پر کارکوونکو باور 


د کارکوونکو او یوې ادارې او شرکت د مسوولانو ترمنځ باور خورا مهم دی. 
په اداره کې د دوه اړخیز باور فضا د دې لامل ګرځي، چې کارکوونکي شرکت او کمپنۍ خپل مال وګڼي او مسئولانه چارې پرمخ بوځي. هر رییس او مدیر، چې له خپلو کارکوونکو نه د درناوي توقع لري، کارکوونکو ته هم باید په همدغسې درناوي قایل وي. 
د یوې ادارې رییس او مدیر، چې پر دروازه ننوځي او کارکوونکو ته له سلام او روغبړ پرته، په خپل دفتر ننوځي، فکر نه کوم، چې نور هم هغه ته د سلام ویلو اړتیا و انګیري. له کارکوونکو سره روغبړ او د هغوی د ستونزو اورېدل د بریالیو مدیرانو کار دی. زه د یوې رسنیزې ادارې بېلګه درکوم. په دې اداره کې ډېر کارکوونکي رییس ته لاس په نامه ولاړېدل، خو زه یې یوه ورځ هم لاس په نامه ونه لیدم. ډېر ځله به هسې تېر شو او زه به پر خپل کار بوخت وم. برعکس هرځل، چې نیوز روم ته په سلام را ننوتی، په درناوي کې یې ولاړ شوی یم. د دې لامل دا و، چې هغه په سلام سره د کارکوونکو درناوی پرځای کړی و. زه یې ځکه ستایم، چې زموږ دغسې حرکت یې کله هم د بې احترامۍ په معنا نه انګېره او دا د ده د ښه مدیریت او ریاست ښکارندوی و. 
پر کارکوونکو باور په یوه اداره کې د کار پر څرنګتیا مثبت اغېز ښیندي. 
څومره، چې یو څوک له خپلو کارکوونکو مشورې اخلي، د هغوی نظرونو ته ارزښت ورکوي، په همغه کچه د مدیرانو او کارکوونکو ترمنځ د زړه پیوستون او کاري لېوالتیا رامنځته کیږي. که یو څوک په ناسته کې بې ارزښته خبره هم کوي، د هغوی خبرې ته باید ارزښت ورکړل شي، یا لږ تر لږه هغه داسې ونه انګیري، چې خبره یې بې ارزښته وګڼل شوه. تاسې، چې څومره د کارکوونکو خبرو او کار ته ارزښت ورکوﺉ هومره په هغوی کې د ښه کار، فکر کولو او کاري کیفیت روحیه پیدا کیږي. 
په کاري چاپیریال کې د کارکوونکو ستایل د کار پر لور د هغوی هڅول دي. 
څومره، چې په مشخصه توګه تاسې یو څوک ستايى، د هغه پر روحیه او کار اغېز پرېباسي. یو څوک په شرکت کې ابتکاري کار کوي او د شرکت د پلور کچه ورسره لوړیږي. دغه کس باید د خپل دغه مشخص کار او ابتکار له امله وستایل شي او نور کارکوونکي پوه شي، چې نوموړي ته د خپل ابتکار په بدل کې ستاینلیک یا مکافات ورکول کیږي. عمومي مکافات او ستاینې د کارکوونکو اصلي وړتیاوې او ابتکارات نه شي مشخصولای. 
یوه بېلګه یې راوړم. په کابل کې یوې ادارې خپلو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکول. له مدیر نه نیولې، تر چپړاسي پورې ټولو یو ډول ستاینلیکونه واخيستل. لږ تر لږه زه پوه نه شوم، چې ما ته د څه لپاره ستاینلیک راکړل شوی. دا مهمه مسئله ده. کله، چې کارکوونکي ته ستاینلیک ورکول کیږي هغه باید پوه شي، چې د ده کوم کار د ستاینې او تقدیر وړ ګرځېدلی او نور هم دا ټکی درک کړي. که ټولو ته په یوځل او وړتیایي او کاري تشخیص پرته ستاینلیکونه او مکافات ورکول کیږي، اداره د ظرفیتونو د هڅونې په برخه کې خپل اصلي هدف ته نه رسیږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.