د انتخاباتو رانېږدې کېدل او د امنيتي پېښو زياتېدل

 
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه پښتون پوسټ ورځپاڼه سرليكنه (اداريه ) څرگنده خبره ده، چې د انتخاباتو ورځې ته د گوتو پرشمېر ورځې پاتې دي خو ورسره د امنيتي ستونزو هم زياتيږي. په هرات کې ، چې نسبتا د امنيت له مخې ښه ولايت گڼل کيږي ځانمرگى بريد وشو، د زابل په شاه جوي کې ځانمرگى بريد وشو، د ميدان وردگو پر والي حليم فدايي د کاروان پر موټر چاودنه وشوه، چې ترې روغ رمټ ووت که څه هم د کورنيو چارو وزارت ولس ته ډاډ ورکړى، چې د امنيتي ستونزو د مخنيوى لپاره به هلې ځلې کوو اوس، چې انتخابات رانېزدې کيږي او داسې ښکاري، چې د حکومت مخالفين هم ورسره خپلو عملياتو ته زياتوالى ورکوي د کابل د هوايي ډگر د توغنديو بريد شوى دا هغه پېښې دي، چې ولس يې د اندېښنو سره مخ کړى بلخوا د بهرنيو ځواکونو د وژنې شمېره هم زياته شوې، چې د نړيوالو هېوادونو د ولسونو اندېښنې هم راپارولي که څه هم امريکا او ائتلافي ځواکونه غواړي، چې افغانستان ته نور سرتيري وليږي خو ځنې هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان په وسنيو شرايطو کې خپل سرتيري راوليږي ځکه، چې په نړېوالو خبري رسنېو کې دا خبره زياته خپره شوې، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د وژنې شمېره مخ په زياتېدو ده د ولس مشرۍ کانديدان هم داسې خبرې او تگ لارې وړاندې کوي، چې په يوه کې هم د سولې او پخلاينې نښه نه ښکاري که څه هم په ظاهره د مخالفينو سره د خبرو هوډ څرگندوي خو ددغې خبرو لار به څه وي هغه څرگنده نه ده خو مخالفين يوه خبره کوي، چې ترڅو بهرني ځواکونو ونه ووځي خبرې امکان نه لري اوس د کورنيو چارو د وزارت له په کار دي، چې دنړېوالو په مرسته د هېواد امنيت ټينگښت ته ځانگړې پاملرنه وکړي او داسې لارې، چارې وسنجوي، چې له بريدونو او امنيتي پېښووړاندې يې مخنيوى وشي ټول اندېښنه ولس ته د ولس ژغورنه د حکومت او په ځانگړي توگه د کورنېو چارو د وزارت دنده ده، چې څنگه ، په کومو تدابيرو امنيت نيول کيداى شي که په ولسي کچ قومي مشرانو سره ستونزې هوارې شي نو ښه خبره به وي قومي سپين ږيري خپلې ستونزې د حکومت سره د پوهاوي د لارې په اسانۍ هوارولى شي او چاته به اجازه هم نه ورکوي  امنيتي ستونزې وزيږوي qadirandewal@yahoo.com