
په کاري چاپیریال کې له همکارانو سره ښې اړیکې نه یوازې د کار پر مهال د ښه احساس سبب کېږي، بلکې په ډېری مواردو کې له تاسې سره مرسته کوي چې د خپلو همکارانو په مرسته حساب وکړئ. بزنس انسایډر وېبپاڼه وايي که لاندې ټکو ته پام وکړی له همکارانو سره به مو اړیکې ښې شي.
۱- پوښتنه وکړئ
د یوې ادارې هر غړی پر دې چې احساس کړي ادارې ته مفید دی او د ده شتون اړین دی خوشالېږي. له همدې کبله که د پوښتنې په کولو سره خپلو همکارانو ته دغه احساس ورکړی، چې هغوی پر کارپوه کسان دي، د دوی ترمنځ به مو محبوبیت ډېر شي.
۲- غلي مه اوسئ
هغه کسان چې ډېرې خبرې کوي، د خلکو نه خوښېږي؛ خو له هغوی سره هم ګذاره سخت ده چې هېڅ خبرې نه کوي. دغه ډول کسان په سختۍ سره کولی شي چې د خپلو همکارانو ترمنځ محبوبیت ترلاسه کړي. که وکولای شی چې په ځینو مواردو کې په احترام خپل نظر څرګند کړی او تل غلي و نه اوسی، کولی شی چې د همکارانو ترمنځ مو ښه ځای خپل کړی.
۳- نورو ته وخت ورکړئ؛ خو د احسان له بارولو پرته
ځینې وختونه تر خپل کاري وخت یو څه ډېر په دفتر کې پاتې شی او له همکارانو سره مو په پاتې کار کې مرسته وکړئ. یا په داسې وخت کې چې هغوی ډېر کار لري او تاسې خپل کار ترسره کړی، د هغوی برخه کار هم ترسره کړی، ځکه کله چې بیا تاسې د خپل همکار مرسته ته اړ وی، یوازې به نه پاتې کېږی. البته دغه ډول مرسته باید له احسان بارولو پرته وي او هر وخت یې باید همکار ته یادونه ونه کړئ.
۴- ښه اورېدونکي واوسئ
کله مو چې یو همکار د کومې موضوع په اړه خبرې کوي، غوږ ورته ونیسئ او خبرو ته یې پام وکړی. داسې وښيی چې تاسې هم د موضوع په اړه بحث ته لېوالتیا لرئ. دا خبرې ښايي د فوټبال د یوې لوبې په اړه وي یا هم د یوه کور د اخیستو په اړه، خو په هر حالت کې باید د خپلو همکارانو هیلو او اندېښنو ته پام وکړئ. که داسې ونه کړی دې ته به منتظر و اوسی چې یوه ورځ ستاسې لېوالتیا او اندېښنې ته هم پام ونه شي.
۵- پر دې اعتراف وکړئ چې پر ټولو کارونو نه پوهېږئ
تقریبا په ټولو کاري چاپیریالونو کې داسې کسان پیدا کېدای شي چې هڅه کوي په هره برخه کې ځان متخصص معرفي کړي. دغه ډول افراد د محبوبیت د نوملړ په اخر کې ځای لري. که تاسې هم دغه ډول چلند کوی، اړتیا ده چې په چلند کې مو بدلون راولی. اړتیا نه شته چې وښيي په هر څه پوهېږی، پر نه پوهېدلو اعتراف نه یوازې دا چې په کاري محیط کې ستاسې موقف ته زیان نه رسوي، بلکې ستاسې له محبوبیت سره هم مرسته کوي.
۶- ځړېدلي مه اوسئ
د موسکا او خندا لپاره د سترو دلایلو په لټه کې مه اوسئ، که دا وړتیا نه لری چې نور وخندوی، لږ تر لږه د نورو له ټوکو ټکالو هرکلی وکړئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.