دحسن صباح جنت او د فدایانو(ترهګرو) روزل

 
د روهي وېب پاڼې ښاغلو او آغلو لوستونکو! لکه څه رنګ چې په تېرو پرله پسې لیکنو کې د مذهبي ترهګرۍ په لړ کې په صلیبي جګرو باندې رڼا واچول شوه، دا دی په دې سلسله کې بیا هم د مذهبي ترهګرۍ په پاتې برخه کې د نړۍ د اسماعیلیانو ډلې په اړه په زړه پورې او ژور معلومات راټول شوي دي، چې د نوموړي ډلې لخوا حیرانوونکي ترهګریزې کړنې تر سره شوي دې او د ننیو ترهګریزو کړنو او ترهګرو ډلو ټپلو له ګروهو(عقایدو) سره ډېر ورته والی لري، سره له دې چې زموږ څېړنه د اسماعيليانو د مذهبي ګروهو په تړاؤ نه ده خو پوهېږو چې د اسماعيليانو د ټولو ډلو د ترهګریزو کړنو عوامل او انګيزې د دوى مذهبي عقيدې دي، نو په دې بنسټ اړ یو چې د اسماعیلیانو د ترهګریزو کړنو تر څنګ د دوی پر ګروهو باندې هم معلومات وړاندې کړو، دا معلومات به په بشپړه توګه په چاپي کتاب کې ولیکل شي، خو د اوس لپاره به یوازې د اسماعیليانو ترهګریزې کړنې او یو څه نور اړوند معلومات ولیکلو تر څو د ګرانو لوستونکو د ستړیا سبب نه شي، په دې لیکنه کې به لُمړۍ په ایران کې د اسماعیلیانو پر نزاریه ترهګره ډله وغیږو او ورسته به په عربې نړۍ، افغانستان، پاکستان او د نړۍ په نورو سیمو کې د نوموړي فرقې پر ترهګرو ډولو باندې خبرې وکړو:
دحسن صباح جنت او د فدایانو(ترهګرو) روزل:
 د ايران د نزاريه فرقې مشر حسن صباح د خپلو ځانمرګو کسانو لپاره د الموت په کلا کې ډېر ښکلي باغونه او قصرونه جوړ کړي ؤ، چې په هغو باغونو او ودانیو کې تقريباً د جنت په شان نعمتونه او خوندونه د هغو ناپوهو ځوانانو د فريب او غولولو لپاره برابر شوي ؤ چې د ځانمرګو بريدونو لپاره به په کې روزل کيدل د ايران نزاريانو به د سيمې هغه ناپوه او تنکي ځوانان د خپلو دښمنانو د ترور لپاره روزل چې ژور فکر به يې نشو کولى او ډېر ژر به بې لارې(ګمراه)کيدل.
دا چې د هغه وخت د ترهګرو مشران که څه هم زيرک او (اهريمن١) صفته کسان وو خو بر عکس د دوى ټيټ رتبه پيروان بې عقل، ګنکس او ګيچ کسان وو، تاریخ لیکونکی ذکريا قزويني د دا ډول بې حسه کسانو د حماقت په اړه وايي:«الموتيان چې د حسن صباح دين يې غوره کړى دى داسې بې حسه، بې شعوره او بې عقل خلک دي چې د ونې په هغه څانګه ناست وي چې دى يې له ونې څخه لنډوي ( نوکله چې څانګه غوڅه کړي د ونې د ښاخ سره يو ځاى لاندې ځمکې ته راغورځيږي) چې له داسې خلکو څخه د هر ډول ليونيو کړنو انتظار کيدى شي» (فرقه اسماعيليه ص ١٦٣)
حسن صباح په خپلو جنت ډوله باغونو او قصرونو کې روزل شوي ډېرې ښايسته ښځې او جلکۍ د ځوانانو د غولولو لپاره ساتلې چې ډېرى به يې د نورو ملکونو څخه د مصر فاطمي خلافت لخوا را لېږل کيدلي.
ويلاديمر بارتون د (الموت) په کتاب او جان بي ناس په تاريخ (جامع اديان) کې په دې اړه ډېر په زړه پورې معلومات ليکلي دي، لُمړی ویلادیمر بارتون: د نويو ځوانانو ماغزه به یې ورومينځل نو وروسته يې په دې هم پوهول چې حسن صباح پيغمبر دى، په ټولو غيبو او راتلونکو پېښو باندې پوهيږي.
زده کوونکو ته يې دا هم ورزده کول چې د دوى ټول مخالفين خصوصاً هغه مسلمانان چې د (اسماعیلیانو) د کفري عقايدو مخالفت يې کولو د کفارو او ديوانو په نوم ورپيژندل. د سلجوقيانو په اړه يې داسې تبليغات ورته کول: د سلجوقيانو د حکومت غړي د پيريانو او ديوانو له نسل څخه دي چې نيمې تنې يې د انسانو دي او نيمايي تنې يې د ديوانو دي او سلجوقيان د هغو شريرو ارواحو څخه پيدا شوي دي چې د انسان نژادو ښځو سره يې زناوې کړي دي، زده کوونکو ته يې ویل:  سلجوقيان مسلمانان نه دي خو دوى ځکه ځانونه مسلمانان بولي تر څو خپل ريښتيني خصوصيات پټ کړي او وکولى شي د ديوانو او شيطانانو حکومت په ټوله نړۍ کې رامينځ ته کړي، دوى به دا هم ويل چې په ايران کې تر ټولو سخت د اسلام(اسماعیلیانو) دښمن خواجه نظام الملک دى، چې د سلجوقيانو په حکومت کې ځواکمن وزير دى.
د جنت د نعمتونو خبرې به يې زده کوونکو ته کولې او دا به يې هم ورته ويل چې کهڅوک د دوى مخالفين له مينځه يوسي فوراً به جنت ته داخل شي او د عزت، غيرت او اتلولۍ تبليغات هم ورته کيدل او دا به يې ورته ويل چې هغه څوک چې لوى لوى کارنه کوي نو خپل ژوند له مرګ څخه پيل کوي او هغه څوک چې ډارن دي او هميشه له مرګه څخه ډاريږي څو څو واره وژل کيږي. لکه چې وايي:(شجاع يو ځل مري او ډارن ډېر ځله).
دوى به پرته د ترهګریزو زده کړو څخه په نورو برخو کې هم زدکړې کولې لکه د څو ژبو زده کول، شعر او نور حکمتونه. (اسلام در ايران ص ٣١٥)
کله چې د زده کوونکو خيال او فکر د حسن صباح په عقيده برابر شول، نو وروسته به يې د ترور عملي زده کړې ورښودلې، دوى به جسماً قوي او پياوړي ځوانان وو، سپورت او نور ډېر مشکل تمرينات به يې ترسره کول، ترڅو وکړى شي په سخت او خاص وخت او په هر ډول شرايطو کې خپل هدف ته ځان ورسول شي او د کوچني زهر لړلي خنجر په وسيله خپل هدف له مينځه يوسي. (فرمان رواى الموت ص ٧٠)
که چېرې به د تعليم او تربيې په جريان کې کوم زده کوونکي سهوه یا خطا وکړه، نو سخته سزا به يې ورکوله او هغه داسې چې د اور په سکروټو به يې لوڅې پښې ګرځولو؛ د ساه(تنفس) بندول تر هغې پورې چې بې هوښه به پرېوتل؛ په ځنځيرونو او نورو شيانو باندې د ځانونو وهل، تر هغې چې ملاوې به يې شنې او زخمي شوې او وينې به ترې روانې وې.
د الموت د کلا نور قيودات داسې وو چې که چا به د خپلو مشرانو له امر څخه سر غړونه وکړه يا به چا شراب وڅښل، يا به چا د خپلې فرقې غړى وواژه او يا به چا يوازې ځان ته ساز اوريدلو، يا به څوک ګډا ته ناست وو او يا به په خپله ګډيدل،ګمراه کونکي کتابونه(د اسماعیلیه نزاريه باطنيه فرقې بې غير، اسلامي او نور کتابونه) به يې لوستل او يا به يې د هغې مطالب نورو ته اورول، تر مرګ پورې سزاګانې ورکول کيدلې. (الموت ص٤٤٦؛ اسلام در ايران ص ٣١٦)
دا قيودات د دې لپاره وو چې د تربيې لاندې ځوانان ياد شويو کړنو ته ښه ليواله شي، ښځې، سازونه، ګډا او شراب چې دا ټول د حسن صباح په (جنت) کې د دوى لپاره تیار شوي وو، نو کله به چې ځوانان هغو باغونو او قصرونو ته وردننه کړی شول نو هغه نعمتونه چې له باغ څخه د باندې دوى ترې منع شوي وو ورسره مخامخ به شول.
نو چې ځوانانو به ټولې نظري زده کړي پاى ته ورسولې او په ځينو مخامخ چيريکي جګړو کې به يې هم ازموينې ترسره کړې نو د ډلې د مشر لخوا به د فدايي(ځانمرګى) رتبه ورکړل شوه، فدايي رتبه لرونکي ځوانان به په دې وخت کې د مور او پلار او نورو ټولو خپلو خپلوانو څخه لاس په سر شوي وو يوازې او يوازې به د خيالي جنت په هیله او اميد وو، په هغه باغ کې خسي شوي سړي(خواجه ګان) او تجربه لرونکي ښځې موجودې وې چې په باغ کې هغو ښکليو ښځو او جلکيو ته یې هر ډول د فحاشت او جنسي اعمالو زده کړې ورکولې، هغو ښايسته ښځو او جلکيو ته د حسن صباح له خوا داسې خبرې ویل کیدې چې ګواکې دا د خدای تعالَی خبرې دي حسن صباح په باغ کې جلکیو ته وایي: تاسې په دې پوه شى چې زموږ له امرونو څخه چې څوک سر غړونه وکړي هغه موږ هېڅ کله نه بخښو، کله چې زما اتلان تاسې ته راشي پريږدئ چې ستاسو سره مينه وکړي او ستاسو په مينه کې ډوب او ورک شي، زه دا وياړ او زيرى  تاسو ته د خداى په نامه درکوم! يوه شپه د خداى تعالَى استازى ما ته راغلو او زه يې له ځان سره اووم آسمان ته پورته کړم او وروسته يې د الله تعالَى په حضور کې حاضر کړم، خداى تعالَى ماته وويل: ابن صباح! اې زما پيغمبره او استازيه! په دغه اووم آسمان کې زما باغونه ښه وګوره نو کله چې ځمکې ته وګرځيدې د دغو باغونو په شان د الموت په کلا کې باغ جوړ کړه، په هغه ځاى کې د تورو سترګو والا باکره جلکۍ راټولې کړه او زما له لوري هغوى ته ووايه: د جنت د حورو په شان دې خپل کړه وړه ترسره کړي... او وروسته د هغه باغ دروازه د خپلو اتلانو پر مخ خلاصه کړه چې په اتلولى او سر ښيندنې سره د خپل مقدس هدف لپاره جګړه کوي... .
ابن صباح! باور وکړه چې هغو اتلانو ته به په خپل ځاى د آسمان په دغه طبقه کې  ښه راغلاست ووايو تر څو دوى ته موږ د دوى د ښو اعمالو بدله ورکړو.
بې له محمد(ص) او بې له تا چې حسن ابن صباح يې بل هېڅ چا ته اجازه نه ده ورکړل شوي چې په ژوندوني(جسماً) دلته راشي، دا چې ستا باغونه به زموږ د باغونو په شان وي نو هغو مېلمنو ته چې مومن او متعقد وي هېڅ ډول ضرر ونه رسيږي او هغه به وروسته له مرګ څخه زما د قدرت د سيورې او ريښتيني جنت په باغونو کې اوسيږي.
هو! خداى تعالَى دغه مطالب ما ته وويل او ما د هغه هدايات ترسره کړل نو ځکه زه له تاسو(ښځو او جلکيو) څخه غواړم چې د خپلو مېلمنو سره د جنت د حورو په شان چلند وکړى او تاسې به هم لوړ مقام(ريښتيني جنت) ته ورسېږئ، دوى زموږ ريښتيني اتلان دي دا داسې اتلان دي چې زموږ د دښمنانو د سترګو اغزي او د خپلو دوستانو لپاره ځانونه قربانوي، دوى د دې وړ دي چې زر ځله د جنت له نعمتونو څخه برخمن شي، که  چېرته څوک زما له امر څخه سر غړونه وکړي او هغه ځوانان نااميده کړي، همدا نن شپه به تاسې خپل سرونه له لاسه ورکړى، هېر نه کړى چې دا غوښتنه زما غوښتنه نه ده بلکې (دالله تعالى غوښتنه ده ... .)   (الموت ص ٣٠٠-٣٠١)
ويلاديمر بارتون زياتوي: ځينو هغو هوښيارو جلکيو به چې د حسن صباح په چل ول پوهې شوي وې او نه به يې غوښتل چې د تل لپاره د هر چا د غيږې نانځکې وګرځي او تر مرګه پورې په فاحشه اعمالو کې پاتې شي نو له ناچارۍ به يې خپل ځانونه وژل او له لوړو کمرونو څخه يې هغه درياب ته وردانګل چې د الموت د باغونو په څنګ کې تېر شوي ؤ... . (الموت ص ٥٣٢)
روزل شوي ځوانان به د حشيشو(مخدره توکو) په ذريعه نشه کړى شول او د ژور خوب په حالت کې به د حسن صباح د هغو خسي شويو مزدورانو له خوا چې له مصر څخه ورته راليږل شوي وو، هغه مصنوعي جنت ته وړل کيدل، نو کله به چې وړل شوي ځوانان له نشې څخه روغ شول نو وبه يې ليدل چې په شا او خوا کې يې ډېرې ښکلي جلکۍ او ښځې په سندرو، سازونو او ګډاګانو بوختي دي او د هغه ځوان ستاينه کوي.
(دغه نادان ځوانان په دې فکر کې وو چې دا به ريښتينى جنت وي او هغه د جنت خبرې چې دوى  له خپلو استاذانو څخه اوريدلي وې هغه به يې دلته په سترګو ليدل) وروسته به يې د جنت د نعمتونو په شان خوراکونه تيار کړل او هغوى به يې  د شرابو په څښلو نشه کړل، دا داسې روزل شوي او مسلکي جلکۍ وې چې په لږ وخت کې به يې هغه ځوانان هر ډول (د مينې او جنسي )کړنو ته تيار کړل، که چېرته به کوم ځوان د شرابو له څښلو څخه انکار وکړ نو هغو جلکيو به د قرآن د آياتونو په استناد ورته ويل: ناپوه يې تا قرآن نه دى لوستلى؟ چې په جنت کې شراب او نور هر څه الله (ج) حلال او روا کړي دي، شيطان او شريرو خيالونو ته په سر کې ځاى مه ورکوه، همدغه شېطان ؤ چې زموږ پلار آدم (ع) يې له جنت څخه ایستلی دی، وروسته به هغه جلکۍ ورو، ورو  ورنږدې کيدلې او د مينې، محبت غزلې يې د ده په غېږه کې زمزمه کولې او نرى نرى ښکلى ساز به غږول کيده ځينې جلکۍ به ګډيدلې او په ښکليو او خوشبويه ګلانو کې به ﻻس په ﻻس ګرځيدل.
ځوانانو به چې دا حالت وليد نو وبه يې منله چې رښتينى جنت دى او د حسن صباح لخوا جنت ته رالېږل شوي دي او د جنت چابۍ (کيلۍ) رښتيا هم د حسن صباح (سيدنا) په ﻻس کې دي. وروسته د يو څه وخت له تېريدو څخه به بيا هغو جلکيو ځوانان د شرابو او نورو نشيي توکو په واسطه نشه کړل او له هغه باغ څخه به يې د نشې په حالت کې وايستل کله به چې په خود شول، نو حسن صباح به ورته وويل: وګورئ هر هغه چا چې زموږ دښمنان له منځه يوړل او تاسې فدايان چې په هغه ځاى کې شهيدان شى، نو فوراً به جنتونو ته داخل شى او هغه حورې چې تاسو وليدلې د هغو سره به يو ځاى شى، چې اوس ستاسو په انتظار کې ناستې دي او که ژوندي بېرته راستانه شى نو بيا به زه تاسو ته د جنت دروازې خلاصې کړم او د خپلو حورو سره به يو ځاى شى.
له هغې ورځې راپه دیخوا چې هغه ځوانان د مصنوعي جنت څخه رایستل شوی وو او له هغو جلکيو څخه جدا شوي وو، نو د جدايې په لمبو کې به سوزيدل او له ډېر خفګان او تکليف سره به مخامخ وو، نو هر يوه به غوښتل چې زرترزره جنت ته داخل شي او د خپلو حورو سره يو ځاى شي، دغو له جنت څخه شړل شويو ځوانانو به خپلو ملګرو ته د هغو قصرونو، باغونو او حورو په اړه خبرې کولې چې دوى ليدلي وو او که چا به د دوى په خبرو کې لږ شک ښکاره کړ نو له هغوى سره به يې جګړې کولې ويل به يې: هغه حورې خداى زما لپاره پېدا کړي دي او زما په انتظار کې ناستې دي، زه د دوى په فراق کې سوزم، سيدنا (حسن صباح) ته ورځم چې زرتر زره دنده راته وسپاري چې زه يې تر سره کړم تر څو د جنت دروازه راته خلاصه کړي، کنه نور نو ځان وژنم، ځان په خپل خنجر وهم، له هغه لوړ ځاى څخه ځان غورځوم، د خداى لپاره د آدم(ع) غوندې له جنت څخه شړل شوى يم !
 هغه ځوانان چې خپل مرګ او د نورو مرګ ته به تيار ؤ حسن صباح ته به ورغلل، نو هغه به چې چا ته خوښه وه د داوطلبو فدايانو په واسطه به يې ترور کول.
(مارکوپولو۲) په خپله مشهوره سفرنامه کې چې په (١٢٧١-١٢٧٢، ز) کې يې ايران ته سفر کړى دی، د حسن صباح د باغونو په اړه یې د لږ څه مبالغې سره داسې لیکلي دي: د دوو غرونو په منځ کې ډېر لوى او ښکلي باغونه چې د نړۍ ټولې مېوې په کې دي جوړ شوي دي، ډېرې ښکلي ودانۍ او قصرونه چې په ډېر ظرافت سره نقاشي شوي دي په هغه ځاى کې موجود دي، د شرابو، شيدو او ګبينو ويالې ډکې دي، په لوړه کچه د نړۍ ښکلي ښځې او جلکې چې د سازونو، سندرو ويل او بهترينې نڅاګانې کوي په هغه ځاى کې شته، د الموت څښتن (پيرکوهستان) خپلو فدايانو ته وايي چې دغه د جنت باغ دى نو ځکه هغه(حسن صباح) نوموړی ځاى د هغه جنت په شان جوړ کړى دى، چې د اسلام پېغمبر(ص) خپلو اصحابو او مومنانو ته په بل جهان کې  وعده ورکړي ده چې(د ښو اعمالو په بدل کې به هغه نعمتونه د دوى په نصيب وي)
مارکوپولو زياتوي: څوک دغه باغ ته نه شي ورننوتلى، مګر هغه چې د فدايي درجې ته ورسيږي، د باغ په دروازه کې داسې مستحکم ټاپو (برج) ولاړ دی چې
هیڅ څوک قدرت نه لری هغه ونيسي، چې د ننوتلو لار يې يوازې په هغه ځاى کې ده، د غرونو رهبر (پيرکوهستان) د هغې سيمې ځوانان چې عمرونه يې د (١٢ او ٢٠ ) کالونو تر منځ وو په خپل دربار کې ساتل او له هغو ځوانانو څخه يې لس، شپږ او يا څلور تنه هغه باغ ته وردننه کول او په هغو به يې حشيش (نشه کوونکي توکي) وڅښل چې ټول به يې په خوب ويده کړل او بيا به يې باغ ته يوړل کله به چې ځوانان له خوبه ويښ شول نو د باغ منظرې به يې ډېرې خوښې شوې او فکر به يې کولو چې  رښتيني جنت ته راغلي دي، ښځو او جلکيو به د دوى ټولې غوښتنې پر ځاى کولې داسې چې دوى به نه غوښتل له هغه ځای څخه ووځي، وروسته به يې بيا هغه شان نشه کول او هغوى يې د مشر(حسن صباح) قصر ته وړل، چې د يو مهم کس د وژلو(ترور) په فکر کې به ؤ، نو کله به چې هغه ځوانان په خود شول هغوى ته يې وويل: اوس ولاړ شئ او فلانى سړى ووژنى او کله چې بېرته راشى زما ملايکې به تاسې جنت ته يوسي او که چېرې د خپلې دندې په وخت کې ووژل شوى نو زه به ملايکو ته ووایم چې تاسې جنت ته ورسوي. (تاريخ جامع اديان ص ٧٧٩-٧٨١؛ سرزمين قزوئين ص٢٠٠)
۱-اهريمن، دزردشت په مذهب کې شرير، بد، پليد او فساد کونکي ته وايي،د اسلام په مذهب کې د شيطان سره برابر دى.
۲- مارکو پولو د ایټالیه اوسیدونکی له (١٢٥٤-١٣٣٢،م) پورې د نړۍ له مشهورو سياحانو څخه ؤ چې له اروپا ايران او لرې ختيځ (اقصاء شرق) پورې سفر وکړ او د سوماترا او جاوا له لارې اروپا ته بېرته وګرځيد، د نوموړي يون ليک له ډېرو غوره اثارو او منابعو څخه شمېرل کيږي چې د هغو هېوادونو وضع او حالات پکې ليکل شوي دي.