
بښل نه بښل د الله تعالی اختيار دی. د يو مسلمان په ناحقه وژلو کې څلور مواعيد دي : جهنم (۱)؛ غضب (۲)؛ لعنت (۳) او سخته سزا (۴). له شک پرته د افغانستان خلک مسلمانان دي. د يو انسان وژنه د ټولو انسانانو له وژنې سره ورته ده. اغيارو راباندې د طالب وملا صاحب په نوم خپله نيابتي نااعلان شوې جگړه راوتپله. که بهرنيو ته د ملامتيا گوته نيسو، نو طالبانو هم ډېر بېگناه خلک وژلي دي
طالبي وداعشي فتوی :
د يو چا وژل په دې نيت چې ((که مسلمان وي جنت ته به ځي او که کافر وي، نو جهنم ته به ځي)) غيراسلامي کړنه ده
د غائبانه جنازې حکم
نن سبا د غائبانه جنازې لمونځونو سخت رواج موندلی دی. هغه وخت چې زه په پاکستان کې وم، نو يوځل د ضياء الحق او بل ځل د فلسطيني عبدالله عزام په جنازه کې مې گډون کړی وو.
دا يو اختلافي مساله ده. د شوافعو په نزد روا ده. دليل هماغه د نجاشي پاچا رااخلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حبشې پر نجاشي پاچا پر هماغه ورځ لمونځ اداء کړی وو چې دی پکې مړ شوی وو.
احناف ومالکي يې بيا روا نه بولي. دوی هم د نجاشي پاچا پېښه يا کيسه د ځان لپاره دليل نيسي چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو له خصوصياتو نه وو. دا ځکه چې هغه مسلمان وو او هلته بل څوک داسې نه وو چې پر هغه يې پر اسلامي طريقه د جنازې لمونځ اداء کړی وي. کېدای چې هغه مبارک ته د هغه د جنازې کټ ښکاره شوی وي، نو هغه مبارک پرې له مدينې منورې چې هلته هغه ځای اوس هم شته چې هلته رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې د جنازې لمونځ اداء کړ.
زه چې اوس د روان کال د مارچ په وروستيو کې عمرې ته تللی وم، نو زموږ يو افغان ښاغلی حسيب الله چې پلار يې د کونړ او مور يې د کندهار ده هملته د مدينې منورې په جامعه کې د دکتوری زده کړې کوي. د شپې له نهو بجو نه تر يوې بجې پورې په نبوي مسجد او شاوخوا ټولو سيمو کې وگرځولو. د بيل بيل صحابي د کور پته او اندازه يې راته وښووله. ان تر دې چې موږ يې د ابوهريرة رضی الله تعالی د کور پر اندازه ودرولو چې دلته به هغه او مور يې په يوې وړې کوټې اوسېدل چې له دې ځايه پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته د خپلې له لاسه په ژړا ورغلی وو چې هغه مبارک ته يې سپکې سپورې ويلې وې او له هغه نه يې دوعا ورته وغوښته او بيرته په منډه له دې ځايه په خوشالۍ ورغی چې مور اسلام قبول کړ چې تقريباٌ درې پر پينځو اوو يا پينځه پر اوو گزو به وه. بيا يې هغه ځای ته راوړلو چې هلته پېغمبر عليه الصلاة والسلام پر نجاشي پاچا د جنازې لمونځ اداء کړی وو. همداسې يې د نورو ډېرو صحابه وو ځايونه راوښوول چې هغه اوس ټول په زيارت او شاوخوا کې داخل شوي.
د نجاشي پاچا جنازې لمونځ يوځل شوی او بيا هغه مبارک په بل چا نه دی کړی. اگر چې ځينې متاخرين يې روا بولي، خو غوره دا ده چې پر هغه چا اداء شي چې چا پرې د جنازې لمونځ نه وي کړی. که يې کړی وي، نو بيا ضرورت نشته.
امام ابن تيميّه رحمه الله هم دا قول غوره کړی چې که غائب په داسې ځای کې مړ شي چې هلته پرې چا لمونځ نه وي اداء کړی، نو بيا دې پرې لمونځ اداء کړي، لکه چې نجاشي پاچا د کفارو يا د غيرمسلمو په مينځ کې وفات شو او څوک نه وو چې پر هغه يې د جنازې لمونځ کړی وای، نو نبي عليه الصلاة والسلام پرې د جنازې غائبانه لمونځ اداء کړ.
له هغه وروسته د راشده خلفاو په وخت کې ډېر خلک وفات شوي، خو هېچا پرې غائبانه لمونځ نه دی اداء کړی. نه پوهېږم طالبان خو ځانونه احناف بولي، ولې دېته يې پام نشته.
د رسنيو مطابق نوموړی د پاکستان په يو روغتون کې وفات شوی او مړی يې زابل ته انتقال شوی، نو ختمي به پرې چا د جنازې لمونځ اداء کړی وي. يو ځل چې لمونځ اداء شو، نو فرض اداء شول. زه باور لرم چې بې جنازې به نه وي پاتې شوی. که چا يې څوک جنازې ته نه وي پرېښي، نو بيا خو دا د بل چا پړه ده، خو داسې به نه وي شوي. لږو ډېر يو چا به پرې ختمي لمونځ اداء کړی وي.
خو دومره ده چې نن سبا سياسي سيالۍ ډېرې دي، خو سياسي دوعاوې، سياسي جنازې او سياسي خواخوږي چا ته گټه نه رسوي، تر څو چې معامله يې د رب العالمين سره سپينه نه وي. کل اختيار هغه دی، خو ولې بيا به ترې هم ورته د بښنې غوښتنه کوو. انسان عاجز دی، بيا هغه چې د بل په اسارت کې وي او برمته وي. له مرگ وروسته يې هم د ده په نوم اعلاميې خپرېدې. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې دوی په خپلو کړو وړو او پرېکړو کې خپلواک نه ول.
نور ډېر مجرمان هم شته، که الله تعالی له هغوی سره له رحم کار اخلي، نو بيا به الله تعالی ملا صاحب هم وبښي، خو الله تعالی عادل دی. جُرم نسبي دی مطلق نه دی. دا زموږ ايمان دی چې الله تعالی به له هر چا سره خپله حسابي وکړي او حساب يعنې اکاونټ به يې تصفيه کړي. زه به همدومره ووايم چې الله تعالی دې موږ ټول مسلمانان تر ما او زما د کورنۍ، خپلو خپلوانو، دوستانو او او عزيزانو پورې په نېکه او سمه لار برابر کړي او الله تعالی دې زموږ د ټولو حسابونه پر نېکو اعمالو ډک کړي. امين ثم امين
زه به طالب ته همدومره ورپه ياد کړم چې گوره حضرت يوسف عليه السلام زموږ لپاره ښه بېلگه ده. کله چې هغه مبارک په مرتبه د عبوديت کې وو او اختيار ((واک)) يې خپل نه وو، نو چې زليخا ورته وويل چې : ((راووځه!)) نو راووته او ټولو بلل شويو ښځو وليده او ليدو ته يې حيرانې شوې. زليخا ورياده کړه چې ((تاسو ما په دې گرموئ))، ځانته يې يو ډول برائت حاصلولو.
له دې مخکې چې ځانته يې رابللی وو، نو هغه ترې انکار کړی وو چې ((نه، زه دا کار نه کوم))، احسان فراموشه ((نيکي هېروونکی)) نه وو. د هغې د څښتن احسان يې ورپه ياد کړ او دا خبره يې ورته وکړه چې هغه خپلې تېروتنې ته متوجه کړي چې د څښتن په غياب کې خيانت مه کوه!
که موږ لږ فکر وکړو دلته چې گناه ته راوبلل شو، نو اختيار ((واک)) يې خپل وو، نو انکار يې ترې وکړ چې ((نه)) ځکه چې دا کار يې په خپل اختيار ((واک)) کې وو، خو هلته يې چې خپل اختيار نه وو، نو مجبور وو چې خبره يې ومني. له کوټې نه ورته راووځي چې هغوی يې ننداره وکړي.
ښه به دا وي چې موږ هم پر ځينو مسايلو لږ فکر وکړو او خپل دنيوي واخروي مسووليت درک کړو. که موږ څوک ځينې ناروا کړنو ته مجبوروي، نو ښه به دا وي چې له خپل حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنو. اگر چې ځينو طالب مشرانو په دې تړاو ډېرې سختې وگاللې او ويې زغملې چې هغه ټولې ثبت دي.
ولې بيا هم زما مشوره يا وړانديز دواړو خواو ته دا دی چې د بل په کور کې له نامعلوم ادرسه د هغوی د چتر و فشار لاندې نه به دا ښه وي چې په خپل کور کې سره کښېنو او په يوې چرگۍ سره راټول شو. سختې گيلې او نادودې دواړو خواو ته شته.
هلته چې شيطان د ورونو مينځ کې ننوته، نو څلوېښت کاله يعقوب وکړېده. وروڼو پر خپل ورور صرفه ونه کړه چې سختې ناخوالې او نادودې د دوی ترمينځ پېښې شوې، خو کله چې وروڼو سره وپېژندل او سره مخ پر مخ شول، نو يوسف د خپل بوډا پلار و وروڼو او کورنۍ پر ولږې او سختۍ چې مخ پر مخ خبر شو، نو ځان يې کنترول ((قابو)) نه شو کړی. وينه يې ودردېده او ځان يې وروپېژنده او هغوی دی وپېژنده. هغوی منښته وکړه او خپله تېروتنه يې ومنله او ده ورته بښنه وکړه چې ((لاتثريب عليکم اليوم)). گيلې وناخوالې ټولې هېرې او يوې خوا ته شوې.
نو زه پر حکومت په تيره پر ښاغلي غني وښاغلي کرزي او ټولو مخالفينو غږ کوم چې د الله تعالی ستر او عظيم کتاب زموږ مخې ته اېښی دی. تضمين يې دا دی چې که ((چا پرې عمل وکړ، نو برياليتوب ختمي دی)). د بل په لمسون جهاد مه کوئ! د مکار له چل وفريبه ځان خلاصول پخپله جهاد دی. که يې يو حکم ته گورو، نو بل ((والصلح خير)) ته يې ولې شا کړو؟
زه قوي ايمان او باور پر الله تعالی لرم چې که يوځل موږ لږ په گرېوان کې سر ښکته کړو او يو بل وزغمو او ورته درناوی ولرو، نو اغيار پخپله زموږ له مينځه ووځي. يوځل چې سره بيا مخامخ کښېناستو، نو الله تعالی به يو بل ته زموږ په زړونو کې رحم واچوي. گيلې وناخوالې به پخپله ختمې او هېرې شي.
گورئ چې يوسف عليه السلام و رسول الله صلی الله عليه وسلم څه وکړل؟ يو خپلو وروڼو ته بښنه وکړه چې کورنۍ سره يو شوه او بل خپل قوم وعزيزانو ته بښنه وکړه چې ټول قوم وعزيزان سره يو شول او يوه لويه اسلامي ټولنه رامينځته شوه.
ولې زموږ زړونه دومر سخت دي چې يو بل ته بښنه او زغم نه شو کولی؟ درملنه يې له قرآن سره اشنايي ده. سياسي ستونزې بايد د سياسي مصلحت پر بنياد حل شي. که نورو ته امتيازات ورکوو، نو ولې يې په خپلو کې سره نه اخلو؟ په بله مانا که موږ خپلې ستونزې د سياسي مصلحت پر بنياد حل کړو، نو بدي يې په څه کې ده؟ اسلامي نظام يا شريعت د بل په بسپنو، پيسو، وسلو او لاسوهنو نه رامينځته کيږي. که داسې رامينځته کېدای، نو زموږ گاونډيو به دوه ځلې راڅخه خپل واک وخپله سياسي واقتصادي خپلواکي نه غصبوله چې بيا له يو لورې جونېجو او له بل لورې بيا بروجردي زموږ استازيتوب کولو. دا نن هم زموږ گاونډيان هماغه خوبونه ويني او هماغه خوند يې لا په خولې کې دی. ته چې د بل په غېږ کې پروت يې، نو دا معاملې به زغمې چې واک واختيار به دې خپل نه وي.
نوټ :
شريعت موږ اصلاح کولی نه شي، تر څو چې موږ خپل ځانونه د ايمان واسلام له غوښتنو يعنې د الله تعالی د ستر کتاب کلام پاک او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له غوښتنو سره سم نه کړو، نه دا چې هغه زموږ له غوښتنو سره سم کړو چې دا بيا هېڅ گټه نه کوي. دا چې موږ هسې تش په نوم د شريعت نارې سورۍ وهو ښه خبره نه ده. شريعت يوه روښانه کړنلاره يا قانون دی. له بده مرغه چې موږ شريعت سره په ډېر لېرې سخت واټن کې واقع شوي يو. په بله مانا موږ بايد شريعت ته ځان ورنژدې کړو او ځانونه د شريعت تابع کړو نه دا چې شريعت ځانته را نژدې او د ځان تابع کړو.
ما حكم صلاة الغائب؟
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
فقد اختلف أهل العلم في صلاة الجنازة على الغائب، فذهب الشافعي وأحمد في ظاهر مذهبه إلى أنها مشروعة، واستدلوا بما في الصحيحين عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم نعى النجاشي في اليوم الذي مات فيه، وخرج بهم إلى المصلى فصف بهم وكبر عليه أربعاً.
ومعلوم أن النجاشي مات بأرض الحبشة.
وذهب الحنفية والمالكية إلى عدم مشروعية صلاة الغائب، وأجابوا عن قصة النجاشي بأن الصلاة عليه من خصوصيات النبي صلى الله عليه وسلم، ومن الجائز أن يكون رُفع للنبي صلى الله عليه وسلم سرير النجاشي فصلى عليه صلاته على الحاضر المشاهد، قالوا: ويدل على ذلك أنه لم ينقل عنه أنه كان يصلي على كل الغائبين، وتركه سنة، كما أن فعله سنة، ولا سبيل لأحدٍ بعده أن يعاين سرير الميت من المسافة البعيدة ويرفع له حتى يصلي عليه، فعلم أن ذلك مخصوص به.
وذهب الإمام أحمد في رواية نقلها شيخ الإسلام كما في الفتاوى الكبرى (4/444) إلى صلاة الغائب على من له فضل وسابقة على المسلمين، فقال: إذا مات رجل صالح صلي عليه. واختار هذا القول من المتأخرين الشيخ السعدي رحمه الله.
والراجح -والله أعلم- أن صلاة الغائب مشروعة في حق من مات بأرض ليس فيها من يصلي عليه، أما من صلي عليه حيث مات فإنه لا يصلى عليه صلاة الغائب، وإلى هذا ذهب جمع من المحققين، منهم الخطابي والروياني وترجم بذلك أبو داود في السنن فقال: باب الصلاة على المسلم يليه أهل الشرك في بلد آخر.
واختار هذا القول شيخ الإسلام ابن تيمية وتلميذه ابن القيم، قال ابن القيم في زاد المعاد:.... وقال شيخ الإسلام ابن تيمية: الصواب أن الغائب إن مات ببلدٍ لم يصلَّ عليه فيه، صلي عليه صلاة الغائب، كما صلى النبي صلى الله عليه وسلم على النجاشي لأنه مات بين الكفار ولم يُصلَّ عليه، وإن صلي عليه حيث مات لم يصلَّ عليه صلاة الغائب، لأن الفرض قد سقط بصلاة المسلمين عليه.
وهذا القول رواية عن الإمام أحمد، ويؤيد هذا أيضاً أنه قد مات في عهد الخلفاء الراشدين كثير ممن كانت لهم أيادٍ على المسلمين ولم يُصَلَّ صلاة الغائب على أحد منهم، والأصل في العبادات التوقيف حتى يقوم الدليل على مشروعيتها.
والله أعلم.
په درنښت
سيد حسين پاچا