
سامویل کورټیس جانسون د جانسون په نوم د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت د شتمنې کورنۍ بل میلیاردر دی. دې کورنۍ ته کاروبار د کورټیس له غور نیکه څخه پاتې دی.
ساموېل هغه میلیاردر دی چې پر خپله برکټۍ د جنسي تېري له کبله څلور میاشتې زنداني شو.
پر نوموړي دغه تور په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې ولګېد؛ خو دوسیې یې تر ۲۰۱۴ کال پورې دوام وکړ.
پر برکټۍ د جنسي تېري قضیه یې هغه وخت افشا شوه چې نوموړي په اریزونا کې د درمنلې پر مهال خپل ډاکټر ته پر جنسي تېري اعتراف وکړ.
نوموي پر خپلې برکټۍ له ۱۲ کلنۍ وروسته دری کاله پرله پسې جنسي تېر کړی و.
وروسته یې برکټۍ هم خپلې مور ته اعتراف وکړ او ویې ویل چې دغه کار یې د دې لپاره کړی چې تر ځان کشره خور د هغه له جنسي تېري څخه وساتي.
سره له چې لومړنۍ محکمې نوموړی له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د رامنځته شویو پېښو له کبله هغه وخت چې برکټۍ یې ۱۲ کلنه وه پر ۴۰ کاله بند محکوم کړی و، خو بلاخره د وسکانسین سترې محمکمې د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې د نوموړي لپاره د څلور میاشتې زندان پرېکړه اعلان کړه.
سامویل کورټیس جان د خپل پلار مشر زوی دی. نوموړي د لېسانس تر کچې زده کړې په کارنل پوهنتون کې کړې، خو د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري یې له نارد ویسټرن پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
سامویل تر نیول کېدو وړاندې د «Diversey» په نوم د خپلې کورنۍ سوداګرۍ د یوې فرعي کمپنۍ مشر و.
ده تر نیول کېدو څه موده وړاندې د شخصي دلایلو له کبله له خپلې دندې استعفی وکړه.
د «S. C. Johnson & Son » په نوم د دوی کورنۍ سوداګري اوسمهال په امریکا کې د کورنو د پاکوونکو توکو ستره کمپنۍ شمېرل کېږي.
د دې کمپنۍ مشهور تولیدات «Ziploc, Glade, Drano and Pledge» دي.
اېس سي جانسون اېنډ سن اوسمهال د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې فعالیتونه لري او برنډونه یې د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
له دې کمپنۍ سره ۱۲ زره کسان کار کوي او د کلني پلور کچه یې تر ۹ میلیارده ډالرو اوړي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اګېسټ د لومړۍ نېټې د شمېرو له مخې نوموړی دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په خپل هېواد متحده ایالتو کې ۲۰۱ ځای لري.
۶۰کلن سامویل واده کړی، څلور اولادونه لري او د وسکانسین ایالت په راسین سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.