ابو بکر زین العابدین عبدالکلام : دهند پخوانی ولسمشر

 
ابو بکر زین العابدین  عبدالکلام ، پر عبدالکلام مشهور دی  د۱۹۳۱ ز داکتوبر پر ۱۵ زیږیدلی دی، دهندوستان  یولسم او درېیم مسلمان ولسمشر دی ، له ۲۰۰۲ ز څخه تر ۲۰۰۷ ز پورې  دهندوستان ولسمشر پاتې شوی دی.
له ولسمشرۍ وړاندې دهند له نوموتو انجینرانو څخه و، هندوستانیانو به  د(توغندیز سړی ) باله  نوموړي  دهندوستان  په اتومي او توغندیزو وسلو پروګرام کې دپاموړ رول  درلود.
ارواښاد عبدالکلام  په هندوستان کې په ولسي کچه ډیر پلویان او مینوال درلودل،  او د خلکو  دولسمشر په نوم مشهور شوی و، عبدالکلام واده نه و کړې ، سیاسي تیوري یې نه درلوده، مسلمان و ، خو دنورو ادیانو پوره درناوی یې کاوه.
عبدالکلام په هند کې  ددرناوی او امتیاز تر ټولو لوړ نښانونه تر لاسه کړي دي  او پردې سربېره نږدې ۴۰ پوهنتونونو ورته افتخاري دوکتوراوې ورکړې دي.
په لاندې کرښو کې به ددې هندي نابغه  دژوند دنورو برخو څخه خبر شو :
ژوند او زدکړه :
ابو بکر عبدالکلام د۱۹۳۱ ز داکتوبر پر ۱۵ دتامیل نادو ایالت  په رامیسوا رام  کې زیږیدلی دی،  کورنۍ یې بیوزله وه ، پلار یې زین العابدین  کوچنۍ کښتۍ درلوده او دهمدې  پر مټ به یې  خپله ورځ  ګوډوله  او مور  به یې دکور کارونه کول.
عبدالکلام  له هماغه کوچنیتوب څخه کار کاوه،چې  له خپل پلار  سره  دکور دلګښت په  پیدا کولو کې مرسته وکړي، له ښوونځي، چې فارغ شو دورځپاڼو پلورل یې پیل کړل، دښوونځي پر مهال  یې ښوونکو او ټولګیوالو وویل، چې عبدالکلام  په جدي  توګه زده کړې کوي ، ډېر پوه دي  په ځانګړې توګه په ریاضي کې .
له ښوونځي،چې فارغ شو په  تامیل نادو ایالت کې د (پنډټ یوسف ) په پوهنځي ته لار ومونده  او ۱۹۵۴ ز کې دفزیک له څانګې فارغ شو او په ۱۹۵۵ ز کې  دهوانوردۍ  اړوند برخه کې دمسلکي انجینر په توګه  زده کړې بشپړې کړې.
دخپل څړنیز کار پرمهال دپوهنځي رئیس دعبدالکلام له کار  څخه ناخوښه  و، ځکه نوموړي هغه  ډول پرمختګ نه کاوه،چې اړتیا یې وه  دپوهنځي رئیس ورته ګوتڅنډنه وکړه که په دریو ورځو کې مو درسپارل شوې کار بشپړ نه کړ، تحصیلي بورس مو لغوه کوم .
هماغه و،چې عبدالکلام  شپه و ورځ پر ځان یوه کړه او خپل کار یې په دریو ورځو کې خلاص کړ،چې دپوهنځي رئیس هم هک پک کړ  او ورته یې وویل :  اې عبدالکلامه  سخت فشار مې درباندې راوړ، درڅخه مې وغوښتل،چې خپل کار په ټاکلي وخت کې خلاص کړئ.
عبدالکلام  دخپل ارمان په اړه،چې پوره نه شو وايي : دا مې ستر ارمان و،چې جنګي پیلوټ شم ، خو ، خو دټول هند په کچه  نهم نومره شوم  او په  هوايي ځواکونو کې  اتو کسانو ته اړتیا وه،چې  هوايي پوهنځي ته ولاړ شي.
عبدالکلام په ۱۹۶۰ ز کې دمدراس تخنیکي انسټیټوټ څخه فارغ شو د دفاعي پرمختګ او څیړنیزې ټولنې اړوند دهوايي پرمختیا موسسې  سره یو ځای شو ، دهندي پوځ لپاره یې  دکوچنۍ هلیکوپټر د ډېزاین دجوړولو چاره پیل کړه، خو له خپلې  له دندې خوښ نه و. نوموړی  دفضايي څیړنو دملي انسټیټوټ غړی و، په ۱۹۶۹ ز کې دایسرو په نوم  دهندوستان دفضايي څیړنو مرکز ته ولاړ او دلومړنۍ سپوږمګۍ درامنځته کولو دپروژې  امر وټاکل شو.
عبدالکلام وتوانیده،چې  په ۱۹۸۰ ز کې  دهند لپاره سپوږمګۍ جوړه  او هوا ته ولیږدوي. نوموړي خپلې ډیرې هیلې همدلته  پر حقیقت بدلې کړې .
نوموړي د۱۹۶۴-۱۹۶۳ ز ترمنځ  امریکا ته ولاړ او د لانګلي څیړنیز مرکزونه یې له نږدې ولیدل
عبدالکلام  دهندوستان له اتومپوه راجا امانا سره یو ځای د۱۹۷۴ ز په می کې د(خوشاله بودا) په نوم  لومړنۍ اتومي ازموینه وکړه . هغه مهال عبدالکلام  دبالیستیکي څیړنو دمرکز استازی و.
دشملې پیړۍ  په اویایمو کلونو کې عبدالکلام  د (شیطان پروژه  ) او د( زړورتیا پروژه) په نوم  دوه پروژې پیل کړې،چې له مخې یې بالیستیکي توغندي پرمختللي کړي.
هغه مهال د هندوستان دوزیرانو شورا ددې پروژو له پیل سره مخالفت وکړ ، خو دهند ولسمشر اندیرا ګاندي دا فضايي پروژې ومنلې او دپټو شتمنیو له  منځه یې  دا پروژې تمویل کړي ، نوموړي وزیرانو شورا وهڅوله،چې  دددې پټو فضايي پروژو خبر او شتون پټ وساتي، علمي څیړنۍ او ښوونیزې او تعلیمي مخکښتیا ددې لامل شوه، چی نوموړی په ګرد هندوستان کې مشهور او ددرناوي وړ کس شي.
عبدالکلام  د معدنیانو کارپوه او د دفاع وزیر سلاکار  (اروناشلیم ) سره نږدې کار وکړ او دفاع وزیر وینکاتارامان یې  اړ باسه ،چې د (بالیستیکي توغندیو) پلان نور هم  بډایه کړي ، دفاع وزیر به له وزیرانو شورا سره  ارتباطي کس و ، یادې پروژې هغه مهال ۳،۸۸ ملیارډه هندۍ کلدارو ته اړتیا درلوده. وروسته بیا عبدالکلام د همدې پروژې اجرایوي رئیس شو.
عبدالکلام  دهمدې پروژې  په چوکاټ کې  یو شمېر بالیستیکي توغندیو ته پرمختللې بڼه ورکړه دا منځني بالیستیکي توغندي دي،چې اتومي کوپړۍ لیږدولې شي.
عبدالکلام له  ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۹ پورې دهند دلومړي وزیر علمي سلاکار او د دفاعي  څیړنو دمرکز سکرتر و، داتومي ازموینو او چاودنو پر مهال،چې  د(بخران ۲ ) په نوم مشهورې دي ، نوموړي له  هندي اتومپوه او فزیکپوه شیدا مبرام  سره بنسټیز او ټیکنالوژیکي رول ولوباوه او هند یې داتوم څښتن کړ. له همدې چاودنو وروسته  عبدالکلام  په ټول هند کې دهر هندي دژبې پر سر و.
عبدالکلام په ۱۹۹۸ ز کې په هند کې د زړه له مشهور ډاکتر سوما راچو سره ودرید او د زړه درګونو د درملنې اړوند طبي توکو په تولیدکې یې ورسره بیساری مرسته وکړه، د درناوي په موخه  دا طبي اله (  کلام - راجو) په نوم مشهوره شوې ده. په ۲۰۱۲ ز کې یې یو ځل بیا له  ډاکتر راجو سره کار وکړ او دهند په کلیوالو سیمو کې د روغتیا پالنې  دڅار لپاره  کمپیوټر جوړ کړ،چې ددوی په نوم مشهور دی .
ولسمشري
عبدالکلام  په ۲۰۰۲ ز کې دهندوستان یولسم ولسمشر شو، نوموړی درېیم مسلمان دی ،چې  دې څوکۍ ته رسیږي، عبدالکلام په ټاکنو کې ۹۲۲،۸۸۴ رایې تر لاسه کړې وې او دپنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو.
عبدالکلام  درېیم ملکي هندې دی،چې د ( بهارات راتنا) په نوم تر ټولو لوړه جایزه تر لاسه کوي دا جایزه تر اوسه  ساروبالي کرشنان ۱۹۵۴ ز کې او ډاکتر ذاکر حسین به ۱۹۶۳ ز کې، چې وروسته بیا د ۱۹۶۷ ز کې دهند ولسمشر شو او عبدالکلام  تر لاسه کړې ده او بس .
په ۲۰۰۷ ز کې عبدالکلام پریکړه وکړه، چې د دویم ځل لپاره ځان دهند ولسمشرۍ ته کاندید کړي له ټاکنو دوه ورځې وړاندې له خپلې دې پریکړې په شا او له سیاست سره دتل لپاره خداي په اماني وکړه.
امریکا او دهند پخوانی ولسمشر عبدالکلام
عبدالکلام د ۲۰۱۱ ز دسپټمبر پر ۲۹  په نیویارک کې دجون اف کینډي نړیوال هوايی ډګر کې  پرواز ته منتظر و،چې  دهوايی ډګر  دساتونکو لخوا وپلټل شو، په همدې ورځ عبدالکلام دهند هوايي شرکت الوتکې ته منتظر و،چې امریکايي چارواکو یې  دا ځل دواسکټ او بوټانو دپلټلو غوښتنه وکړه، دالوتکې عملې  دامریکایانو ددې چلند له کبله  توند غبرګون وښود او زیاته یې کړه،چې  نوموړی دهند پخوانی ولسمشر دی ، باید دا ډول سپک چلند ورسره ونه شي.
هند یوه میاشت وروسته  دانتقامي چلند ګواښ وکړ او موږ به  له امریکایي چارواکو سره  ورته ډول  چلند کوو. دهند دبهرنیو چارو وزیر  امریکايي حکومت ته  احتجاج وکړ ، واشنګټن اړ شو،چې له عبدالکلام  څخه رسمي بښنه وغواړي.
دهندوستان راتلونکې
عبدالکلام په خپل مشهور کتاب  (هند۲۰۲۰) کې لیکلي دي، چې  دهندوستان اتومي پروګرام  به راتلونکې کې هند زبرځواک کړي، یاد کتاب په لومړي ځل سویلي کوریا خپلې ژبې ته ژباړلې دی.
له ولسمشرۍ وروسته عبدالکلام له ۱۰۰ زره محصلینو سره د پوهې او علمي تجربو د راکړې ورکړې پروژه پیل کړه، نوموړی دهندوستان په یو شمېر پوهنتونونو کې داستاد په توګه  خپلې دندې ته  ادامه ورکړه .
عبدالکلام له  خپل ژوند لیک سربېره یو شمېر کتابونه لیکلي دي،چې مشهور یې په دې توګه دي
داور وزرونه  دعبدالکلام  بیوګرافي .
دهندوستان دنده
هغه اروا ،چې نه ماتیږي.
عبدالکلام له  ۴۰ پوهنتونونو څخه  افتخاري دوکتوراوې تر لاسه کړ ې دي ، ملګرو ملتونو دنوموړي ۷۹ کلیزې په مناسبت  دا ورځ  دنړیوال محصل په نوم یاده کړې ده، عبدالکلام په  ۲۰۰۵ ز کې له سویس لیدنه درلوده ، دسویس حکومت  دهر کال ۲۹ نېټه دعلم ورځ  ونوموله  ځکه عبدالکلام په همدې ورځ دې هېواد ته ورغلې و.
دهندوستان پخوانی ولسمشر ابو بکر  زین العابدین عبدالکلام  پرون  دهندوستان په ختیځ کې د زړه دحملې له کبله  ومړ.
۸۳  کلن عبدالکلام  داداري علومو په  انسټیتوټ کې د درس ورکولو پرمهال راپریوت ، سمدلاسه دسیمې نږدې روغتون ته ولیږدول شو، خو ډاکترانو ونه شو کولای ، چې دنوموړي ژوند وژغوري. دهند لومړي وزیر مودي دنوموړي پر مړینه اوه ورځ ملي ماتم اعلان کړی دی.