
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيم
اللّهُ وَلِيُّ الَّذِينَ آمَنُواْ يُخْرِجُهُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّوُرِ
د كابل حكومت د شړېدو او نړېدو په حال كي دئ، وضعيت ئې كټ مټ همغسي دئ لكه د كمونستانو د اقتدار وروستۍ شېبې. دښمن يو ځل بيا د مخكي په څېر پر داسي منصوبې پانگونه پيل كړې چي بيا هم په كابل كي د يوه اسلامي حكومت جوړېدو مخه ونيسي او جگړه په نوې بڼي كي دوام وكړي. په همدې موخه د مليشه يي ځواكونو جوړېدو او په پرديو پوري د تړلو ډلو د يو ځاى كولو او د راتلونكو جگړو لپاره د هغوى د چمتو كولو لړۍ پيل شوې. د دې وخت او وضعيت تقاضاء دا ده چي ټول مجاهدين، طالبان، وطنپال او سوله غوښتونكي افغانان يو بل ته لاس وركړي او په گډه د پېښو مقابلې ته چمتو شي.
حزب اسلامي افغانستان دې ته چمتو دئ چي د داسي متحدي اسلامي جبهې په جوړولو كي فعاله ونډه واخلي. وړانديز ئې دا دئ چي جهادي ډلي، هغه سياسي مجموعې او تنظيمونه چي په هېواد كي د بهرنيو ځواكونو له حضور سره مخالف دي؛ گډ كار ته چمتو شي، په څرنگوالي ئې غور وكړي، خپل سياستونه او دريځونه توحيد كړي، د نن او سبا لپاره گډه منصوبه او تگلاره وټاكي، لومړى د داسي مخورو، صالح اومؤمنو افغاني شخصيتونو په فهرست توافق وكړي چي په خپل گوند او افغاني ټولني كي د وجاهت خاوندان وي، اسلام ته ژمن او د خپل هېواد آزادي او خپلواكي غواړي، پرون او نن ئې د اشغالگرانو په خلاف جهاد كي فعاله برخه اخيستې وي، له دوى يوه معتبره غونډه جوړه كړي، دا غونډه به موقت مشر او يوه باصلاحيته لويه شورى جوړوي، شورى به د چارو د سمبالولو لپاره يوه ځواكمنه اجرائي شورى غوره كوي، غړي به ئې د موقت امير په وړانديز او د شورى په رأيه ټاكل كېږي. دا تنظيم به تر هغه دوام كوي چي هېواد آزاد شي، ټول بهرني ځواكونه ووځي، د چارو واگي دې جبهې ته په لاس ورشي، بشپړ امنيت تأمين شي، په دې مودې كي به ټول سياسي، نظامي او فرهنگي فعاليتونه له همدې لاري او د دې تنظيم تر ادارې لاندي ترسره كېږي. بيا به د يوه مستقل او ټولو لوريو ته د منلو وړ كميسيون له لاري او د اسلامي اصولو مطابق انتخابات ترسره كېږي، په انتخاباتو كي به موقت مشر او د هغه د اجرائيې غړي برخه نشي اخيستلى.
ټول به د الله تعالى په نامه تعهد كوي چي له دې وروسته به د اقتدار لاس ته راوړلو لپاره له هر راز ناروا هڅو ډډه كوي، نه به د كودتاگانو لار غوره كوي، نه به وسله كاروي، نه به د پرديو د وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو هڅه كوي، هر هغه چا ته به د ملي خائن په سترگه گوري چي د توطئو له لاري او د پرديو د مالي او نظامي مرستو په مټ د اقتدار پر كرسۍ د كښېنستلو هڅه كوي، د هېواد په كورنيو چارو كي د پرديو د هرراز مداخلې په وړاندي به په كلكه ودرېږي او هيچا ته به د لاسوهنو اجازه نه وركوي. له ټولو هېوادونو سره به د حكومت او دې جبهې معامله بالمثله وي، د دوستۍ په وړاندي دوستي، او د دښمنيو او لاسوهنو په وړاندي قاطع او پرېكنده ځواب او ورته چلن.
ټول هغه جنگي جنايتكاران او ملي خائنين چي د اشغالگرانو ملگرتيا ئې كړې، ملي شتمنۍ ئې غارت كړې، د نورو زمكي او شتمنۍ ئې غصب كړې؛ ناروا او ظالمانه قتلونه ئې كړي، د اسلامي شريعت په رڼا كي محاكمه او مجازات كېږي، او د ولس او ملت غصب شوي ملكيتونه او لوټل شوې شتمنۍ به ترې اخيستل كېږي.
د نورو هېوادو له اسلامي احزابو او ټولنو سره به اسلامي ورورولي پالو، د اسلامي امت د يووالي هڅه به كوو، هغو ډلو ته چي غواړي زموږ په هېواد كي په خپل نامه ډلي جوړي كړي وايو: د مسلمانانو د يووالي په ارتباط ستاسو د هوډ قدرونه كوو خو د يوالي طبيعي او معقوله لار دا ده چي لومړى په بېلو بېلو اسلامي هېوادو كي اسلامي ځواكونه متحد كړو، د دوى په لاس اسلامي حكومتونه رامنځته شي، بيا د ټول امت د يووالي لپاره هڅه وشي، دا يووالى هم تدريجي وي، لومړى ئې بهرنى سياست توحيد شي، بيا يو لوى گډ پارلمان رامنځته كړي، بيا ئې سكه (كرنسي) او پاسپورت توحيد شي، د دوى تر منځ تگ راتگ له وېزې پرته وي، بيا گډ فوځ جوړ كړي،... په دې توگه د بشپړ توحيد په لوري ولاړ شي. اوس د هر مسلمان مهمه او اساسي دنده دا ده چي په لومړي سر كي د خپل ولس د يووالي لپاره په اخلاص او صداقت سره كار وكړي او په خپل هېواد كي د واقعي اسلامي حكومت له جوړېدو وروسته د ټول اسلامي امت د يووالي هڅه وكړي. له هر هغه كار بايد ډډه وكړي چي د مسلمانانو د يووالي مخه نيسي. د بېلو بېلو وړو وړو ډلو له جوړولو ډډه وكړي، عملاً گورو چي د ډلو زياتوالي او هري نوې ډلي اسلام او مسلمانانو ته د گټي پر ځاى تاوان رسولى، گټه ئې دښمن ته رسېدلې، د مسلمانانو تر منځ د لازيات تفرق او تمزق باعث شوې او حتى د دوى تر منځ ئې جگړي او نښتي رامنځته كړې دي. د يووالي لار دا نه ده چي څو كسان په يوې گوښې كي راغونډ شي، خپل مشر ته د خليفه او اميرالمؤمنين نوم وركړي او له نورو مسلمانانو وغواړي چي له ده سره بيعت وكړي او كه څوك بيعت ونه كړي هغه مباح الدم وي!! دا غلطه او بې بنسټه انگېرنه د هغه چا كېدلى شي چي نه له دين خبر وي او نه اسلامي لارښوونو ته التزام ولري.
كه د يوالي په اړه دا وړانديز نه منل كېږي او ځيني ډلي ورسره توافق نشي كولى نو حزب اسلامي ټولو مخلصو مجاهدينو او شخصيتونو ته بلنه وركوي چي راشئ د حزب اسلامي پر محور راغونډ شو او دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره په همدې صف او سنگر كي په گډه مبارزه وكړو. حزب اسلامي ته بلنه كوم شخص او د هغه زعامت ته بلنه نه ده، بلكي اسلامي لارښوونو، تگلاري او د يوې واقعي اسلامي ټولني جوړولو ته بلنه ده، دلته قرآن لارښود دئ، سنت تگلاره ده، هم اهداف د الهي لارښوونو په رڼا كي ټاكل شوي او هم تگلاره، دلته شورايي نظام دئ، مشران او چارواكي د ټولو په خوښه او د اكثريت په رأيه ټاكل كېږي. دلته هم صلاحيتونه امانت گڼل كېږي او هم ملي شتمنۍ او ملكيتونه. نه زعيم په هغه كي د خپلي خوښي تصرف كولى شي او نه نور مسئولين هغه خپل ذاتي ملكيت گڼلى شي. كه د حزب اسلامي مرام، د غړو مسئوليتونه او د اساسي قانون هغه رساله چي د راتلونكي اسلامي نظام لپاره ئې وړاندي كړې مطالعه كړئ نو د هغوى په رڼا كي به پوه شئ چي حزب اسلامي ته بلنه يعني يوې واقعي اسلامي ټولني ته بلنه.
والسلام على من اتبع الهدى
حكمتيار
9 اسد 1394