
سوداګري او کاروبار که کوچنی هم وي د راتلونکو نسلونو لپاره یې ښه میراث ګڼلی شو. کومو کسانو چې خپلو کشرانو ته کوچني کاروبارونه هم پرېښي او د کشرانو له لوري یې پراختیا ورکړل شوې ده، نسلونه نسلونه یې د ښه ژوند خاوندان شوي دي.
امریکايي « هېربرټ فیسک جانسون» له داسې کاره میلیاردر شوی چې غور نیکه یې پیل کړی و.
د نوموړي غور نیکه د متحده ایالاتو د وسکانسین ایالت په راسین سیمه کې له یوې کمپنۍ سره کار کاوه چې د ودانیو غولي به یې په لرګیو او نورو توکو فرش کول.
هغه تر څه مودې وروسته هغه کمپنۍ چې ده کار ورسره کاوه وپېرله او په دې توګه یې د خپل شخصي کاروبار د بنسټ ډبره کېښووده.
د «S. C. Johnson & Son » په نوم دې کمپنۍ په ۱۸۸۶ له اخیستو تر ۱۹۹۲ کال پورې په همدې برخه کې فعالیت درلود؛ خو په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې یې د ډارکېټ په نوم د پاکوونکو توکو یوه کمپنۍ وپېرله.
په ۱۹۹۷ زېږدیز کال یې د «Dow Chemical s » په نوم یوه بله کمپنۍ هم وپېرله.
اې سي جانسون اېنډ سن اوس په امریکا کې د کورنو د پاکوونکو توکو ستره کمپنۍ شمېرل کېږي.
د دې کمپنۍ مشهور تولیدات «Ziploc, Glade, Drano and Pledge» دي.
اېس سي جانسون اېنډ سن اوسمهال د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې فعالیتونه لري او برنډونه یې د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
له دې کمپنۍ سره ۱۲ زره کسان کار کوي او د کلني پلور کچه یې تر ۹ میلیارده ډالرو اوړي.
فیسک جانسون په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې د کمپنۍ مشر وټاکل شو. په ۲۰۰۴ کال کې کله یې چې پلار له اجرایوي ریاست څخه تقاعد شو، نو د کمپنۍ اجرایوي مشري هم ده ته ور په غاړه شوه.
نوموړي د خپلې مشرۍ په دوره کې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د «Diversey» په نوم یوه کمپنۍ پر سیلېډ اییر کمپنۍ باندې وپلورله. دا د کورنۍ سوداګرۍ له پیله لومړی ځل و چې د دوی یوه کمپنۍ پلورل کېږي.
نوموړی د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري او د ساینس په برخه کې دکټورا لري.
واده یې کړی، یوه لور لري او د متحده ایالاتو په وسکانسین ایالت کې ژوند کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۲۷ مې نېټې د شمېرو له مخې « هېربرټ فیسک جانسون» دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او د متحده ایالاتو د میلیاردرانو ترمنځ ۲۰۱ ام ځای لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.