اېموجن پاورس جانسون؛ د جانسون کورنۍ میلیاردره

 
امریکایۍ « اېموجن پاورس جانسون» د جانسون د کورنۍ میلیاردره ده. د دې کورنۍ د بل غړي هېربرټ فیسک جانسون ژوند لیک د همیانۍ ورځپانې په تېره ګڼه کې تاسې ولوست. اېموجین د میلیاردر فیسک مور ده. 
اېموجن او فیسک ته کاروبار د فیسک له غور نیکه څخه پاتې دی. 
د نوموړي غور نیکه د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت په راسین سیمه کې له یوې کمپنۍ سره کار کاوه چې د ودانیو غولي به یې په لرګیو او نورو توکو فرش کول.
هغه تر څه مودې وروسته هغه کمپنۍ چې ده کار ورسره کاوه وپېرله او په دې توګه یې د خپل شخصي کاروبار د بنسټ ډبره کېښووده.
د «S. C. Johnson & Son » په نوم دې کمپنۍ په ۱۸۸۶ له اخیستو تر ۱۹۹۲ کال پورې په همدې برخه کې فعالیت درلود؛ خو په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې یې د ډارکېټ په نوم د پاکوونکو توکو یوه کمپنۍ وپېرله.
په ۱۹۹۷ زېږدیز کال یې د «Dow Chemical s » په نوم یوه بله کمپنۍ هم وپېرله.
اې سي جانسون اېنډ سن اوس په امریکا کې د کورنو د پاکوونکو توکو ستره کمپنۍ شمېرل کېږي.
د دې کمپنۍ مشهور تولیدات «Ziploc, Glade, Drano and Pledge» دي.
اېس سي جانسون اېنډ سن اوسمهال د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې فعالیتونه لري او برنډونه یې د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
له دې کمپنۍ سره ۱۲ زره کسان کار کوي او د کلني پلور کچه یې تر ۹ میلیارده ډالرو اوړي.
په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د «Diversey» په نوم یوه کمپنۍ یې پر سیلېډ اییر کمپنۍ باندې وپلورله. دا د کورنۍ سوداګرۍ له پیله لومړی ځل و چې د دوی یوه کمپنۍ پلورل کېږي.
اېموجن د کمپنۍ په رهبرۍ کې ونډه نه لري. نوموړې د یوه کالج مشر ده چې د جانسون کمپنۍ د کارکوونکو د بچیانو د د زده کړو لپاره جوړ شوی دی. 
دغه راز د کارنل پوهنتون د مرغانو یا الوتونکو پېژندې «Ornithology» د لابراتوار د بورډ غړې هم ده. 
نوموړې په همدې پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې کړې دي. 
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۳‍۱ مې نېټې د شمېرو له مخې « اېموجن پاورس جانسون » دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او د متحده ایالاتو د میلیاردرانو ترمنځ ۲۰۱ ام ځای لري.
نوموړې ۸۵ کلنه ده، څلور اولادونه لري او د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت په راسین سیمه کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.