
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د ډنمارک پخواني صدراعظم او د ناټو نوي مشر اندرېس فوغ رسموسېن څرگنده کړې، چې په طالبانو کې د سخت دريځو سربيره داسې منځلارى ډلې هم شته، چې کيداى شي خبرې ورسره وشي د طالبانو سره خبرې کول د ملي پخلاينې لپاره ښه خبره ده او په دې سره کيداى شي، چې د سخت دريځو طالبانو پوځي زور مات شي بلخوا د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کائى ايډى څرگنده کړې، چې د ټيټى کچې طالبانو سره دې خبرې وشي ددې سره کيداى شي، چې طالبان کمزوري شي او ورسره په افغانستان کې د امنيت ټينگښت باوري کيداى شي او انتخابات به هم په ښه توگه ترسره شي اوس، چې د نړېوالې ټولنې د دوه لوړپوړو چارواکو، چې يو يې د ناټو نوى ټاکل شوى مشر او بل يې د ملگرو ملتونو له خوا د افغانستان ځانگړى استازى دى په دې وړانديز په افغان دولت څومره توان ولري، چې پلى يې کړي که څه هم طالبانو دا ډول وړانديز رد کړى او څرگنده کړې يې ده، چې په طالبانو کې منځلاري نشته ټول يو ډول طالبان دي، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پرخلاف پوځي مبارزه کوي دا، چې د ملگرو ملتونو استازى د ټيټى کچې طالبانو سره د خبرو وړانديز کوي نو پوښتنه داده، چې آيا د ټيټى کچې طالبان به دومره وس او توان ولري، چې لوړپوړي طالبان خبرو ته چمتو کړي که څه هم د بريتانيې او امريکا استازو د منځلارو طالبانوسره د خبرو ملاتړ کړى خو هغه چاسره، چې خبرې پيليږي ددې وس نه لري، چې د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو پوره استازيتوب وکړي، ځکه ، چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر د خبرو څخه وړاندې د بهرنيو ځواکونو وتل غواړي او دا هغه شرط دى ، چې نړېواله ټولنه يې نه مني که څه هم افغان ولس مشر حامدکرزي هم دا وړانديز رد کړى، چې د بهرنيو ځواکونو وتل د هېواد په گټه نه دي بې له قيد او شرطه دې خبرې پېل شي ،چې دا وړانديز د طالبانو لخوا د منلو نه دى خو اوس دا، چې يو لورى د خبرو وړانديز کوي او بل لورى يې نه مني نو ستونزه نه حل کيږي او ولس له يوډول اندېښنې سره مخ دى، چې څه وکړي دا، چې افغان حکومت د نړېوالې ټولنې په مرسته د انتخاباتو لپاره په هلمند کې د طالبانو خلاف عمليات پيل کړي لا روان دي اوپه همدغو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو د وژنې شمېره هم مخ په زياتيدو سره، چې نړېواله ټولنه او د اړوند هېوادونو ولسونه يې هم د اندېښنې سره مخ کړي دي او د جگړې د پاى نخښې نه څرگندوي
qadirandewal@yahoo.com