
د ځینې میلیاردرانو د ژوند په اړه معلومات په سختۍ پیدا کېږي. یوه برخه میلیاردران داسې دي چې له رسنیو سره مرکې نه کوي او ان د خپل ژوند په اړه چا ته د تحقیق او څېړنه اجازه هم نه ورکوي. یو له دغه ډول میلیاردرانو څخه ناروېژی«جوهان جوهانسون» دی.
نوموړی د ۱۹۶۷ زېږدیز کال په یوه سوداګره کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار یې « Knut Hartvig Johannson» نومېده چې د خوراکي توکو د عمده پلورنځیو یوه کمپنۍ وروته له خپله پلاره په میراث پاتې وه.
د دې کمپنۍ بنسټ په ۱۸۶۶ زېږدیز کال په ناروې کې اېښوودل شوی چې د وخت په تېرېدو سره د خوراکي توکو د عمده پلورنځیو پر یوه ستره امپراطورۍ بدله شوې ده.
کله یې چې پلار او تره مړه شول کار جوهانسون ته په میراث پاتې شو.
نوموړي ته له پلاره د میراث شوې کمپنۍ نوم « Joh. Johannson» و.
ده په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې د نورګېس ګروپېن په نوم له کمپنۍ سره ګډه کړه او په دې توګه د جوهانسون کورنۍ د دې کمپنۍ تر ټولو ستره ونډه واله شوه.
د «Joh. Johannson Kaffe » په نوم یوه فرعي کمپنۍ یې اوس هم ناروې ته قهوه واردوي او د علي او اېوري ګوډ ون د برنډونو تر نوم لاندې یې پلوري.
جوهانسون اوسمهال د « NorgesGruppen» په نوم د خوراکي توکو د دې سترې کمپنۍ تر ټولو ستر ونډوه وال دی.
په رسنیو په ځانګړي ډول فوربس مجله کې د خپرو شویو شمېرو له مخې نوموړی اوسمهال په دې کمپنۍ کې ۷۰ سلنه ونډې لري.
نورګېس ګروپېن په ناروې کې د خوراکي توکو له سترو پلورنځیو شمېرل کېږي. دا کمپنۍ اوسمهال په دغه هېواد کې ۱۷۵۰ پلورنځي لري. پر دې سربېره ۵۰۰ کوچنۍ هټۍ یا « C- store » هم لري.
په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د نورګېس ګروپېن عواید تر ۱۰،۹ میلیارده ډالرو ورسېدل. کمپنۍ له رمنځته کېدو تر ننه د خپلې کورنۍ د غړو له لوري اداره کېږي، خو خپله جوهانسون د کمپنۍ په اداره کې کومه ونډه نه لري.
د نوموړي د زدکړو، بریالیتوبونو او ژوند په اړه هېڅ راز معلومات نه شته، ځکه نوموړی د یوه کم جرئته او شرمندوک میلیاردر په توګه پېژندل کېږي.
د جوهانسون ژوند د رسنیو له سترګو پټ دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جولای د ۲۷ مې نېټې د شمېرو له مخې جوهانسون دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۷۷ ام او په ناروې کې درېیم ځای لري.
ده واده کړی، دری اولادونه لري او د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې غلی ژوند لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.