
د انسان مغز له یوې الکټرونیکي بټرۍ سره پرتله کېدی شي. له دې حقیقته انکار نشي کېدی، چې یوه ډله بټرۍ له یوې بټرۍ څخه ډېره انرژي تولیدوي. دا هم حقیقت دی چې یوه بټري د خپلو واحدونو د ظرفیت په تناسب انرژي تولیدوي.
مغز هم دغو بټریو ته ورته جوړښت لري. دا هغه واقعیت ثابتوي، لکه څرنګه چې له یوې بټرۍ څخه ډېرې بټرۍ ډېره انرژي تولیدوي او ظرفیتونه یې سره توپير لري، دغه راز ځینې مغزونه ډېر فعال وي او ځینې یې لږ او د څو مغزونو ترمنځ همکاري او همغږې شوې اړیکې له یوه مغز څخه ډېر افکار تولیدوي.
د دغې بېلګې څخه دا خبره جوتېږي چې د کاري ډلې په اصل کې هغه راز پروت دی چې له مخې یې یو سړی خپل مغز د نورو کسانو له فعالو مغزونو سره نښلوي او ستر قدرت ترلاسه کوي. دلته یوه بله جمله هم را اخلو چې د کاري ډلې پر رواني اړخ لا ډېره رڼا اچوي:« کله چې څو انفرادي مغزونه سره په همغږۍ کې عمل کوي، دغه اتحاد لا ډېره انرژي تولیدوي او سره نښل شوي ټول مغزونه ترې ګټه پورته کوي.»
ټول پوهېږي، هغه مهال چې هنري فورډ د موټرو د تولید کاروبار پیلاوه، بېوزلی، بې سواده او ناپوهه و. دغه راز ټولو ته معلومه ده چې فورډ د تصور خلاف د لسو کلونو په لنډه موده کې پر دغو درې واړو خنډونو برلاسی شو او د پنځه ویشت کلونو په ترڅ کې یې ځان د امریکا د څو غوره شتمنو په ډله کې شامل کړ. د هنري فورډ لخوا د اضافه پوهې ترلاسه کولو واقعیت هم پر پوهېدلو ارزي، هغه دا چې نوموړي له تهوماس اې. ایډیسن سره شخصي ملګرتیا پیل کړه او د هغه له مغز سره د خپل مغز په نښلولو سره یې خپله علمي زېرمه لا بډایه کړه. د ښاغلي فورډ لاسته راوړنې هغه مهال اوج ته ورسېدې، چې له هاروي فایرسټون، جان بورافز او لوتر بربنک سره یې د اشنایۍ په پیدا کولو سره د هغوی له فعالو ماغزو څخه ګټه پورته کړه. دغه بېلګې هغه واقعیت لا پسې پیاوړی کوي چې د ذهنونو د دوستانه اتحاد له امله قدرت رامنځته کېږي.
انسان د هغو کسانو د فکري ځواک فطرت او عادت خپلوي، چې ورسره د همدردۍ او همغږۍ په روحیه کې ګډ کار کوي. له ایډیسن، بربنک، بورافز او فایرسټون سره د ګډ کار او د دغو څلورو کسانو د روحي ځواکونو له امله هنري فورډ د خپل مغز د قدرت، هوښیارۍ، تجربو او پوهې کچه لا پسې ډېره کړه. فورډ د کاري ډلې پر اصل غالب شو او له هغو لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې چې پدې کتاب کې توضیح شوې دي، لوړو پوړیو ته ورسېد.
تاسې هم دغه اصل ته لاسرسی لرئ!
موږ مخکې هم مهاتما ګاندي ته اشاره کړې وه.
راځئ هغه لارې چارې مطالعه کړو چې پر مټ یې ګاندي پیاوړی قدرت ترلاسه کړ. کېدی شي دغه موضوع په څو ټکو کې داسې خلاصه کړو چې؛ هغه د یوه مشخص هدف په درلودو سره د کابو ۲۰۰ میلیونه وګړو د جسم او روح په بسیج کولو سره هغوی همغږي کړل او خارق العاده قدرت یې ترلاسه کړ. لنډه دا چې ګاندي له ځانه معجزه وښوده، دا ځکه چې له فشار پرته د کابو دوه سوه ملیونه کسانو همغږي کول او د یوه نامحدود وخت لپاره د هغوی ترمنځ همکاري رامنځته کول له معجزې کم ندي. که تاسې پدې کې شک لرئ چې دا یوه معجزه نه وه، نو د یوې مودې لپاره د حداقل دوه کسانو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د روحیې رامنځته کولو هڅه وکړئ.
هغه کس چې د یوه کاروبار د مدیریت دنده ور په غاړه وي او د خپلو کارکوونکو تر منځ د همکارۍ او همغږۍ رامنځته کولو هڅه کوي، تر نورو ښه پوهېږي چې دا څومره ګران کار دی.
لایتناهي پوهه د قدرت ترلاسه کولو په برخه کې، لکه څرنګه چې تاسې ولیدل، د ذکر شویو عواملو د لست په سر کې راځي. کله چې دوه یا له هغو څخه ډېرکسان د همکارۍ او همغږۍ په روحیه کې د یو مشخص هدف لپاره کار کوي، داسې موقف غوره کوي چې د یو بل له لایتناهي هوښیارۍ څخه په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. دا هغه مهمه سرچینه ده چې تر ټولو ډېره د قدرت په ترلاسه کولو کې ترې ګټه پورته کېږي. که یو رهبر پوه وي او که نه وي، هرومرو د لایتناهي قدرت ترلاسه کولو هڅه کوي.
په راتلونکو څپرکو کې به هغه نورې لارې چارې هم په تفصیل سره توضیح شي، چې له لایتناهي هوښیارۍ سره اړخ لګوي.
دا موضوعات له دین سره هېڅ تړاو نلري. پدې کې توضیح شوي اصول باید په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د هېڅ دین په چارو کې د لاسوهنې په مانا ونه ګڼل شي. پدې کتاب کې یوازې هغه لارې چارې وړاندې شوې چې پر پیسو د لېوالتیا بدلولو لپاره لوستونکي ته لارښوونې کوي.
دغه کتاب ولولئ، فکر وکړئ او تدابیر غوره کړئ. ډېرژر به پر ټولو موضوعاتو ستاسې سر خلاص شي او تاسې به یې پخپله پایلې وګورئ. همدا اوس تاسې پدې کتاب کې انفرادي تفصیلات لولئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.