د خوست ولایت د پرمختګ په پار د خوست ولایت والي صاحب ته پرانیستی لیک

 
د خوست ولایت محترم والي صاحب حکم خان حبیبي!
زه ستاسو اکاډمیک شخصیت او له علم و فرهنګ سره مينې ته احترام لرم. په دې هم پوهیږم چې هغه مسایلو ته چې په دې لنده لیکنه کې مې ورته اشاره کړي ده، تاسو ورته متوجه یاستی. دا هغه څه دي چې زما سره په ماغزو کې ګرزیدل او دادی اوس مې د یوې مقالې په بڼه ستاسو د لا زیات تشویق په خاطر ترتیب کړي دي.
هغه څه چې د تیرو څو لسیزو راپدې خوا يې ټول محسوسوو، بل څه نه دي پرمختګ دی. ګاډیوان و موټروان، هټیوال و د علم او پوهې مینه وال، خلاصه دا چې ټول هیواد وال د پرمختګ او بدلون مینه وال دي. پوښتنه له همدې ځایه راپورته کیږي چې اخر ولې ټول د یوه مثبت بدلون شیبې ته سترګې په لار دي؟ اخیر ولې د پرمحتګ یوې داسې شیبې ته سترګې په لار دي لکه صحرا کې د کاروانه پاتې شوی لاروی چې د یوې لپې اوبو موندلو په لټه کې وي.
نړی د اوږده مزله وروسته یو داسې وخت او یو داسې عصر ته رارسیدلي ده، چې هر څه ته په بنیادي ډول بدلون ورکول غواړي. دا بدلون باید په څه کې وي او په څه ډول وي؟
دا بدلون به په پایښت لرونکې بڼه وي، دا بدلون به په باثباته بڼه وي او دا بدلون به په دوامداره بڼه وي. دلته که د پایښت لرونکي سره د پراختیا په نوم یو بل ويی یو ځای شي، ترې پایښت لرونکي پراختیا جوړیږي. د پایښت لرونکي پراختیا څخه مې موخه داده چې ټولنې ته په کار ده په داسې ډول پرمختګ وکړي چې د یوې خوا د ولس د پراخه ګډون، همغږی او همکاری په وجه په اقتصادي ډول تر ټولو پیاوړی او د بلې خوا د چاپیریال ساتنې له اړخه پایښت لرونکی وي.
که مو موخه پایښت لرونکي پراختیا وي، په لومړي سر کې د خوست ولایت د بیارغونې او پراختیا لپاره دا لاندې مهمې نقطې وړاندې کوم او هیله ده چې تر غور لاندې ونیول شي.
۱. په داخل د ولایت کې د زیات غربت له منځه وړل
د غربت د اندازې مالومولو لپاره په نړیواله کچه عموماً د یو نفر پر سر باندې عاید په نظر کې نیول کیږي. هغه وګړي چې عاید يې د یو کال په موده کې له 1035 $ څخه کم وي، د کم عاید لرونکو، هغه چې د یو کال په موده کې يې خپل ټول عاید له 1035 $ څخه تر 12615 $ پورې وي، د متوسط عاید لرونکو او هغه وګړي چې عاید يې تر 12615 $ څخه زیات وي، د لوړ عاید لرونکو وګړو په لیست کې شامیلیږي. افغانستان یو د هغه هیوادونو له جملې څخه دی چې د لږ عاید لرونکو په لیست کې درج شوی دي. د خوست ولایت ډیری ولسوالیو اوسیدونکي د لږ عاید درلودل خو لا څه چې تر اوسه پورې يې د ژوند کولو ابتدایي وسایلو لکه خوراک، څښاک او سرپنا ته هم په کافي اندازه لاس رسی نه لري.
۲. د تعلیم د سطحې لوړول
خوست ولایت یو د هغه ولایتونو له جملې څخه دی چې له پخوا څخه ورته د تعلیم په برخه کې لږه پاملرنه شوي ده. د طالبانو تر واکمنی پورې حتا یو پوهنتون هم په کې شتون نه درلود. اوسمهال چې په ټول ولایت کې د 291 په شاوحوا کې تش په نوم فعالو ښوونځیو له جملې  څخه يې یوازې د ګوتو په شمار ښوونځیو کې معیاري  نصاب، معیاري استادان او چارې يې په معیاري ډول پر مخ بیول کیږي؛   ښار ته  له نیږدې ولسوالیو پرته، د نورو لیرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکي حتا ښوونځی ته لاس رسی هم نه لري. په دې برخه کې په لومړي سر کې د ښوونځیو د تعداد زیاتول حصوصاً د نجونو په برخه کې د اولیت ځای نیولی دی. په دوهمه برخه کې د معیاري درسي نصاب پلي کول اړین رامالومیږي.
 ۳. د شته منابعو په نظر کې نیولو سره د اقتصادي پراختیا لاسته راوړل
دا په دې مانا ده چې د ولایت په داخل کې د شته منابعو څخه سالمه ګټه پورته شي او په عین حال کې په پایښت لرونکي بڼه تولید او مصرف په نظر کې ونیول شي. د ننه په ولایت کې ټولې ولسوالی ددې حق لري چې په دوامداره ډول اقتصادي پرمحتګ وکړي. دې کار ته د رسیدو لپاره په کار ده چې په خپلو تولیدي موادو، د غذایي موادو کښت او د کلیو او ښارګوټو جوړولو په پالیسیو او پلانونو کې تغیر راوړو.
 ۴. د ښځو حقوق، ټولنیزه همغږي او د ټولو لپاره د بشر د حقوقو په پام کې نیول
د پایښت لرونکي پراختیا اساس په عدالت، ټولنیزه همغږی او همکاری باندې ولاړ دی. د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ژوند سهولتونه یو ډول نه دي. دا له پحوا څخه را پاتې شوي ستونزه ده. زه په دې باوري یم چې د ټولو ولسوالیو د اوسیدونکو لپاره د یو ډول سهولتونو برابرول لکه تعلیم ته لاس رسی، مارکیټ ته لاس رسی عذایي موادو ته لاس رسی او نور کولای شي چې په اوږده موده کې د قومونو ترمنځ اوږدمهالي ستونزو او خپل منځي شخړو په هوارولو کې مثب رول بازي کړي.
۵. د هر عمر لرونکو لپاره په ټولو وختونو کې صحي خدمتونو چمتو کول
له دې څخه مې موخه دا ده چې د ولایت په داخل کې د ټولو ولسوالیو اوسیدونکي په ټولو وختونو کې صحي خدموتونو ته یو ډول لاس رسی ولري. زه پوهیږم چې ددې ستونزې د هواري لپارې ډیرې بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي، ولې بیا هم د یوه منظم پلان له لارې کولای شو چې د پنځو کالونو په موده کې ټولو ولسوالیو ته صحي خدمتونه پراخ کړو. د یادونې وړ يي بولم چې په دې برخه د پرمحتللي تکنالوژی مروج کول او د پرمحتللو پوستکالو لکه G.I.S او نورو کارول مثبته نتیجه ورکولای شي.
 ۶. د کرنې د سستمونو اصلاح کول او د کلیوالي تولیداتو لوړول
نوموړي موخې ته د رسیدو لپاره په کار ده چې د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې د کرنې عملیاتو او کلیوالي رغونه کې سمون راوستل او د غذايې موادو د تولید منابعو ته لاس رسی کولای شي چې د کرنې او مالداری په برخه کې د تولیداتو د لوړیدو سبب وګرځي.
په اوسني وخت کې د کرنې د پراختیا لپاره د ځمکې د وړتیا په شمول په ټولو ټولنیزو او اقتصادي شاحصونو کې ډیرې کمې لاسته راوړنې تر سترګو کیږي.  د ټول ولایت په کچه د ځمکې یوې داسې ارزونې ته اړتیا ده چې په فزیکي ډول د هر نبات لپاره د استفادې وړ وي، په اقتصادي ډول تر ټولو ګتوره وي او په عین وخت کې د چاپیریال ساتنې له اړخه خوندي وي. ایا شونې ده چې دا ډول موحې ته ورسیږو؟
هو.
زه يې دلته یوې بیلګې ته اشاره کوم چې زما د ماسټري په تیزیس کې مې هم یوه اندازه کار پرې کړی دی.
که زمونږ موخه دا وي چې د خوست ولایت په ټولو ولسوالیو کې د زغفرانو د نبات لپاره د هغه ځایونو په نښه کول وي چې یاد درې واړه شاحصونه ( اقتصادي، ټولنیز او چاپیریالي) په بر کې ونیسي. لومړی د دری لویو شاحصونو په نظر کې نیولو سره د نورو فکتورونو ټاکل دي. په دوهمه مرحله کې د ټول ولایت د خاورې، ټولنې او چاپیریال په برخه کې د محتلفو سروې ګانو تر سره کول دي. له دې وروسته د زغفرانو د نبات د اړتیاوو لیست کول او د لاسته راغلي سروې ګانو د نتایجو سره د هغې پرتله کول دي. دلته بیا هم یادونه کوم چې د دې کار د تر سره کیدو لپاره د پرمحتللو پوستکالو لکه G.I.S، EARDAS، R او نورو کارول اړین دي.
۷. په هره ولسوالی کې کوچنیو ښارګوټو او بازارونو ته پراحتیا ورکول
۸. وارداتي بریښنا ته د لارې هوارول او د لمریزې انرژی د سستمونو مروجولو یو جامع پروګرام په نظر کې نیول
۹. د ایکوسستم په برخه کې د خدموتونو وړاندې کول او د ژوو ساتنه
۱۰. د ښې حکومتداری لپاره د غوره پروګرامونو چمتو کول او پلي کول
لکه څرنګه چې په ننی عصری طب کې یو ډاکټر د ناروغی د تشخیص لپاره په خپلو ماغزو کې یو Checklist لري او د ناروغی د تشخیصولو په پار د ناروغ څخه د یوې یوې پوښتنې په ډول مطرح کوي، په عین ډول سره په اوسنی نړی کې د اقتصادي پراختیا، حصوصاً د پایښت لرونکي پراختیا ماهر اړ دی چې په دقیق ډول هره ستونزه تشخیص او بیا ورته د حل لازمې لارې پیدا کړي. دا په دې مانا ده چې د ذکر شوو ټولو لسو برخو د ستونزو د تشخیص لپاره د یو Checklist جوړول اړین دي. ما د غربت د اندزې مالومولو لپاره په ورته ډول یو Checklist باندې کار کړی دی چې په لاندې ډول سره دی.
الف. ناسالمې اقتصادي پالیسی
ب. د دولت د مالي حالت راښکته کیدل
ج. فزیکي جغرافیه
د. کمزوري حکومتوالي
هـ.کلتوري خنډونه
و.جغرافیوی سیاست
د ذکر شوي Checklist په تعقیبولو سره کولای شو د غربت اندازه مالومه کړو او پر دې وتوانیږو چې د غربت پر وړاندې هره ستونزه په سالمه توګه تشخیص او د حل لارې يې پیدا کړو. د یادونې وړ يې بولم چې ددې ټولو ستونزو د هواري په سر کې امنیت لومړی ځای لري. کله چې ټول وګړي د امن څخه په ډکه فضا کې ژوند کوي، دوی په خپله د یادو لسو مهمو نقاطو حل لارو ته چمتو کیږي.
په درنښت
ایمل ولي
د ۲۰۱۵ م کال د جولای یو دیرشمه