعي او مبلغ ابو حمزه کفشګر يې وژلى دى او د نورو د وژلو په لټه کې ده. (خداوند الموت ص ٧١١)
کيا بزرګ اميد(۳)یو تن ځوان چې په مخ باندې يې يو ويښته هم نه ؤ او د ښځې په شان ښکاره کیده، د ترکان خاتون د ترور لپاره وګماره دغه کوسه ځوان داود نيګناني په دې پلمه چې د شکايت پاڼه لري د ښځو په کاليو کې په داسې حال کې چې خپل ځان يې کوڼ او ګونګ کړى ؤ، د ترکان خاتون د ناستي ځاى ته ورغلو او خپل جېب ته يې لاس کړ چې د عريضې پر ځاى يې له جېب څخه خنجر راوایسته او غږ يې وکړ(د امام حسن صباح عالي ذکره السلام په حکم) او په ترکان خاتون باندې يې ګوزار وکړ، چې له امله يې ترکان خاتون په پښه باندې ټپي شوه. (خداوند الموت ص ٧٢١-٧٢٢)
ترکان خاتون او نوردرباريان د حسن صباح دا ډول غولونې او تېر ايستلو ته حيران او هک پک پاتې وو چې سړى يې د ښځې په قيافه کې د ترکان خاتون د وژلو لپاره ګمارلی ؤ، ترکان خاتون چې په زهرو لړلي خنجرباندې ژوبله شوي وه وروسته له څه مودې څخه مړه شوه. (خداوندالموت ص ٧٦٥)
د شیخ يوسف بن صباغ ترور:
شېخ يوسف بن صباغ په نيشاپورکې د نظاميه مدرسې مشر ؤ او د ښار د جامع مسجد امام هم ؤ، د حسن صباح لخوا په دې پلمه چې د اسماعيليانو د يو لوى بلونکي شرف الدين طوسي په وژلو کې له حکومت سره مرسته کړي وه، په داسې حال کې ترور کړ چې د سهار د لمانځه د اداء کولو لپاره مسجد ته روان ؤ. (خداوند الموت ص١٦١)
د آق سنقر ترور:
آق سنقر د مراغې (مراغه) او تبرېز حاکم ؤ په کال(٥١٠، ه) کې د اسماعيلياونو لخوا ترور شو او د ترکانو د دود دستور سره سم آق سنقر د خپل مالک احمديل په نوم ونومول شو، چې د احمد يليانو سلسله يې په ازربايجان کې رامينځته کړه. (سلجوقيان ص ١٥٦)
د آمير انُر ترور:
نوموړى د برکيارق بن ملک شاه سلجوقي لخوا د فارث حاکم مقرر شوى ؤ... په دې وخت کې مؤيد الملک بن نظام الملک چې د برکيارق لخوا د وزارت له مقام څخه شړل شوى ؤ، نو آمير انُر يې د برکيارق پر وړاندې وهڅولو امیر په کال(٤٩٢،ه) د لسوزرو سپرو سره د رى ښار ته ولاړ او سلطان برکيارق ته يې پيغام وليږه، چې خپل شعيه مذهبه وزير مجد الملک بلاساني قُمي دې ورتسليم کړي، که نه نو سرکښي(بغاوت) به وکړي، خو لږ څه وروسته د دوو تنو سپرو اسماعليلي ملحدينو لخوا ترور شو، وروسته څرګنده شوه چې شعیه مجد الملک بلاساني قُمي د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په وژلو کې د اساعيليانو سره لاس درلود. (سلجوقيان ص ١٠٣-١٠٤)
د نيشاپور حاکم جلال الدوله ترور:
وروسته له هغې چې د نيشاپور حاکم د حسن صباح د ډلې يو فعال مبالغ او دعوت کوونکى(شراف الدين طوسي) د خلکو پر وړاندې اعدام کړ، نو د نوموړي حاکم د ترور لپاره ېي يو تن فدايي(خوشيد کلا) چې د دليمان اوسيدونکى او ښه روزل شوى ؤ وليږل شو، کله چې نوموړى نيشاپور ته ورنږدې شو، نو جلال الدوله په اسماعيلي نزاريانو پسې له نيشاپور څخه د دوى سيمې(قره مېسين) ته ورغلى ؤ، تر څو د باطنيانو سره جګړې وکړي، خورشيد کلا خپل لباس او قيافې ته تغير ورکړى ؤ او د ملنګانو په جامه کې هغه سيمې ته ولاړ، نوموړي ترهګر په خپل غولونکي چل سره د حاکم پوځي قرارګاه ته ځان ورورسولو، چې خپل خنجر يې د ملنګۍ په کچکول کې پټ کړی ؤ او ځان يې د نجوم د پوه شخص په توګه معرفي کړی ؤ۴. وايي چې دواړه حاکم او ترهګر د ستورو په بحث کې سره لګيا وو، چې فدايي ځوان له خپل کچکول څخه خنجر راويوست او د حاکم د غاړې شاه رګ يې غوڅ کړ او ووژل شو، چې وروسته ځانمرګی هم د ساتونکو لخوا ووژل شو. (فرمان روه الموت ص ٥٥-٥٦)
د ابو المحاسن ترور:
ابو المحاسن(روياني) لُمړنى فقهې ؤ، چې اسماعيلي نزاريان يې رسماً د اسلام له مقدس دين څخه خارج وګڼل، د الموت کلا اوسيدونکي يې کافران وبلل(چې ډېريو علماوو د اسماعيليانو له ډاره د دوى د کفر فتوىَ نه شوه ورکولى.)
ابو المحاسن لوى عالم او په نړۍ کې ګرځيدلى شخصيت ؤ، کله چې دى قزوئين ته راغى، نو د قزوئين او سيدونکو ته يې وويل: هر هغه څوک چې د الموت کلا څخه ښار ته راځي، سزا يې مرګ ده او تاسې يې بايد ووژنى ځکه چې د دوى ناسته ولاړه د خلکو د ګمراهى سبب کيږي... ابو المحاسن په کال(٥٠٢، ه) کې د عمل په سيمه کې د اسماعيليانو لخوا شهيد شو. (فرقه اسماعيليه ص ١٦٤)
د عصدالدين ترور:
وايي چې عصد الدين د بغداد په عباسي خلافت کې وزير ؤ، په داسې حال کې د اسماعيليانو لخوا ترور شو چې کعبې شريفې ته د حج د اداء کولو لپاره روان ؤ. ( تاريخ ايوبيان ٢ ټوک ص ١٠٤)
د عباسي خليفه المستر شد ترور:
خليفه المستر شد له هغو مخالفتونو له امله چې د سلطان مسعود بن محمد سره يې درلودل له بغداد څخه د ايران د همدان پر لوري روان ؤ، کله چې همدان ته ورسيد په هغه سميه کې چې د ( وادي مرګ= د مرګ دره) په نوم ياديدله او د بېستون غره او همدان سره نږدې ده د دواړو خواوو تر مينځ جګړه پيل شوه چې په نتيجه کې خليفه اسير شو او سلطان مسعود د خپل ځان سره د ازربايجان پر لور روان کړ، خلیفه چې کله مراغې ته ورسيد، درې تنه باطنې محلدان چې د کيابزرګ اميد لخوا د خليفه ترور ته ګمارل شوى وو، په داسې حال کې چې خليفه په خپله خيمه کې ناست ؤ حمله وکړه او ويې وژلو او ورسره يې ابو عبدالله ابن سکينه چې ده ته يې د لمانځه امامت کولو ترور کړ. دغه پېښه د شپږم په ورځ چې څلور ورځې ذى القعدې ته پاتې وې په (٥٢٩،ه) کال کې مينځ ته راغلي وه.
کله چې سلطان مسعود له دغې پېښې څخه خبر شو، ډېر خواشينې شو، د خليفه مړى په مراغه کې خاورو ته وسپارل شو. (تاريخ ايوبيان لُمړى ټوک ص ٩٥؛سلجوقيان ص ١٢٢)
د عباسي خليفه ابو جعفر منصور الراشيد ترور:
وروسته د کيابزرګ اميد له مرګ څخه د ده زوى محمد د پلار ځاى ناستی شو او د اسماعيليانو په اداره بوخت شو.
دا شان خليفه راشد د پلارخليفه المسترشد له مرګ څخه وروسته د عباسي خلافت پر ګدۍ کښېناست نو د خپل پلار د غچ اخيستلو او د ملحدانو د له مينځه وړلو په خاطر له بغداد څخه د ايران د الموت پر لور روان شو، خو د لارې په اوږدو کې ناروغ شو او د اصفهان ښار ته ولاړ او په هغه ځاى کې د څلورو کسانو اسماعيلي ملحدینو لخوا په کال(٥٣٢،ه) د دريم په ورځ د روژې په شپږمه نېټه د محمد بن کيابزرګ اميد په دستور ترور شو. (تاريخ ايوبيان لُمړى ټوک ١٠٧؛ فرقه اسماعيليه ص ١٩٢)
لکه چې ومو ويل خلیفه المسترشد او خلیفه الراشيد دواړه (پلار او زوى) د بغداد عباسي خليفه ګان وو، چې المسترشد د کيا بزرګ اميد لخوا او الراشيد چې د المسترشد زوى ؤ، د محمد لخوا چې د کيا بزرګ اميد زوى ؤ ترور شول. د سلجوقيانو د لړۍ څخه سلطان مسعود چې له (٥٢٧-٥٤٧،ق) پورې پاچا ؤ او خپل وراره داود يې خپل وليعهد او د ازاربائيجان حاکم ټاکلى ؤ په تبريز کې د اسماعيليانو لخوا ترور شو.(سلجوقيان ص ١٢٤)
دا ډول سلمان بن محمد بن ملکشاه چې د سلطان مسعود ورور ؤ له خوارزم څخه (رۍ) ته راغلى ؤ تر څو تاج او تخت ترلاسه کړي، د اسماعيليانو لخوا ترور شو. (سلجوقيان ص ١٢٦)
د غرنویانو د حکومت له زوال څخه وروسته د غزنویانو محلي چارواکي بیا ښکاره شول او د سلجوقیانو په وخت کې یې بیا یو څه زور ترلاسه کړ... ملک تاج الدین حرب یو تن محلي امیر ؤ چې خطبه یې د غور د پاچاهانو په نوم ولوستله او په کال(۱۲۱۰،ز) کې بهرام شاه دې ده ځای ناستی شو او د اسماعلیه د ډلې سخت مخالف ؤ، نو له دې امله وو چې په کال(۱۲۲۰،ز) کې د اسماعیلي فدایانو لخوا ترور شو. (افغانستان در مسیر تاریخ ص ۱۰۵)
د اصفهان ترور(۴۸۶،ه،ق)
د اصفهان په ښار کې يو لوى وحشت خپور شوى وو او داسې ويل کيدل چې يو سړى چې (علوي مدني) نومیږي ظاهراً يې ځان ړوند کړى دى، خلکو ته وايي چې زه ړوند يم لار نه وينم، د فلانى کوڅې په سر کې ولاړ وي او کله چې د دوى کوم مخلاف ورباندې راشي نو ورته ووايي وروره ! ړوند يم مرسته راسره وکړه، کور مې د دغې کوڅې په اخر کې دى، ما خپل کور ته ورسوه، نو کله چې هغه خپل کور ته ورسيږي هلته د ده نور کسان هم وي، هغه کس به يې لُمړى شکنجه او په صليب ځوړند کړ او وروسته به يې ژور کوهي ته ور وغورځولو، په دې ترتيب د ښار ډير خلک ورک شوي وو.
يوه ورځ يوې زړې ښځې چې ګدايي، يې کوله دا راز ترلاسه او افشاء کړ، خلکو ته يې وويل چې په هغه لرې کور کې د سړيو نارې سورې اوريدل کيږي، وروسته خلکو په هغه کور باندې یرغل وکړ او هلته يې وليدل چې د څلورسوو تنو په شاوخوا کې مړي چې يو شمير يې د ځنکدن په حالت کې وو وموندل، کله چې خلک د اسماعیلیه باطنيانو له دې عمل څخه خبر شول نو يو لوى پاڅون يې وکړ او د باطنيانو په وژلو يې پيل وکړ چې په دې جګړو کې ډير خلک ووژل شول. (فرقه اسماعليليه ص ١٠١؛ فرمانروای الموت ص ١٩٣)
ښاغلى (ايليا پاولويچ پطروشفسکي) د په خپل اثر(اسلام در ايران فارسي ژباړه) کې د هغه زمانې د ترهګرۍ د قربانيانو په اړه وايي: د مقتولينو په نوم لړ کې ټول (٥٧) تنه راغلي دي چې اته کسان خليفه ګان، پاچاهان او لوی وزيران چې له دې جملې د مقتولينو څخه، فاطمي خليفه او د مستعليانو امام (الامر) او عباسي خليفه ګان المسترشد او د ده زوى الراشد، داود د ملک شاه زوى او د عراق سلطان ياد شوي دي. همدا رنګ په وژل شوییو کې، شپږ تنه وزيران، اوولس تنه اميران او واليان، شپږ تنه ښارواﻻن، دیارلس تنه قاضيان او مُفتيان چې د مختلفو ښارونو لکه د قزوئين، همدان، اصفهان، رۍ، کرمان، ګرګان، کوهستان، تبرېز او تفليس قاضيان او مفتيان وو. دغه راز د مذهبي فرقو د مشرانو وژل لکه په نيشاپور کې د کراميه مذهب مشر(مقدم) په طبرستان کې د زيديه فرقې مشر او داسې نور لوړ پوړي چارواکي او پوهان ذکر شوي دي، دا ډول د نزاريه فرقې څو تنه باطني غړي چې د دوې څخه جدا شوي وو هم په مقتولينو کې شامل دي.
وايي چې ټول هغه کسان چې په نوم لړ کې ليدل کيږي، د لښکرو مشران لوړ پوړي حکومتي مامورين، عالمان او روحانيون دي.
په دې اړه نوموړى ليکوال زیاتوي: دا فهرست مکمل نه دى ځکه چې هغه وروستني قربانيان چې له هغې جملې څخه(مارکيلونرادمونقرا) د صليبيانو مشهور مشر چې په(١١٩٢،ز) کال کې په سوريه کې ترور شوى دى او داسې نور نه دي پکې ليکل شوي. (اسلام در ايران ص ٣١٨)
دا ډول وژل د خوارجو، همدغو اسماعيلي باطني قرمطيانو له خوا په لُمړيو هجري پيړيو کې ترسره شوي دي، دوى به ټول مسلمانان ملحدان او منافقان بلل نو په دې وجه به دوى د مسلمانانو وژل روا کول او دا ډول انفرادي ترورونو ته به يې (خفي جهاد) ويلو. همدا شان د شعيه ګانو يوه بله افراطي ډله د (خناقيانو) په نوم ياديدله دوى به خپل مخالفان تربتول، په هر حال دوى دومره لوى رول نه درلود ... . (فرقه اسماعيليه ص ١٠٦)
وایي چې د هغه مهال ځينو ترهګرو د مذهبي وژنو په څنګ کې د پيسو په بدل کې هر ډول تروريستي کړنو ته ملاوې تړلي وې لکه چې وايي: اکسپوس د بيزانتين (شرقي روم) امپراتور يو شمير اسماعیليان د کوچنۍ اسيا د مسلمان امير د وژلو لپاره اجير کړي وو. (فرقه اسماعيليه ص ٢٧١)
لکه چې ومولوستل چې د ایران اسماعيلي ملحدینو د اسلام خليفه ګان، پاچاهان، وزيران، حاکمان، د فقې پوهان، قاضيان، مفتيان او نور هر ډول مخالفين ترور کړي دي، خو وروستني ذکر شوي کسان چې په عربي هېوادونو کې ترور شوي دي د ايران د اسماعيليانو لخوا نه دي وژل شوي، دوى په شام کې د يوې بلې نزاريه باطنيه فرقې لخوا چې مشري يې رشيد الدين(سِنان) کوله ترور شوي دي چې په راتلونکو پاڼو کې به په مفصله توګه پرې وغږيږو.
--------------------------------------------------------------------
۱-ابوعلي حسن بن علي بن اسحاق طوسي ملقب په خواجه نظام الملک.
۲- نظاميه غلامان د خواجه نظام الملک غلامان او دده خوا خوږي وو.
۳- کيابزرګ اميد د حسن صباح له مړينې وروسته د ايران د الموت اسماعيلي نزاريانو مشر شو.
۴- په بل روايت کې راغلي دي چې خوشيد کلا د طالع ليدونکي په نوم د نيشاپور حاکم ته ورسولى ؤ او په دې پلمه يې حاکم په خنجر ووهلو او ووژل شو،او څو کسان نور يې هم ټپيان کړل، خورشيد کلا ددې لپاره چې ژوندى ونه نيول شي زهر وخوړل تر څو شکنجه نشي او تر هغې پورې يې جګړه وکړه چې ووژل شو.[خداوند الموت ص١٨٤]